(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پنجاب مدرسې او بهرنۍ مرستې

[07.Mar.2015 - 16:53]

احمدشاه اعظمي- مشال : له پاکستانه خپرېدونکې د انګريزې ژبې ورځپاڼې ((ډان)) په دغه هيواد کې مدرسو ته د بهرنيو پيسو او مرستو ورکولو په اړه اداريه خپره کړې چې ليکي، اوس دا خبره څرګنده شوې چې په پاکستان کې يو شمېر مدرسو ته له بهر نیو هيوادونو څخه مرستې ورځي خو د پنجاب صوبې پوليس په دې لړ کې د سېنېټ کمېټۍ ته متضاد بيانونه ورکوي.

ډان ورځپاڼه ليکي، د روان کال د جنوري مياشتې راهيسې د پنجاب صوبې پوليس د پاستان سېنېټ ته د يوې ساده پوښتنې په ځواب کې متضاد ځوابونه ورکوي چې په دې صوبه کې څومره مدرسې بهرني فنډونه تر لاسه کوي؟ د جنوري په پای کې چې کله نورو صوبو په ګډه د ۲۳ مدرسو لسټ سېنېټ ته ورکړی چې بهرنۍ پيسې يې ترلاسه کړي دي نو پنجاب ويلي و چې په دې صوبه دا ډول هيڅ مدرسه نشته.

تر دې ادعا وروسته د سېنېټ کمېټۍ د پنجاب د پوليسو مشر د سپيناوي لپاره وروغوښتی. د پوليسو مشر پخپله کمېټۍ ته حاضر نشو او خپل يې نماينده يې ورولېږی. دغه نماينده کمېټۍ ته په ځواب کې وويل چې په پنجاب کې ځينو مدرسو د غېر رسمي لارو بهرني فنډونه تر لاسه کړي خو تفصيل يې نه دی مالوم.

نوموړي زياته کړه چې په دې لړ کې دې د تحقيقاتو فيډرالي اداره ((آېف آی اې)) او مرکزي بانک ((سټېټ بېنک)) پلټنې وکړي.

تر دې وروسته کمېټۍ پنجاب پوليس ته د تفصيلاتو راغونډولو او بيا حاضرېدو لپاره يوه بله نېټه ورکړه. د تيرې چارشنبې په ورځ دا ځل د پنجاب د پوليسو مشر پخپله د ترهګرۍ ضد ادارې له يو چارواکي سره د سېنېټ کمېټۍ ته حاضر شو.

نوموړي دا ځل وويل چې په پنجاب کې ۱۴۷ مدرسو بهرني فنډونه تر لاسه کړي دي خو د اقدام وړ استخباراتو د نه شتون له امله دا وخت يوازې پردې مدرسو څار کېدلای شي. دا ډول د پنجاب پوليسو د يوې پوښتنې درې بېلا بېل ځوابونه ورکړل.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، په پاکستان کې هغو مدرسو ته د بهرني فنډونه ورکړه په سختدريځۍ او ترهګرۍ کې رول لوبوي چې په ترهګريزو فعاليتونو کې په لاس لرلو تورنې دي يا د نورو فرقو او عقيدو په ضد تبليغات کوي.

ورځپاڼه په پای کې ليکي، که چيرې قانون پلي کوونکې ادارې د ساده پوښتنو هم تېر ايستونکې ځوابونه ورکوي او په پرله پسې توګه د بې وسه ادعا کوي او له نورو حکومتي ادارو د مرستې غوښتنه کوي نو دا د ترهګرۍ د ريښو په ختمولو کې د کمزورۍ څرګنده مثال دی.

- احمد شاه اعظمي.
بېرته شاته