(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پـــل د افغانانو میډیا کې نوی ستوری

[04.Mar.2015 - 18:14]

د افغانستان د میډیا په آسمان کې یو نوی ستوری وځلید. دا ستوری«پل» نومیږي، چې  د یو شمېر لیکوالو په نوښت د تاند ویبپاڼې له خوا یې په خپرونو پیل وکړ. د «پل» د خپریدو په باب د تاند په خبر پاڼه کې داسې راغلي دي:
«د یو شمیر لیکوالو په نوښت د ماشومانو او کورنیو له پاره تاند د پل په نوم ځانګړې ویبپاڼه خپره کړه.   
په دې ویبپاڼه کې د ماشومانو له پاره کیسې، شعرونه، د کورنیو له پاره د ماشوم د روزنې په اړه لیکنې او نور مطالب خپرېږي. ګوندي پل ویبپاڼه د ماشوم د روزنې په برخه کې له کورنیو سره مرسته وکړي.
تاند هیله لري چې لیکوال به هم د ماشومانو له پاره ځانګړې لیکنې او دغه راز د ماشوم د روزنې اړوند موضوعات په خپله دې ویبپاڼه کې خپاره کړي.»
 http://www.taand.com/archives/42590  
لومړني پل ته په کتو سره زه وینم چې دا پل ښه په ځای ایښودل شوی دی او هیله لرم چې زموږ د وطن ستونزې او ټولنیز ګردونه یې بیرته تر خاورو لاندې نه کړي، امید دی چې داسې ونه شي، ځکه چې د وخت غوښتنه همداسې ده چې دا پل د «ترکستان» پر لوري نه دی اوچت شوی، بلکې د یویې هیلې او یو امید پر لوري جګ کړای شوی دی او دا امید او دا هیله نوی نسل دی. 
دا پل به زموږ د ټولنې په ګرد جن او له واورو او خټو ډک چاپیریال کې په داسې نښې بدل شي چې اوسنیو میندو پلرونو ته او نوي نسل ته د نوي ژوند نوي لار په نښه کړي او په چټکۍ سره به پر مخ ځي. د نوي نسل له پاره او د روښانه راتلونکې له پاره.
تر هغه ځایه چې زما څیړنې یې ښيي، د نوي «پل» قلمي همکاران ، با تجربه ، زړه سواندي او مسول خلک دي چې پخوا یې هم په دې برخه کې د پام وړ کارونه کړي دي.
زه په زغرده سره ویلای شم چې دا د تاند او د پل او د هغوی د قلمي همکارانو هغه ستره پانګونه ده چې ثمر به یې لس کاله وروسته، شل کاله وروسته او یو نسل وروسته و څکل شي.
د ماشومانو پالنه، روزنه او کوچنیانو ته د ادبیاتو په نامه یو څه رامنځ ته کول او مخ کې ایښودل، له ډیر پخوا نه اړینه موضوع وه، او کله چې د نوي ژوند او نوې تکنالوژۍ ګامونه ګړندي او نور هم چټک شول، دا غوښتنه لکه خواړه په ورځنۍ اړتیا بدله شوه او دا دی تاندوالو او د هغوی نورو همکارانو وکولای شول چې په دې «پل» سره دا تشه ډکه کړي.
سره له دې چې د «یو ماشوم یوه نړۍ» په نامه د مخکتاب په بڼ کې یو نیالګی د ډاکتر صاحب زغم له خوا ایښودل شوی و،  https://www.facebook.com/mashomrozana 
او ښه پالنه یې هم کوله چې ما یې یادونه «د کوچنیانو ادبیات» د مقالو په سلسله کې کړې ده او تبصره مې هم ور باندې کړې ده چې د مقالو په سلسله کې به راشي، خو«پل»به د «یو ماشوم، یوه نړۍ» پر مخ تللې بڼه وي.  
د ماشومانو د روزلو او د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې چې زه خپلو څیړنو ته ګورم، «پل» د «یو ماشوم یوه نړۍ» په لاره باندې یو بل جوړونکی قدم دی. زما هیله دا ده چې پر افغان ماشوم او افغان کوچني او افغان میندو او پلرونو باندې او د افغانستان په راتلونکې باندې د زړه سوي په خاطرټولو هغو فرهنګیانو چې په دې باب کار کړی او یا د کار هوډ لري، د انفرادي کار تر څنګه، خپلې هلې ځلې د «پل» په چوکاټ کې سره همغږې کړې او د «پل» پر لاره په یوه غږ وړاندې لاړ شي.
د دې نوښت تر څنګه د «پل» مسوولینو سره ښايي چې د کوچنیانو د روزنې، ساتنې، پالنې، سواد زدکړې، لیک لوست زدکړې، ښوونه روزنه  او په پای کې د کوچنیانو د ادبیاتو د برخې فعالین سره منسجم کړي، و یې هڅوي چې نویو کارونو او نویو مسوولیتونو ته له دوی سره اوږه ورکړي او د زمان له غوښتنو سره سم خپل کار تر سره کړي.
د «پل» چلوونکو او قلمي همکارانو ته زما مصلحت دا دی چې دوی په خپل نه ستړي کیدونکي کار سره و کولای شي د پر مخ تللي ژورنالیزم په چوکاټ کې د خپلو ملي، وطني ګټو او کلتور په نظر کې نیولو سره، د ماشومانو او کوچنیانو پاللو روزلو او په هغو کې د هنري ذوق د را پیدا کولو او روزلو په برخه کې او میندو پلرونو ته د مالوماتو او لارښوونو په ورکړه کې، ورځ تر بلې مثبت ګامونه اوچت کړي.
البته چې دا کار دوی یوازې نه شي کولای. زما هیله دا ده چې درنې کورنۍ دې هڅه وکړي چې د ماشومانو د روزلو په برخه کې له «پل» سره قدم په قدم یو ځای اوسي، پر مخ دې ولاړ شي او خپلې پوښتنې، ستونزې او تجربې دې د «پل» له مسولینو سره شریکې کړي او خپلې په ځای نیوکې او لار ښوونې دې نه ور نه سپموي.
له لوستونکو نه هیله دا ده چې هر «پل» ته پام وکړي، ودې څاري او ودې لولي. که میندې پلرونه د خپل راتلونکي نسل د ښه ژوند په خاطر، د جنګي او سیاسي مسایلو له مطالعې نه، ، په لومړي ګام کې د «پل» لوستلو ته پام وکړي، ډیره به ښه وي.
ما چې د ۲۰۱۵ کال د مارچ په دویمه نیټه د «پل» لومړنی نقش د کمپیوتر پر مخ ولید، داسې مې و انګیرله چې زما ملا تړل شوې ده. ډیر ورته خوشاله شوم، زړه مې قوت واخیست او د ماشومانو او کوچنیانو په باب چې ما دیرش کاله مخکې کار پیل کړی و او اوس مې هم هڅې روانې دي، پل مې د دې پروسې یو بشپړونکی ګام وباله. 
ما د ماشومانو او کوچنیانو له پاره له ډیر پخوا نه فکر او کار کړی دی. 
ــ «د کوچنیانو ادبیات»، کتاب، د ۱۳۶۶ کال چاپ،
ــ «پردی چاپیریال او د کوچنیانو د زدکړې مسآله» زما د مقالو لړۍ ده چې تر اوسه یې په ویبسایتونو کې اوه که اته برخې خپرې شوې دي.
ــ «د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر او اوسنی حالت»، تر اوسه شپږ مقالې خپرې شوې دي او نورې برخې یې هم چاپ ته را جوړیږي. 
«پل» ته په کتو سره، د کوچنیانو د ادبیاتو په باب زما څیړنه او کار که اوس رانه نیمګړې هم پاتې شي، یو څوک شته چې دا کار پر مخ یوسي، بشپړ یې کړي او هغه به د «پل» چلوونکي او لارویان وي.
زموږ په هیواد کې:
 څومره ماشومان او کوچنیان د کوڅو سر ګردان دي؟
 څومره ماشومان او کوچنیان شاقه کارونه کوي؟ 
له څومره ماشومانو او کوچنیانو څخه جنسي استفاده کیږي؟ 
له څومره ماشومانو او کوچنیانو سره په هره کورنۍ کې هغه چلن کیږي چې باید ونه شي، 
او نورې دغسې پو ښتنې او ترخه حقایق چې زموږ په ټولنه کې شته او ...
د ماشوم او کوچني په ژوند کې دا ستونزې چا رامنځ ته کړي او چا زیږولې دي؟؟؟ 
دا موږ لویان یو، دا موږ مشران یو چې د ستونزو غرونه د ماشومانو او کوچنیانو په مخ کې ږدو، دا زموږ مشرانو نا پوهي او بیسوادي ده چې ماشومانو او کوچنیانو ته مو دا تورې شپې جوړې کړې دي او ...
زما هیله دا ده چې پل و کولای شي چې د میندو پلرونو او ټولنې ذهن هم د ماشومانو او کوچنیانو په پالنه او روزنه کې رو ښانه کړي او له کوچني او ماشوم سره د چلن په برخه کې نوی ذهنیت ورکړي.
هیله ده چې دې ټولو ستنونزو او پو ښتنو ته «پل» لار و باسي او تیارې کوڅې روښانه کړې.
زه لومړی د تاند مسوولینو ته او بیا ټولو هغو فرهنګیانو ته چې د «پل» د اوچتولو او خپرولو له پاره یې فکر کړی او عملي ګام یې اوچت کړی دی، مبارکي وایم، هیله مې دا ده چې «پل» په ښه او سم لوري اوچت کړای شي.
پای

- پوهندوی آصف بهاند
بېرته شاته