(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار دبې ګناه انسانانو په وینو سور

[18.Apr.2015 - 19:16]

د ننگرهار ولایت  مرکز جلال اباد کې يو ځانمرگي بريد کې لږ تر لږه ۳۳ کسان شهیدان شوي او د ۱۰۰ نه زيات نور ټپیان دي .

د راپورونو ترمخه دغه خونړی بريد نن د خالي (شنبې) په ورځ د ۲۰۱۵ ع کال  داپریل د میاشتې په اتلسمه نېټه د کابل بانک مخې ته شوی چې د بانک مخې ته  دولتي مامورین  تنخواه اخيستو ته را ټول  شوي وو .

د ننگرهار ولایت  امنیه قوماندان  فضل احمد شېرزاد بريد کې د ۲۲ شهیدانو او ۵۰  ټپیانو پخلی کړی ، او وئيلي دي په شهیدانو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي او زياتره عام ملکي وگړي پکې په هدف شوي دي .

خو د ننگرهارد روغتون مشر ډاکټر نجيب کاموال د ۳۳ شهیدانواو د ۱۰۰ نه زياتو ټپیانو پخلی کړی . نوموړي زياته کړې په روغتون کې بيړني حالت په ځايې کړی شوي او د ډېرو ټپیانو روغتيايي حالت مرگونی دی .

امنیه قوماندان  فضل احمد شېرزاد وئيلي چې ځانمرګی برید ګر په موټر سائيکل راغلی او د بانک مخې ته يې ځان چولی دی .

د راپورونو تر مخه وسله والو طالبانو په بريد کې لاس لرل رد کړي ، خو د شاهدالله شاهد په نوم يو کس چې ځان يې د داعش ډلې وياند معرفي کړی ، وايس اف امريکا ته يې په ټيليفون وئيلي چې بريد د دويې يو ملگري کړی او تر ۱۵۰ پورې نظاميان يې پکې وژلي دي .

راپورونه وايي په جلال اباد کې د ځانمرگي بريد وروستو د اطلاعاتو او فرهنگ رياست سره نزدې د ډولکي بابا په نوم يو زيارت کې چاؤدنه شوې ، او دوه ماشومان پکې ژوبل شوي دي 

- پښتونخوا
بېرته شاته