(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتتونخوا: افغان پوهیدونکو نوې کابېنه

[06.Feb.2015 - 20:01]

دخیبر پښتونخوا دافغان محصلينو اتحاديې خپله نوې کابينه اعلان کړه. دټاکنو دغه پروسه د خپلواک کميسيون لخوا د2015 ميلادي کال دفبرورۍ د مياشتې په 5 (پنځمه) نېټه په پېښور پوهنتون کې ترسره شوه.

د محصلينو درايو په اکثريت سره ډاکټر ابراهيم خان ځاځی (خيبر ميډيکل کالج) مشر، فتح الله شينواری (اقتصاد پوهنځي) د مشرمرستيال ، غلام محی الدين منګل (نړېوالو اړيکو پوهنځی) عمومي منشي (جنرل سیکرټري)، ميرويس همدرد (نړېوالو اړيکو فاکولته) د بهرنيو اړيکو مسئول، رحيم جان (نړېوالو اړيکو پوهنځی) د کورني ( داخله) چارو مسئول، حشمت دانش (د افتونو د ادارې پوهنځی) د کولتوري چارو مسئول، قاري معراج الدين (مايکروبيالوژي پوهنځي) مالي چارومسئول، خالد اميري (ژورناليزم) د عامه اړيکو مسئول، میرمن یلدا بازوان د ښځینه محصلانو مسئوله او رامين ځاځی (کمپيوټر سائینس) سپورتي چارو مسئول وټاکل شول.

دافغان محصلينو اتحاديه يوه علمي ټولنه ده،له هېڅ راز ډلې ټپلې څخه ننګه او دفاع نه کوي بلکې يواځې او يواځې د افغان محصلينو د ستونزو دحل لپاره جو ړه شوې ده. محصلينو په مختلفو پوهنتونونو کې خپلې ستونزې هم واورولې. د پاکستان لخوا د ورکړل شوو بورسونو محصلينو غوښتنه درلوده چې له تېر يوه کال راهيسې هغوی ته مالي مرستې او اعاشه نه ده ورکړل شوې.

نوي مشر (رئيس) وویل چې په پوره توان به د افغان محصلينو خدمت کوم، او د يادوشوو ستونزې د عاجل حل خبره يې تر افغان سفارت او قونسلګرۍ ته د رسولو ژمنه وکړه. همدا راز ډاکټر ابراهيم خان ځاځي زياته کړه

مونږ دلته د افغان محصلينو د اتحاد، ستونزو د حل، د دواړو هېوادونو د اړيکو ښه والي او د افغانستان د ملي ګټو د دفاع او محصلينو ته د وطنپالنې ملي روحيه ورکولو لپاره راټول شوي يو.

محصلينو د هېواد ملي ګټو، خپلو مسلکونو کې د زيار او له يو بل سره د صميمانه اړيکو ساتلو ژمنه (تعهد) وکړه.

غونډه د قاري معراج الدين په دعا سره ختمه شوه.

 دافغان محصلينو اتحاديه ـ خيبر پښتونخوا ـ کولتوري څانګه

 

 

- حشمت دانش
بېرته شاته