(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا: مشرانو ولسمشر غني سره ولیدل

[09.Jan.2015 - 19:59]

د۲۰۱۵ ع کال د جنورۍ د میاشتې په نهمه (۹) نېټه د جمعې په ماښام له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شو چې افغان ولسمشر اشرف غني د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي ، د قومي وطن پارټۍ له مشر آفتاب احمد خان شېرپاو اوله عوامي نشنل ګوند سناتور (سنېټر ) افراسیاب خټک سره د جمعې په غرمه ولیدل.
په دې لیدو کتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د پیاوړتیا، د امنيتي حالت د ښه والي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د افغان کډوالو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره پر ګډو هڅو بحث وشو.
د خبرپاڼې په لیکنه ، دې مشرانو وویل چې دواړه هېوادونه له ګډو ستونزو سره مخامخ دي او د دغو ستونزو د هوارولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ هڅو ته اړتیا ده.
پښتونخوا میشتو پښتنو سیاستوالو افغان ولسمشر ته ویلي چې د ترهګرۍ پر ‌وړاندې مبارزه کې اوس د ډېورنډ له کرښې ها خوا په ليدلوري کې بدلون ليدل کېږي.
د دوی په وینا ، خلک دې باور ته رسېدلي دي چې ترهګري ښه او بد نه لري او دغه پديده یوازې د دواړو هېوادونو لپاره نه بلکې د سيمې او نړۍ لپاره هم ګواښ دی.
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني دې مشرانو ته وویل چې خپلو ګډو مشورو اوګامونو ته به دوام ورکوو او هڅه به وکړو چې په هره کچه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړيکې ټينګې او پیاوړې کړو.
ولسمشر غني په ټينګار سره وویل چې د یادو ستونزو هواری به وخت واخلي او په دې برخه کې به ډېر خنډونه موجود وي خو د ده په وینا ، د حل لپاره يې د افغانستان نوی حکومت ژمن دی.
پر دې مهال د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی ،ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر، یو شمېر جهادي او سیاسي شخصيتونه او د ملي شورا ځينې غړي هم موجود وو. د پښتنو سياستوالو پلاوی کابل ته خپل وروستی سفر ددواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي او د باور د زیاتولو لپاره مهم وبللو.دغه مشران وايي که د پاکستان اسټیبلیشمنټ ( حکومت او استخباراتي ادارې ) وغواړي نو پښتانه مشران په سیمه کې د امن د راوستلو او د ترهګرۍ په ختمولو کې کومک کولی شي. د عوامي نشنل ګوند يو مشر غړی افراسياب خټک چې د افغان ولسمشر لخوا په وربلل شوي پلاوي کې شامل و، وايې کابل او اسلام اباد دواړه غواړي چې د ترهګرۍ په ګډون ټولې مسئلې شریکه له منځه يوسي. نوموړی وايي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايوي رئيس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ټول افغان سياستوال د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان له موجوده تګ لارې تر ډيره حده خوشبينه ښکاري. افراسياب خټک زیاتوي : په وړمبي ځل د پاکستان اسټيبليشمنټ دا خبره منلې ده، چې د ترهګرۍ پرضد جنګ د دوی خپل جنګ دی او دارنګ نور به د ښو او بدو طالبانو ترمنځ هېڅ توپير نه کوي، نو د ده په خبره هم دغه وجه ده چې د پاکستان رياست اوس د دې هيواد پر پښتنو سياستوالو اعتبار لري چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اعتماد سازۍ او امنيت د بحالۍ په لړ کې به خپل رول ولوبوي. همداراز د کابل پوهنتون استاذ ډاکټر فيض محمد ځلاند هم کابل ته د پاکستان د پښتنو سياستوالو سفر ډېر مهم بولي، خو وايي چې په دغه سيمه کې امنيت پرځای کول او د ترهګرۍله منځه وړل د پاکستان د استخباراتي ادارو په اختيار کې دي. خو د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ يو مشر غړی عثمان کاکړ بيا وايي په دې وروستېو کې د پاکستان دننه د راپورته شویو پېښو وروسته پاکستاني او په خاصه توګه پښتانه سياستوال پر پوځ اثر اندازه شوي دي او دارنګ پوځ يې پر دې مجبوره کړی چې د ښو او بدو وسلوالو ترمنځ توپير ختم کړي. ولسمشر اشرف غني د محمود خان اڅکزي، آفتاب احمد خان شېرپاو او سنېټر افراسیاب خټک سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پیاوړتیا، د امنيتي حالت د ښه والي، د ترهه ګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د افغان کډوالو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره پر ګډو هڅو بحث وکړ. ولسمشر غني په ټينګار سره وویل، چې د یادو ستونزو حل به وخت ونيسي او په دې برخه کې به ډېر خنډونه موجود وي؛ خو دده په وینا د حل لپاره يې د افغانستان نوی حکومت ژمن دی.

- Pakhtunkhwa
بېرته شاته