(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د « پښتو ستونزې او دهواري لارې ېې »

[08.Apr.2015 - 21:11]

خبرتېــا 
دروانې مېاشتې (اپرېل ) پهٔ څلرويشتمه نيټه ( ۱۲ ــ ۱۵ ) بجو ، د « پښتو ستونزې او دهواري لارې ېې »
تر نامهٔ لاندې سره ناسته لرو ؛ او لاندې ستونزې سره شربل کېږي .: 
۱ــ د زده کړې لوری ( تعليمي نصاب ) : الف : د ( سٔ ) ېا ( سْ ) نخښه د ( ږ ) او ( ښ) پهٔ څېر د ختيزې او لويديزې وېنا ستونزه هوارولی سي . لاندې ېې ساري دي . : 
سٔته ، راسٔه = شته ، راشه = سته ، راس . 
دا زما پهٔ غاړه ده (زهٔ مسـءولېت لرم ) چې دا وواېم ، چې زما کوچنی پهٔ کوټه کې ، کله چې اوري ېا لولي 
( شته ) نو دهغهٔ دپاره دا بېخي پردی دی ؛ او پهٔ همدې توګه پهٔ دا بل ډول ېې پهٔ پېښور کې .
ب : دا رښتېا ده ، چې تر وسه هيچا ، لومړی زهٔ او بېا پوهان او همدا رنګ ناپوهان ډېر وار ناسمه پښتو ليکو 
۲ــ عربي توري دپښتو تورو تر څنګ پهٔ بل ډول وډل سوي دي ، او د زده کړې پهٔ لوري (تعليمي نصاب ) کې دې هم دپښتو له تورو وروسته پهٔ خپله دود شوې کچه ونډه واخلي . دقاعده بغدادي چې (۱۳۰۰) کلونه وړانې وډل شوې بدله او پهٔ نوې اوغاني توګه دې کره سي . ېانې د ( ټا ، ټې ، ټو ؛ ډا ، ډې ډو ؛ .... ښا ، ښې ، ښو ، ...) اوازونه دې ورواچول شي . ېا زموږ تعليمي او ديني پروګرامونه دې د « دموکراسۍ وال » نهٔ راته جوړوي . 
۳ــ د ( هٔ ) اواز پهٔ هيڅ ډول لهٔ پامه نسي لوېدلی . 
۴ــ ( ی = ه ې ) او ( ۍ = هٔ ې ) دتورو پهٔ لړ کې نهٔ راځي ، ځکه دا دوه غږي دي . 
. ئ لهٔ سره دمنلو نهٔ ده 
۵ــ پښتو ېواځې دوه ( ي ،ې ) ېاګانې لري 
ـ)ته نخښې پهٔ پام کې نيول سوي دي o ,u ,w درې ډوله ( و
ددې تر څنګ به نورې وړې غټې هم وڅېړل شي 
۶ــ دلاتېن اوسانسکرت نوې وډنې او دپښتو سره اړېکي 
زهٔ ( جرمني کولن کې) دټولو مېلمنو دپاره تېاری لرم . کهٔ دکابل ،کوټې او پېښور سرکار دپښتو سره پهٔ رښتېا لږ هم څهٔ کول غواړي ، زهٔ تېار ېم . .
پهٔ ځانګړې توګه به دجرمني اوغانان اوجرمنېان خپر کړم . د سوېډن ورونو ، لطيف جان بابي ، ... او ټولو ته به ډېر خوښ سم . لهٔ لندن څځه راتلل هم دومره ستونزمن نهٔ دي ، او ګټه ېې ډېره ده . پهٔ اروپا کې که څوک ځان دپښتونپالو ګوندونو غړي بولي ، نو کومې ورځې ته ګوري 
؟ دوې مخکې زهٔ ورپسې !
دا غونډه دويډېو د ډکولو دپاره نهٔ ده . 
راځۍ ددې زورېدلي ولس لهٔ کبله ځان لهٔ دروغجن نومېاليتوب څخه وژغورو .
پورتنۍ و ستونزو ته پهٔ ېواځې توګه وږه ورکوم . کهٔ دکابل او کوټې ـ پېښور ټيکداران لږ هم لاس راکړي زهٔ به بختور ېم ، خو ګومان نهٔ کوم . دهرچا سره ، هرچېرې سپېناوي ته هم تېار ېم ، خو لهٔ پښتو نهٔ سم ورته تېرېدلی . 
دا ليکنه به دنټ دپاڼو سنډرډ برابره نهٔ وي او لېدلی سي خوره هم نهٔ شي ، خو بېا هم ورلېږل کېږي . 
اذاجآءنصر الله والفتح .................... » امين «
پته او وخت :
( دجمعې ورځ ) لهٔ دولسو بجو تر پنځلسو بجو .Freitag
Gleuer Str.371 
تلیپون : o221-43 38 44
 لاسي تلیپون 015776654833

 

- Shinwari Pekhawrai
بېرته شاته