(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان دې په زور افغان کډوال نه اوباسي

[23.Feb.2015 - 18:47]

  د انساني حقونودساتنې دڅار نړيوالې ادارې (هيومن رائټس واچ) د پاکستان په حکومت غږ کړی ، چې ځايي چارواکو ته  دې امر وکړي ، چې په زور رجسټرډ افغان کډوال بيرته نه ليږي .

هيومن رائټس واچ په خپل يو تازه رپورټ کې وئيلي ، چې د پاکستان د حکومت زمه واري ده چې په ملک کې د رجسټرډ کډوالو پشمول ټولو افغانانو ته د زور زياتي څخه تحفظ ورکړي .

رپورټ کې وئيل شوي چې افغان کډوالو باندې د ځايي حکومتونو لخوا فشار زياتېدو او د هغويي بيرته ستنېدو په لړۍ کې اضافه په داسې مهال مخې ته راغلې ، چې په ۱۶م دسمبر پاکستاني طالبانو پېښور کې په سکول باندې بريد کړی ؤ .

د هيومن رائټس واچ د ايشيا ډپټي ډائريکټر پهيليم کين وئيلي "پاکستاني چارواکو له نه ده پکار چې پېښور کې د طالبانو د ظلم په وجه افغانان د قربانۍ گډوري جوړکړي ، او دوۍ په داسې حالاتو کې په زور افغانستان ته لېږل نه دي پکار چرته چې دوۍ ته نورې خطرې رامخې ته وي " .

د رپورټ ترمخه د پاکستان د درېو صوبو پنجاب ، ازاد کشمير او خېبرپښتونخوا نه زيات کډوال بيرته تللي ، هلته د دويې د نيولو او دويې سره د زور زياتي پېښې هم رپورټ شوي دي .

په دغې تفصيلي رپورټ کې وئيل شوي چې د کال ۲۰۱۴م په پرتله د روان کال فرورۍ د مياشتې په دوه اوونیو کې د افغان کډوالو بيرته ستنېدو لړۍ څو چنده زياته شوې او کډوالو د پوليس لخوا د هغويې د زورولو هم وئيلي دي .

د هيومن رائټس واچ د ايشيا مشر وئيلي ، "پاکستان د افغان کډوالو مېلمستيا کړې او زغملي يي دي خو د کډوالو په زور ويستل به دغه کار پيکه کړي ، حکومت دې د افغان کډوالو د حقونو دفاع وکړي او ځايي حکومتونه دې يقيني کړي چې کډوالو باندې ظلم او د هغويې په ضد انتقامي کاروايي ونه کړي" .

ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره؛ د افغانستان، پاکستان او "یو. ان. اېچ. سي. آر" ادارې تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړه شي

په پاکستان د افغان کډوالو د شکنجې او ځورونې په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته؛ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ ویاند وايي چې

"د افغانستان، پاکستان او د یو این ایچ سي ار اداره به د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې یوه درې اړخیزه ناسته ولري چې په دې ناسته کې د کډوالو په ټولو هغو ستونزو خبرې وشي چې دا مهال ورسره مخ دي؛ په پاکستان کې د افغان کډوالو حضور؛ د دوی بیرته استنولو مساله او په همدې ډول هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري او له ستونزو سره مخ دي؛ نو بناءً په دې ټولو مسایلو به خبرې وشي  

- هيومن رائټس واچ
بېرته شاته