(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کراچۍ :پوليسو ۵۰۰ افغان کډوال نيولي دي

[14.Feb.2015 - 16:44]

د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې مېشت افغان کډوال وايي پېښور کې په سکول د حملې او د هغې نه پس د سندهـ صوبې په شکار پور سيمه کې امام باړه باندې کې د ځانمرگي بريد نه وروستو پوليسو د کډوالو په ضد عمليات پېل کړي ، او په کراچۍ کې يې تر ۵۰۰ پورې کډوال نيولي دي .

په کراچۍ کې مېشت افغان کډوالو د پوليس لخوا د هغويې د نيولو په ضد د پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ، او مطبوعاتو ته يې خبري غونډه کې هغويې ته راپېښې ستونزې وئيلي دي . د کډوالو د کمېپ مشرعبدالله شاه بخاري وايي د کراچۍ پوليس غېر رجسټرنا بلکې دلته په قانوني توگه استوگن افغانان نيسي ، او ځوروي يې .

وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي ووئيل ، په دويمه فرورۍ دلته په افغانانو اپرېشن شورو شو خلک چې په گاډي کې وو په لار کې وو او که په کور کې وو پوليسو ونيول جېلونو او تهاڼو کې يې بند کړل ، زما په خيال د ۵۰۰ پورې کډوال پوليسو نيولي دي او په دويې کې زيات رجسټرډ دي او د پېښور د ارمي پبلک سکول واقعه چې وشوه بغېر رجسټرډ اکثره لاړه خو دلته رجسټرډ کډوال نيول کيږي .

 نوموړي زياته کړه ډېر داسې کسان ونيول شي چې دلته د پاتې کېدو قانوني سند ورسره وي پوليس ترې پېسې واخلي او بيا يې پرېږدي ، هغه ووئيل افغان کډوال په کراچۍ کې مختلفې خوارۍ مزدورۍ کوي ، خو د پوليس له ويرې وس خلک مزدورو ته نه شي تلی .

د ملگرو ملتونو لخوا د کډوالو دپاره جوړې ادارې يو اېن اېچ سي ار د شمېرې ترمخه پاکستان کې ۱۶ لکه افغان کډوال دويې سره رجسټرډ دي ، چې پکې ۶۶زره په سندهـ صوبه کې مېشت دي او په دغو کې د ۹۰ فيصده نه زيات په کراچۍ کې د کډوالو په کېمپ کې اوسيږي . پاکستان کې د مېشت غېر رجسټرډ کډوالو کره شمېره نه ده مالومه ، ولې د حکومت لخوا دعوه کيږي چې دغه شمېره ۱۰ لکه ده .

د پاکستان حکومت افغان رجسټرډ کډوالو ته د روان کال تر اخره پورې په ملک کې د پاتې کېدو دپاره قانوني سندونه هم ورکړي دي .  

عبدالله وايي د پېښور د پېښې وروستو افغان سفير جانان موسی زۍ د پاکستان د مرکزي حکومت د مشرانو او د سندهـ صوبې وزيراعلی قائم علي شاه او گورنرعشرت العباد سره ليدلي ؤ ، او په خصوصي توگه د صوبايي چارواکو سره يې د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې وې ، او صوبايي چارواکو ورته د کډوالو د ستونزو هوارولو باورهم ورکړی ؤ .

جانان موسی زۍ وزيراعلی ، گورنر او د کراچۍ د مشرانو سره ليدلي ؤ د افغانانو په باره کې دويې اطمنان ورکړی ؤ ، څه غلط فهمي وه هغه لرې کړی شوې وه خو د هغې نه وروستو پته نشته چې څه وشو.

يو بل کډوال حاجي ظاهر وايي ۳۲ کاله وړاندې دلته راغلي يو خو په وروستيو کې پوليسو ډېر تنگول شورو کړي دي .

مريض بازار ته نه شو بوتلی کارډ که ورسره يي هم ترې پېسې اخلي او که ورسره نه وي هم ترې پېسې اخلي جېل ته يې استوي مونږ د پاکستان د حکومت نه وس سخت تنگ يو ، د پاکستان حکومت راسره ډېر ښه کړي دي خو وس مو سخت تنگوي .

نوموړی وايي په افغانستان کې هم لا حالات سم نه دي کنه نور يوه ورځ هم دلته نه پاتې کيږي .

د کډوالو د مشر په وينا غېر رجسټرډ کډوال چې ونيول شي ، پوليس يې په ضد په غېرقانوني توگه د پاتې کېدو مقدمې درج کړي خو کوم کسان چې کارډونه لري هغويې باندې مقدمه هم نه درج کوي هسي د تنگولو دپاره نیول کیږي

فضل عزیز/ډیوه 

- فضل عزیز
بېرته شاته