(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ابوالخيرځلاند دلومړي تلين په مناسبت سېمېنار

[22.Jan.2015 - 20:11]

ليک:نذر بړېڅی جنوبي پښتونخوا کوټه

د ليکوال مجلې تر نظارت لاندي

د پښتو ژبي خوږ شاعر او ليکوال ابوالخير ځلاند د لومړي تلين په مناسب د ليکوال مجلې د کوټي څانګي تر نظارت لاندي د کوټي په پريس کلب کښي يوه ورځنی څېړن غونډه د پښتو اکېډمي صدر سيد خير محمد عارف په صدارت کښي اوشوه. سېمېنار کښي د جنوبي پښتونخوا ليکوالان ، شاعران، اديبان او سياسي مشرانو په ګڼ شمېر ګډون وکړ. وينا کوونکو ابوالخير ځلاند ته د هغه په خدمتونو باندي ډاډګيرنه او د ميني او احترام پيرزويني وړاندي کړې او زياته کړه چي ارواښاد د پښتون قامي تحريک يو مخکشه او د علم او ادب په ډګر کښي د يو لار ښود په توګه د خپل قام د مرض علاج په خپله علمي او ادبي ليکونو کښي قام ته ور په ګوته کړ. په ډېرو سختو حالاتو کښي يې د کام رهنمايي وکړه. د خان شهيد عبدالصمد اڅکزي سره د رېښتني قام دوست ليکوال په حيث د خپل قلم په څوکي قام ته د اتفاق پر مختګ او د خوشحالۍ ږغ کړی وو. د عمر خيام څلوريږي، خير الدوام او د صالح محمد هوتک قلمي نسخې ژباړه، پښتو کليوالي ټپې انګۍ، د نيمي پېړۍ فرياد د يادوني وړ دي. انګۍ کتاب کښي د پښتنو ښځو حالات، ستونځي او د هغو سره په پښتني ټولنه کښي برخود او وهشت او په ښځو باندي ظلمونه د کليوالو کچي څخه نيولي بيا د قامي کچي د رواج څخه نيولې تر مذهب پوري ټولې راجمع کړيدي. او کتابي شکل يې ورکړی دی. دغه کتاب دومره نوم او ارزښت پيدا کړ، چي صدر فاروق لغاري دغه کتاب ته صدارتي اېوارډ ورکړ. په علامه عبدالعلي اخوندزاده باندي ليکلی کتاب د کسې لمر او د ماشومانو لپاره نغمې يعني زه تنکۍ غوټۍ يمه. د ځلاند صاحب ادبي او علمي اثار دي او دغه نمونه نور ناڅاپه اثار هم لري چي هغه چاپ کيدل غواړي. د سېمېنار په رسمي برخه کښي مقدس خان معصوم ليکلي مکاله چي پائند خان لائق وړاندي کړه او ورسره د کوټي پوهنتون د پښتو څانګي مشر پروفېسر ډاکټر نصيب الله سېماب، سيال کاکړ، فاروق سرور اېډوکيټ، عمر ګل عسکر، شفيق عالم معذوريار، مېرمن ذلاجه بازئی، دروېش دراني او ډاکټر عبدالرؤف رفيقي خپلي خپلي علمي مقالې او منظومي پېرزويني وړاندي کړې. د ځلاند صاحب په خان شهيد او د پارټۍ په بېرغ ليکلی نظم نسيم نګيال وړاندي کړی. د سېمېنار لوی مېلمه ښاغلی نواب محمد اياز خان جوګيزی او صوبايي وزير ډاکټر حامد خان اڅکزی وو. د پښتونخوا ملي عوامي مرکزي سيکرټري او صوبايي وزير ښاغلی محمد نواب اياز خان جوګيزي په کاميابه سېمېنار مبارکي او د ځلاند صاحب په خدمتونو باندي هغه د زړه له کومي پېرزويني وړاندي کړې. او زياته يې کړه چي ځلاند صاحب د علم او ادب په ډګر کښي کړي خدمتونه دي دليک په ښکل کښي را جمع کړل شي او هغه دي باقاعده چاپ شي او ورسره د دغه سېمېنار علمي مقالې خوندي او چاپ کړل شي. زه د دغي ټولي ليکنو ټول اخراجات ادا کوم. او نواب صاحب په خپله وينا کښي زياته کړه چي ځلاند صاحب هغه خپله علمي او ادبي مبارزه پيل کوم وخت چي زموږ سيمه په ډېر لوی جهالت، پسماندګۍ او د غربت سره مخامخ وه. ځلاند صاحب د پښتني ټولني هغه ټول غلط او ناروا رواجونه خصوصاً په ښځو باندي چي کوم ظلمونه کېدل او کيږي. هغه يې ټول په خپل ليک کښي را برسېره کړل او قام ته يې په کتابي شکل کښي پرېښودل. او هغه مسائل نن هم موږ ته پېش دي. د هر څه وسائلو لرلو باوجود نه شو کولای. نواب صاحب زياته کړه چي زموږ روايات،کلتور او ژبي باندي مسلسل حملې رواني دي. زموږ په قام باندي د نورو رواجونه مسلط کيږي. د پنجابي او د عربو غلط او انسانيت دښمن رواجونه نن د اسلام په نوم پر موږ باندي مسلط کيږي . زموږ انانات، رسم او رواج په ډېره چالاکي له موږ سره بېل کيږي. د فارسي او عربي نا روا رواجونه، رسمونه، پر پښتانه پر مختلفو طريقو تپل کيږي. خصوصاً انسان هلالول، د پښتانه هيڅکله د کلتور برخه نه ده پاته شوي. دغه د عربو جهالانه کلتور دی چي نن پر پښتانه مسلط کيږي. دغه نومنه د پرديو رواجونه ورځ په ورځ زموږ پر قام د مذهب پر نوم تپل کيږي. چي په نتيجه کښي يې زموږ قام برباد کړ. او په نړۍ کښي يې زموږ تمدون په غلطه طريقه پېښه کړ. موږ کوشش کوو چي خپل انانات، کلتور، رسم او رواج را برسېره کړو. ما اعلان کړی دی چي زه د غلطو رواجو او رسمياتو په پروګرامو کښي قطعاً ګډون نه کوم او نور هم ځيني منه کوم. ماچي کله په لومړي ځل د نوابي پګړۍ پر سر کړه نو ما اعلان وکړ چي په بديو کښي يعني د مړو په فېصلو کښي ښځي ورکول غلط کار دی د ښځو څه ګناه ده بد به سړي کوي. او په بدي کښي به ښځي ورکول کيږي.

ما په تېرو څو کلونو کښي د درې سوه نه زيات د مړو فېصلې کړي دي خو په بدل کښي مي يوه ښځه هم نه ده ورکړې. زما د دغه اعلان پس تقريباً په ټوله جنوبي پښتونخوا کښي اوس په بدۍ کښي ښځي ورکول دغه رواج ختم شوی دی. زه اوس کوشش کوم چي د ولور په خلاف خپل جهاد نور تيز کړم د حج په مبارکۍ کښي غير اسلامي او غير پښتني رواجونه ختم کولو هڅي کوم. موږ له په کار دی چي په ژوند کښي اسانتياوي پيدا کړو. دغه اوس دليکوالانو، شاعرانو، او د سياسيانو هم ذمه واري جوړيږي چي په خپل قلم او تبليغاتو کښي د ټولنيز نا انصافي خلاف خپله مبارزه نوره زياته کړي او د پرديو رسم او رواج خلاف خپل اواز پورته کړي.

نواب صاحب اعلان وکړ چي د علم اود ادب په ډګر کښي چي ليکوالان، شاعران، او اديبان چي کوم کومک او ملاتړ ته اړتيا لري زه يې هر ډول کومک ته تيار يم. سېمېنار ته د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي کشری زوی او صوبايي وزير ډاکټر حامد خان اڅکزی په خپله وينا کښي زياته کړه چي زه ډېر خوشحاله يم چي ليکوال مجله هر وخت خپل قامي مشرانو ته ځای ورکوي او د هغو مبارزه او خدمتونه را برسېره کوي. خان شهيد او کاکا صنوبر حسين مومند باندي سېمېنارونه او نور علمي او ادبي کارونه يې د قدر وړ دي. ډاکټر صاحب زياته کړه چي نن زموږ قام د عربي او د فارسي د تسلط لاندي دي. پنجابی پښتوژبي ته د دوزخ ژبه وايي. په مدرسو کښي زموږ پر بچيانو باندي فارسي او عربي جبرن وايي خو بيا هم هيڅ يو پښتون نه په عربي پوهيږي او نه يې ويلی شي. ټول عمر به فارسي او په عربي کښي به درس او تدريس کوي. خو بيا هم نه په پوهيږي ځکه دغه د پرديو ژبي دي. دغه سازش خو له موږ سره فرنګي اوکړ چي په پښتو ادب او سياست يې سره بېل کړ. سياستدانانو ته به يې ويل چي ستا يې د ادب سره څه او اديبانو ته به يې ويل چي دغه کار خو د سياستدانانو دی ته خپله شاعري کوه. ته په سرکار او په سياست باندي کار مه لره. سرکاري نوکر به سياست نه کوي. دغه نمونه بنديزونو زموږ په قام کښي ټولنيز بېلتون راوستی. په بهرنۍ نړۍ کښي سرکاري نوکر باقاعده په اليکشن کښي برخه اخلي. که يې وګټله خپل سياست کوي او که يې وبائلله برته خپلي نوکرۍ ته راشي. شيکسپيئر او کورکي غوندي نړيوال ليکوال هم د خپل قامي سياست برخه وو. او باقاعده يې په سياسي توګه خپل قام رهنمايي کوی. زموږ اديبانو ته هم په کار دی چي دقام رهنمايي وکړي هر اديب او شاعر زموږ دپاره قدر وړ دی. هر چا چي د پښتو خدمت کړی دی. هغه ټينګ پښتون او د قامي تحريک برخه دی. هغه هيڅوک د قامي تحريک څخه نه شي بيلاولی هر څوک چي د پښتو سره مينه کوي. هغه تکړه پښتون دی. هيڅ پښتون ادب او سياست نه شوي سره بيلاولی دغه د هغو سياسي تحريک او د ليکوالانو برکت دی چي نن موږ په جنوبي پښتونخواکښي کاميابه شو چي نن موږ په تعليمي ادارو کښي مورنۍ ژبه قانوني کړه او به زموږ بچيان په خپله مورنۍ ژبه کښي درس او تدريس کوي.

سېمېنار ته کوونکي زياته کړه چي د پښتني ټولني څخه به د پرديو رسم او رواج د ختمولو دپاره خپلي علمي او ادبي مبارزې ته تقويت ورکوي. او په کار ده چي موږ ادب او سياست سره بېل نه کړو دغه د وخت ضرورت دی دغه د ليکوالانو او د اديبانو زمه واري ده چي د خپل سياسي تحريک برخه شي. او قام په علمي بنيادو را پورته کړي. د سېمېنار په اخر کښي د ليکوال مجلې راغلو ټولو مېلمنو شکريه ادا کړه چي په دغه علمي او ادبي سېمېنار کښي ګډون وکړ او مسلسل اووه ګنټې د سېمېنار په جريان کښي په ډېره اوسله او مينه يې جذبه واخيسته.     

- نذر بړېڅی
بېرته شاته