(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پر استاد جهاني د شکیبا لفظي برید دي محکوم سي

[02.Apr.2015 - 18:27]

بینوا ډاټ کام : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته؛ د هیواد د لوی نامه او محترم شخصیت استاد عبدالباري جهاني په نوماندېدلو؛ ځینو کورنیو متعصبو کړیو او کلتوري یرغلګر ګاونډي هیواد ایران د استخباراتي ارګانونو؛ اندېښنه احساس کړې ده

 له دې امله؛ تېره ورځ، په ولسي جرګه کي د کندهار یوې استازې شکیبا هاشمي پر استاد جهاني د لفظي بریدونو هڅي پیل کړې. نوموړې بې له دې چي کوم پرځای دلیل او یا سند وړاندي کړي؛ یواځي د سپکاوي کوښښ وکړ.
د افغانستان پر اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  په تېرو لسیزو کي د ایران لخوا د هر اړخیز تسلط هڅه سوې ده، ډېر کله پر دغه وزارت د مخدوم رهین واک د ایران په خوښه وو خو د کریم خرم سره هم د ایران ستونزه ایراني استازو پر مخ وړله چي هغه یو ملي افغان وو. داچي استاد جهاني د افغانستان د فرهنګي ودي او ارزښتونو د ساتني لپاره وړ شخصیت دی ځکه یې نو ایران د هر اړخیز مخالفت هوډ لري
له بلي خوا د ایران د استازو پارلماني وکیلانو دریځ هم هر وخت څرګند سوی دی چي هغه څه کوي؛  کوم  چي د ایران لخوا ورته ویل کیږي. شکیبا هاشمي ټول عُمر په ایران کي تېر کړی دی، په اوسني موقف کي ایران مرسته ورسره کړې ده او د مذهبي تړاو له وجي د ایران استخباراتي پروژې پر مخ وړي.
په دې توګه د ګران هیواد د لوی فرهنګي شخصیت او درانه شاعر استاد جهاني په هکله د شکیبا ناسم دریځ د زغملو وړ نه ګڼو او د کندهار پر خلکو ږغ کوو چي د خپلو مدني هڅو له لاري د شکیبا د ملي ضد دریځ مخه ونیسي.
په همدې هیله 
د بېنوا ویبپاڼي مشر
خالد هادي

- خالد هادي
بېرته شاته