(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخواشینۍ او خواخوږۍ پیغام

[13.Feb.2015 - 02:25]

په ډیره ژوره خواشینی مې دوزیرواومسودود درنوغرونوپه څیردیوه درنه غره دراوپریوتوخبرترلاسه کړهغه برمیال اوغیرتي غرچې درنه پښتني مټوره سټه یی دپښتني غروراودشمشاد دهسکې څوکي په څیر یی دنګه اونیغه شمله دهغه دریښتني ظرفیت اووجاهت ښکارندوی وه سترویاړلی افغان پښتون الحاج احمد شاه مسود یادوم چې په تلپاتې ابدي خوب پریووت اوله غمګین خبر له کبله یی دوزیرواومسودوتوریالیو،غیورواومیړنیومشرانو،کشرانواود هغه ارواښاد درنې اومبارزې کورنۍ لویواوواړوپه تیره بیا دهغه فرهنګپال اوهڅاندویاړلي بچي انجنرعبدالقادرمسودته دژورتسلیت اوډاډینې مراتب وړاندې کوم اودارواښاد رحلت ستره ملي اوهیوادني ظا یعه بولم.انا لالله وانا الیه راجعون.
دارواښاد حاجې احمد شاه سره مې دنیږدې پیژندګلوی اومصاحبت ویاړدرلود دهغه درنې اودنګې سټی په څنګ کې مې دخپلې هسکې ځوانې سره ،سره ځان لکه دغرني لوړنښترپه څنګ کې  نیالګی احساسوه داهغه درنه اوتاریخي ستره کورنۍ ده چې زموږهیوادیی له سقاوي غلواوداړه مارانوڅخه وژغوره  هغه سترمیړني یادوم چې ارواښاد غازي نایب سالارارسلا خان وزیري دغازي امان الله خان دسلاکاراومبارزجنرال ویاړدرلود دوی
دوی دوزیرواومسودودتاریخې ویاړلوقومونواوجنګیالیوولسونوسرغنه اوسرخیله کورنئ ده چې دافغانستان معاصر تاریخ یی پخپلوغیرتي وینوخړوب کړی دی اوزموږدهیوادپه معاصرکې څرګنداوویاړلی ځای لري.
ارواښاد ته فردوس جنت اودرنې کورنۍته د دوی په سرونود ده برکت غواړم .امین یا رب العالمین.
خدایه څه شول هغه ښکلي،ښکلي خلک
په ظاهرپه باطن سپین سپیڅلي خلک
هیڅ خندا مې له دې خلکوسره نه شي
ژړوي مې هغه تللي،تللي خلک
نه پوهیږم چې وکومي خواته لاړل
لیدی نه شي هغه مالیدلي خلک
په ژور درنښت
بسم الله اکبري هالینډ

 

- Akbari
بېرته شاته