(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محور ورځپاڼه؛ زموږ د وخت سراج الاخبار

[07.Apr.2015 - 19:13]

سبا چهارشنبه د حمل نولسمه  (08.04.2015)د محور ورځپاڼې وروستۍ ګڼه چاپیږي!   فهیم کریم

هغه ورځپاڼه چې په خپلو څلور کلنو خپرونو( نشراتو) کې یې په سیاسي تفکر او ولسي روشنفکرۍ کې د ژورنالیزم د یوې لویې اکاډمۍ هومره نقش لوبولی دی.
محور اکاډمي وه. د سیاسي روښانتیا او ولسي شعور په ویښتابه کې یې ونډه تر بلې هرې فکري چارې زیاته وه! خپل نشرات یې تل د افراطیت، تشدد، فساد او غیرانساني کړنو پر وړاندې تاریخي اساس لري او خپاره کړي اسناد او لیکنې به یې د اوس مهال د سیاسي تاریخ مهمه برخه وي.
د استاد ملګري اباسین بریال، خالد نجیم او د ورسره ځوان ژورنالیست کادر موجودیت په یوه داسې نشراتي کتله کې بې ساری تصادف و. ټول ملګري د فکر، عمل او انساني شعور له مخې استثنايي شخصیتونه و.
د محور پای ته رسېدل دا ثابتوي چې دلته فکري هڅې څومره عمر لري. [ولوکه؛ د بعضي کسانو په اصطلاح پروژه‌يي هم وي]… د فکر لپاره کار همدومره سخت دی، چې څومره فکر کولای شئ!
د افغانستان تړل شوی، پلورل شوی او په نورو منافعو پورې وابسته ژورنالیزم، (محور) له لاسه ورکوي، داسې یو محور چې سیاسي روښانتیا، فکري ویښتیا، مسلکي ژورنالیزم او په ټوله کې د ملي ګټو او انساني اقتدار یې ته یې کار ویلی و.
د یو داسې کس په صفت چې حداقل څو شېبې د فکري رسنیو په چلولو کې بوخت یم، د محور کار او هڅې راته تر هر څه مقدسې او سپېڅلې وې. پر پای ته رسېدو یې خواشینۍ یم، خواشینۍ څه چې له زړه مې یو خدای خبر دی چې د یوې داسې رسنۍ د بندیدو شاهد یم چې زما لپاره په رسنیزه مبارزه کې یې ایډیال حیثیت درلود!

[له خدایه غواړم چې د محور بندېدا یوازې یوه نشراتي تجربه وي او هر څه ژر بېرته پیل شي… آمین]

- فهیم کریم
بېرته شاته