(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپوښتني څوک شته !

[05.Mar.2015 - 11:06]

رحمتي ګیلانوال

دغزني ولایت په ورسیتوکلونوکي دامنیتي ستونزو او ناامنیوهغه تود ډګر دی چي ټول هیوادوال ښه خبر دي ،داستونزي له دباندي دومره نه دی لکه له داخل چي ورته زمینه برابره شویده .داسي ورځ به نه وي چي دغزني په ولایت کي دوژني ،تروراو نوري داسي زړه بوږنونکي پیښې نه وي شوې .
څورلس کلن نظام غزني ولایت ته داسي پاملرنه  نه ده  کړې ، اونه یې داسي سمیزچارواکي ورلیږلي چي وکولای  شي دغزني امنیت  ټینګ کړي ،دټولنیزوخدمتونو او پرمختیایې پروګرامونو دپلي کولو لپاره  اړین شرایط برابر کړي .سیمیزه اداره دتنظیمونو اوسیمیزواړیکو اومصلحتونوترمنځ تقسیم شویده .څوتنه خلګو شړلي ،چاپلوسان ،غوړه مالان ،تمه کار یې سره راټول کړي دي چي دغزني دولس لپاره دولتي  مرستي او نور امتیازات سره وویشي .
دولس په وړاندي خپل  لمړني مسولیتونه هم سرته نه دي  رسولي .دقدرت دساتلو،دلوړپوړو چارواکو دخوښي او دخپلو جیبونو دډکولو لپاره هغه کړني کوي چی زیان یې په مستقیم ډول ولس ته رسیږي ، ورځ تربلي له دولت سره واټن پیداکوي .
امینتي ستونزي دونه ډيري شویدي چي دولایت له مقام سره خلګ په ډاډمن زړه نه شي ګرځیدلای .لري سیمي او لویې لاري څه چي دولایت دمقام په څو کیلومتري کي دطالبانو واکمني چلیږي .
په دې ورسیتو وختونو کي ددولت ترسیوري لاندي خپل سرو وسله والو داسی کړنواوظلمونو ته مخه کړیده چي هر با احساسه افغان ته ټکان ورکوي .څه مهال  وړاندي دغزني ولایت دګیلان ولسوالي یوتن اوسیدونکی چي دمقر غزني پرلار يې ډریوري کوله ،له دې لاري خپلواولادونو ته حلاله روزي برابروله ،دغزني ولایت  دقرباغ  ولسوالي دناني بازار دپولیسودپوستي  ترڅنګ څوتنووسله والوودراوو،  مسافریې کښته او له ځان سره یې نامعلوم لوري ته یووړ.
خلګو فکر وکړ طالبانو وړیده ورغلل دطالبانو له قومندانانو یې پوښتنه وکړه ،ځان يي ناخبره وښود. دپوستي پولیسوویل غلو وړیده . څوورځي وروسته مړی دناني دپوستي خواکي په یوه خوړ کي پیدا  اوموټر ورک شو.کله چي خلګو دپوستي ترخوا دمړي دموندلو په هکله پوښتنه وکړه ،وایې وریدل چي غلو بیولي نوري ډیري پوښتنی مه کوئ په خپله مخه ولاړشئ. خلګو خپل غږ پورته کړ مړی دپوستي ترڅنګ پیداشو داد طالبانو او غلوکار ندی ،مجرم باید پیداشي ،چایې غږوانه ورید.
څو ورځي وړاندي دغزني  ولایت دګیلان ولسوالي دایشان کلااوسیدونکی ډاکتر شاه احمد چي دطب له پوهنځي فارغ شوی په کندهار  کي دستاژ دوره پوره کوله په رخصتي کورته راغلی ،دکلي ترخوايې دوړو دکلي دپاڅون پوسته پرته ده لږوړاندي څوتنو وسله والو ونیو، لوټ يې کړ وروسته يې په ډیره بي رحمانه او ناځوانمردانه ډول شهید کړ.
دمعلوماتو پراساس دمقرامني قومنداني دغه دوه تنه  ونیول چي دوړو دکلي دپاڅون په پوسته کي دنده سرته رسوله دغلو په نامه يې اعلان کړل .چي یو تن   دمقر او بل دقرباغ ولسوالي اوسیدونکي ول .دګیلان په ولسوالي کي دالمړی ځل  نه دی چي بی ګنا ه خلګ وژل کیږ ي.مخکي هم یو اتیا کلن سپينږیری ووژل شو او څوتنه نور وژل شویدی ،تهدیدونه اوځورول خوپه پراخه پیمانه جریان لري.
ددولت ترسیوري لاندي خپلو سرو وسله والوغیر قانوني ،خپل سري اوبې مسولیته کړنې دونه ډيري شویدي چي ددولت ترواکمنی لاندی سیموکي خلګ په ډاډه زړه نه شي ګرځيدلاي .هر ه شیبه دخپلو شتودلوټلو،وهلواوڅورولو ویره کوي .
دغه خپل سري د دولت ترسیوري لاندي وسله والو غیري قانوني عملونه کولای شي چي ددولت اوولس ترمنځ واټن ډیر اوخپل باور له لاسه ورکړي .له دولت خلګ لری اودوسله والومخالفونو دپیاوړتیا سبب وګرځي .
دغزنی ولایت  ولسونوچي په پوره سرښندنه له ټولو ستونزوسره په ټاکنو کي برخه واخستله دنوي حکومت سره هرډول همکاره دي ،دافغانستان دملي یووالي له حکومت ځخه په ټینګه غوښتنه کوي چي دغزنی ولایت ستونزو ته ځانګړي پاملرنه وکړي ،دپورتنیو پیښومجرمین ونیول شي دقانون منګولوته وسپاري .
ـ ددولت ترسیوري لاندي دوسله والو خپل سرودغیري قانوني کړنو مخه ونیسږي .
ـ دغزني ولایت خصوصآ دګیلان ولسوالي دغریبو، ځوریدلو ولسونو دستونزو هوارولوته جدی پاملرنه وکړي .
دغزنی ولایت سیمز چارواکي خپلو مسولیتونو ته متوجه کړي تر څو ددغسی ناوړواوغیر قانوني پیښو مخوی وکړي .
دولت باید له ولس سره دقانون دپلي کولو او دخدمت کړیو ژمنو ته وفادار او په پلي کولو کي جدی ،ګړندی ګامونه پورته کړي .ترڅودولس پردولت باروپیدا او په ګډه دستونزو هوارولوته لاره هواره کړي . پای

- رحمتي ګیلانوال
بېرته شاته