(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مېرمنې دې لاندې نښې نښانې جدي وبولي

[14.Feb.2015 - 15:31]

 محور ورځپاڼه: ډاکتران وایي، مېرمنې تر نارینه و زیاتې ډاکتر ته ورځي او کله چې لږه ناروغي هم احساس کړي، نو تر هغو چې ځان معاینه نه کړي د ارامۍ احساس نه کوي. 
خو لاندې د یو شمېر ناروغیو نښې نښانې ذکر شوې دي، چې که چېرې مېرمنو احساس کړې، نو باید جدي یې وبولي او سمدستي ډاکتر ته مراجعه وکړي، ځکه لږه تمبلي یې هم زیان اړولی شي.
ـ د وزن کموالی:
اکثریت مېرمنې دې ته خوشالېږي چې وزن یې کم شي، اما که بې زحمته او بې پلانه مو په یوه میاشت کې له څلورو تر پنځو کیلو ګرامو وزن کم شو، نو دا ناروغي ده او د خوشالېدو پر ځای یې باید غم وخورئپه بې پلانه ډول ستاسو د وزن کمېدل د سرطان نښه ده.
ـ د ګېډې درد:
که د ګېډې درد لپاره کوم ښکاره عامل موجود نه وي، نو دغه حالت مو تخمدان ته زیان اړوي او کېدای شي درد د تخمدان د سرطان له وجې ويد تخمدان د سرطان نور علایم هم شته لکه د ګېډې درد، د کوناټو درد، د زر مړېدو احساس ان کېدای شي تاسو ډېره لږه ډوډۍ خوړلې وياو د ادرارو په سیستم کې د ستونزو احساس هغه څه دي چې باید سمدستي ډاکتر ته مراجعه وکړئ.
ـ د سینو غټېدل او کوچني کېدل:
مېرمنې په عادي وخت کې د خپلو سینو په حالت پوهېږيد سینو غټېدل په ځینو حالتونو پورې تړاو لري او که مېرمنې ډاکتر ته هم ورنشي څه خبره نده، اما د سینو د پوستکي د ډبلېدو او د رنګ د تغیر په حالت کې باید ډاکتر ته مراجعه وکړي، چې دغه د سینو د سرطان نښې دي او که سرطان التهابي یا مکروبي شي، نو ناروغي لا پسې سختېږي.
د هغو مېرمنو د سینو په سرونو چې دانې ختلې وي او یا له سینو د سپین رنګه مادې ترشح کېدل (هغه مېرمنې چې ماشوم ته شیدې نه ورکوياحساس کړي، نو سمدستي دې ډاکتر ته مراجعه وکړي.
ـ د پوستکي د رنګ تغیر:
دا ډېره عادي خبره ده او هره مېرمنه په اسانۍ پوهېدای شي چې د پوستکي رنګ یې تغیر کړی دی، خاص ډول ټاپې، په پوستکي کې خالونه د پوستکي د رنګ د تغیر په معنی ديدا د سرطان نښې دي او له ظاهرېدو سره یې باید مېرمنې ډاکتر ته مراجعه وکړي
که له پوستکي مو په ناڅاپي ډول وینه راغله او یا مو پوستکی پمن شو، نو هم ډاکتر ته مراجعه وکړئ.
ـ ستونی درد:
دلته له ستونې درد څخه هدف هغه حالت دی چې مېرمنې په سختۍ سره مړۍ تېرولی شي او ځینې حالت شاید له ډېر درده مېرمنې د ډوډۍ له خوړلو سره مخه ښه وکړي.
ډ‌اکتران وایي، شاید دا د هاضمې سیستم یو مشکل وي او د ستونې سرطان علامې هم بلل کېدای شي، نو ځکه باید مېرمنې زر تر زره ډاکتر ته مراجعه وکړي.
ـ په داسې ځایونو کې د وینې احساس چې هلته باید ونه اوسي:
څېړونکي وایي، که چېرې مېرمنې په ادرارو او فاضله موادو کې وینه وویني، نو باید ځان پرې غلی نه کړي، بلکې شاید د بواسیرو ناروغي ويهمدا ډول که د مېرمنو د دوراني ناروغیو خلاف بل وخت کې وینه وویني، نو باید ډاکتر ته مراجعه وکړي، څو معلومه شي چې د مهبل په سرطان نه وي اخته شوي.
ـ د ګیډې زیات درد او خفګان:
ډاکتران وایي، هره مېرمنه چې کله د ګیډې درد ولري او د خفګان احساس وکړي، نو باید ډاکتر ته مراجعه وکړياکثریت ډاکتران پدې باور دي چې د ګیډې له شدید درد سره خفګان د معدې د سرطان نښې دي، خو دا چې په پوره ډول واضح شي نو باید متخصص ډاکتر ته مراجعه وکړي.
ـ د غذا نه هضمېدل:
که مېرمنې حمل وي او پدغه وخت کې غذا سمه نشي هضم کولای، نو دا له حمل او مېندوارۍ سره تړلې خبره ده، ډېر تشویش دې نه کوي، اما که چېرې په عادي حالت کې مېرمنې له دې حالت سره مخ شي، نو دا د ستونې او معدې د سرطان نښې دي، باید ډاکتر ته مراجعه وکړي.
ـ په خوله کې د تغیراتو احساس:
د څېړونکو په وینا، هغه مېرمنې چې سګریټ څکوي، نو د خولې ظاهري تغیراتو ته دې هم جدي متوجه اوسيد ژبې په سر د سپینو لیکو را ظاهرېدل د خولې د سرطان نښه ده، خو باید مېرمنې په عادي حالت کې په ژبه د سپینو لیکو راښکاره کېدل د سګریټو د څکلو له حالت سره بیل کړي.
ـ دردونه:
د عمر له زیاتېدا سره دا یو عام باور دی چې د وجود دردونه زیاتېږي، خو دومره هم مبهمه نده چې ځینې شدید او مضر دردونه دې تشخیص نشياوږدمهاله دردونه چې مېرمنې ورته هېڅ توجیه نلري د څېړنې وړ دي او باید ډاکتر ته مراجعه وشي.
ـ تبه:
که چېرې مېرمن تبه ونیسي او عامل یې معلوم نه وي، نو شاید له سرطان سره بې اړیکي نه ويد ډاکترانو په وینا، عموماً په لومړیو کې د سرطان د زیاتېدا په حالت کې مېرمنې تبه نیسي، خو تبه یوازې نه وي، بلکې ورسره د زیړي او د رنګ د تغیر احساس هم کېږي.
ـ ستړیا:
اوږدمهاله ستړیا او له کارونو زړه موړوالی د ناروغۍ علامې دي او کله هم چې مېرمنې له داسې حالت سره مخ شي باید ډاکتر ته مراجعه وکړي.
ـ اوږدمهاله ټوخی:
د یخنۍ په موسم کې اکثریت مېرمنې زکام کېږي او یا یې سینه خرابېږي، چې له امله یې ناروغ ټوخېږي، خو که چېرې ټوخی له دریو تر څلورو اونیو پورې اوږد شو، نو بیا باید ډاکتر ته مراجعه وشي.

- محور
بېرته شاته