(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داعظم خان هوتي پر مړینه د غمرازۍ پیغام

[16.Apr.2015 - 19:42]

په ډیره خواشینۍ  خبر شو چې دعوامي نيشنل ګوند فعاله غړی او دپښتونخوا سوبې دپخواني وزيراعلی امير حيدر خان هوتي پلار  سناتور اعظم خان هوتي  د خپلې ورپېښې ناروغۍ له امله د٦٨ؤ کلونو په  عمر لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړي

 انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد اعظم خان هوتي په ٢٧م اپريل ١٩٤٦ کې دمردان ديو سياسي مشر او خدائي خدمتګار  او د باچا خان نزدې ملګري ښاغلي امير محمد خان کره زيږيدلى ؤ.هغه مردان کې دبابا په نوم شهرت لرلو.

 ارواښاد اعظم خان هوتي  لومړنۍ زده کړې درسالپور څخه ترلاسه کړى ، دايچ سن کالج لاهور څخه يې دايف ايس سي کولو وروستو دگورنمنټ کالج نوښار څخه دگريجويشن ډگري ترلاسه کړې وه.

اعظم هوتي  کال ١٩٦٧ء کې دپاکستان پوځ کې کميشن ترلاسه کړى ؤ، د١٩٧١ء پاکستان اوهند جگړه کې هغه دکيپټن په حيث گډون کړى ؤ، خو په کال ١٩٧٢ء کې يې دپوځ ملازمت پريښودو اؤ دنيشنل عوامي پارټۍ( نيپ) دپليټ فارم څخه يې دسياست اغاز وکړو.

په نيپ دبنديز له امله دنورو مشرانو پشان اعظم هوتي هم دجلاوطنۍ په ژوند مجبور شو اؤ کله چې نوى گوند عوامي نيشنل پارټي جوړه شوه نو په  بنسټ ایښودونکو  مشرانو کې يې اعظم خان  هوتي هم شامل ؤ، هغه داى اين پي د دځوانانو د ډلې  « ننگيالي پښتون» بنسټ ایښودونکو له ډلې څخه  ؤ.

هغه په کال ١٩٩١ء اؤ د١٩٩٧ء په ټولټاکنوکې دعوامي نيشنل ګوند په ټکټ دولسي جرګې غړى اؤ دوه ځله دمواصلاتو وزير پاتې شوى ؤ.

 اعظم خان هوتي  ديوې اوږدې مودې راایسې د سرطان «کينسر» په ناروغۍ اخته ؤ  اؤ هغه تيره ورځ  په ۱۴ اپرېل ۲۰۱۵  دطبيعت دخرابيدو له امله  هسپتال ته وړل شوى ؤ چرته چې هغه  ساه ورکړه.

اعظم خان هوتي په کال ٢٠١٢م کې  دشپږو کلونو لپاره سينيټر منتخب شوى ؤ اؤ دخپل گوند سره داختلافونو له امله دسياسي هلو ځلو څخه لرې پاتې شوى ؤ، اعظم خان  هوتي دپخواني وزيراعلي  حيدرهوتي پلار ،دبيگم نسيم ولي خان رور  اؤ دعوامي نيشنل پارټۍ دمشر اسفنديارولي خان ماما ؤ.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پشتون سوشل ډیموکراټیک پارټی)  اراوا ښاد  سناتور اعظم خان هوتي  ته د لوی خدای « ج » له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوي او درنې  کورنۍ ،  ښاغلي امیرحیدرخان هوتي ،  مور بي بي نسيم ولي خان  اؤ اسفنديارولي خان ،خپلوانو   اودعوامی نشنل ګوند  سره پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼي

روح دې ښاد وي

- PSDP
بېرته شاته