(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل: مطبوعاتي بلنه

[21.Apr.2015 - 15:55]

کابل : دوشنبه، حمل۳۱، ۱۳۹۴
د ننګرهار پر قتل عام او هیواد پر نورو خونړیو پيښو او د جګړې او سولې پر مسایلو خبري کنفرانس
د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن د ټولو ملي او نړېوالو رسنیو او اړوندو ادارو استازو ته په هغې خبري کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکوي چې په کې به د جلال اباد پر قتل عام او د هیواد د نورو خونړیو پيښو او د تش په نامه ملي وحدت د تپل شوي حکومت، د سولې او جګړې پر ګڼو ابعادو خبرې وشي.                                                                      

د افغانستان د ویاړلي ولس په استازیتوب د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن، سیمه ييزې شوراګانې، ‌ټولنيز، علمي او فرهنګي سازمانونه او شخصیتونه راتلونکې پنجشنبه او جمعه د بې دفاع قربانیانو په وير د ملي ماتم ورځې اعلانوي او پنجشنبه به په کابل عيدګاه او جمعه به په ټول هیواد کې د فاتحو مراسم ترسره شي.                                              
د خبري کنفرانس وخت او نيټه: د ماسپښین ۱:۳۰ تر ۲ بجې، سه شنبه، د ثور ۱، ۱۳۹۴
ځای: د مصیبت ځپلو او بې ځایه شویو شورا دفتر، د حضوري چمن غربي لوری، د قالین پلورنې مارکيټونه، فردوسي برج، الف(A) دهليز، اخرنی منزل.
برېښلیک: [email protected]، ‌۰۷۸۸۱۶۱۸۵۳ 

- FACS
بېرته شاته