(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نن د اجمل خټک پنځم تلين لمانځل کيږي

[07.Feb.2015 - 12:26]

د اجمل خټک پنځم تلين په داسې حال کې لمانځل کيږي چې ډير پښتانه سياستوال او اديبان د نوموړي ادبي کارونه او قام پرسته سياسي مبارزه ستايي او د پښتنو د تاريخ مهمه برخه يې ګڼي. مشال ريډيو سره خبرو کې د هغه نيزدي ملګرو نوموړی د ټولنې په نبض پوهه سياستوال او د هغه د کورنۍ غړو نوموړی يو مهربانه کس ياد کړ.

نن په پښتون ميشته سيمو کې د عوامي نيشنل ګوند پخواني مشر او مشهور انقلابي شاعر، اجمل خټک پنځم تلين دی. پښتانه قام پرسته سياستوال بيلابيلو ځايونو کې دستورې او غونډې کوي.

اجمل خټک د شلمې پيړۍ د پښتون قامي تحريک يو له هغو شخصيتونو څخه وو چي نه يوازې د ګڼو شعري ټولګو د چاپ له امله د انقلابي شاعر په حیث پيژندل کيږي بلکې د پښتنو په قام پرسته سياست يې هم ژور اغېز درلود.

نوموړی په ۱۹۲۵ کال کې د خيبر پښتونخوا په اکوړه خټک کي زيږيدلی وو او لا هم زده کوونکی وو چې له پښتون وطنه د انګريزښکېلاک پر ضد مبارزه کې د باچا خان په مشرۍ خدايي خدمتګار تحريک کې شامل شو.

په ۱۹۴۷ کي د پاکستان تر جوړيدو وروسته اجمل خټک د سياسي مبارزې له کبله حکومت څو ځله زندان ته واچاوه.نوموړی په ۱۹۷۲ کال کې افغانستان ته سياسي پناه يوړه. په کابل کي يې شاوخوا اوولس کاله تير کړل او په ۱۹۸۹ کال کې پاکستان ته ستون شو. له راتلو سره سم يې په عوامي نيشنل پارټی کي ګډون وکړ. وروسته ددې ګوند مشر، سنيټر او د قامي اسمبلۍ غړی شو.

وروسته يې د جنرال مشرف سره د ملاقاتونو په سر يې د عوامي نيشنل ګوند د مشرانو غړو سره اختلافات پيدا شول او په همدغه نامه يې خپل يو بېل ګوند جوړ کړ. وروسته يې بيا بيرته روغه جوړه وشوه او خپل ګوند يې ختم کړ. اجمل خټک د ۲۰۱۰ کال د فرورۍ په ۷ تاريخ وفات شو.

د عوامي نيشنل ګوند يو مشر سنيټر افراسياب خټک له اجمل خټک سره شاوخوا دوه څلويښت کاله نيزدي سياسي ملګری پاتی شوی دی. نوموړی وايي اجمل خټک ډيره پراخه سياسي پوهه درلوده او د پښتنو په نفسياتو ډير ښه خبر وو.
د اجمل خټک زوی ايمل خټک وايي پلار يې د سياسي هلو ځلو له کبله خپلو ماشومانو سره ډير کم وخت تېر کړی. ايمل خټک زياتوي چې اجمل خټک په کابل کې اولس کاله پاتې شوی وو او په دي موده کې يې د هغه وخت افغان ولسمشر، نجيب الله سره ډيره ښه دوستي جوړه شوي وه. اجمل خټک به ماشومانو سره کرکټ هم کاوه او د خپل قام او خاورې د حقونو په اړه به يې ورته لارښوونه هم کوله. (عبدالحی کاکړ / سیراج ظهیر)

د پښتو ژبې ستر شاعر د عوامى نيشنل پارټى رهنما او تير سينټر خدائې بخلې اجمل خټک پنځمه کليزه نن د نوښار اکوړه خټک سيمه کښې ومانځلې شوه په دې موقع د سحر نه خلقو د دوې مزار ته تګ راتګ شروع کړې وو د مزار په احاطه کښې د مشاعرې انتظام هم شوې وو نامتو شاعرانو ، سياسى مشرانو نه علاوه د عوامى نيشنل پارټى عهديدارو هم په دې مشاعره کښې ګډون اوکړو مشاعرې ته وينا کوونکو د اجمل بابا په ژوند رنړا واچوله دوې په خپل خپل تقريرونو کښې اووئيل چې اجمل بابا د پښتون قوم ستر مشر وو ، دوې په خپل ژوند کښې د پښتنو د يووالې اتفاق او اتحاد لپاره خپله شاعرئۍ کښې د امن يو پيغام خور کړې وو، نو هم دا وجه ده چې نن ټول پښتانه په ټوله نړۍ کښې د امن په نوم ياديږې په دې موقع مشرانو د اجمل خټک بابا په مزار دګلونو څادر غوړولو اود دوې د بخنې دعائې هم اوکړه - خېبر نیوز
بېرته شاته