(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسلام ځانوژنې او انسانوژنې ته اجازه نه ورکوي

[22.Apr.2015 - 18:59]

نجیب الله الوخیل 

دخوست لسګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو د وسلوالو له لوري د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې وروستي ترهګریز بریدونه چې د ګڼو ملکي خلکو د مرګ ژولې لامل شول وغندل او دا ډول بریدونه يې د اسلام له دین سره په ټکر کې وبلل.

دوی د دولت وسلوالو مخالفینو څخه د سولې له بهیر سره د یو ځای کیدو غوښتنه وکړه او د افغان امنیتي ځواکونو څخه يې ملاتړ اعلان کړ.

د غونډې ګډونوالو وویل، چې افغان سرتیري د خلکو د سر او مال ساتنه کوي، نو ټول خلک باید د خپلو سرتیرو څخه حمایت وکړي.

په هغو ځانمرګو بریدونو او بیلابیلو پیښو کې چې په دې وروستیو ورځو کې په خوست، جلال اباد، بدخشان او مزارشریف کې ترسره شوې، لسګونه افغانان په کې مړه او ټپیان شول.

یاده غونډه چې د چهارشنبې په ورځ خوست کې د یاد ولایت د مرکز او ګڼو ولسوالیو د دیني عالمانو او قومي مخورو په ګډون جوړه شوې وه، د خوست د عالمانو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي يې موخې او هدفونه مشال راډيو ته داسې په ګوته کړل:

«کومه غونډه چې ملایانو، قومي مشرانو او جهادي شخصیتونو جوړه کړې وه، دا البته په دریو خبرو باندې وه، یو دا چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې په ځانمرګو بریدونو کې ډېر هېوادوال شهیدان شول، دې خلکو دا کارونه وغندل، دې سولې په اړه يې وویل چې دا کوم وروڼه چې خفه شوي دي، دا باید بیرته خپل هېواد ته راستانه شي او خپلو وطنوالو سره په ورورولۍ، اتحاد او اتفاق باندې ژوند وکړي او همدارنګه علماوو او قومي مشرانو د امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

د مجاهدینو د شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ د دیني عالمانو او قومي مشرانو غونډې ته وویل، چې د شرعي محاکمو د حکم پرته د چا وژل او یا ګواښل په اسلام کې منع او حتی حرام دي:

»مسلمانان انسان وژنه پرته له محکمې نه غندي او د اسلام سره يې په ټکر کې بولي، هېڅ دلیل او مشروعیت د دې له پاره نشته، چې تر څو جرم ثابت شوی نه وي، محاکمو د اسلام شرعي دلایل پیش کړي نه وي، څوک پورته کیږي، وژني يې یا يې تهدیدوي، اسلام کې دا ټول شیان ناجایز، ناروا او حرام دي

دیني عالم مولوي بخت جمال وویل، چې اسلام مسلمان ته د ځان یا بل کس د وژنې او مال د خوړولو اجازه نه ده ورکړې:

»کله چې یو څوک په اسلام مشرف شي، تاته دا اجازه نه درکوي، چې څوک مړه کړه، هېچا ته د ځانوژنې اجازه نه ورکوي، پرته د اجازې نه د پردي مال د خوړلو اجازه نه ورکوي

د خوست د دیني عالمانو او قومي مشرانو د غونډې په وروستۍ برخه کې یو شپږ ماده ییزپریکړه هم تصویب شو، په پریکړه کې هم راغلي ول، چې دوی په جلال اباد، مزارشریف، خوست او نورو سیمو کې د وسلوالو له لوري وروستي ترهګریز بریدونه غندي، د ټول ګټو ځایونو سوځول او د وسلوالو له لوري د ملکي خلکو یرغمل کول حرام بولي او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

د یو بل خبر له مخې د خوست موزیم چارواکي وايي، چې یاد موزیم مناسبه وداني نه لري او د دې موزیم ډیری لرغوني اثار د زیانمنولو له ګواښ سره مخامخ دي.

دوی وایي، چې په دې موزیم کې تر باختري دورې پورې لرغوني اثار شته، خو د دې اثارو د مسلکي او فني ساتنې له پاره تر اوسه کوم اساسي کار نه دی شوی.

د خوست موزیم لرغوني توکي او نور لاسي صنایع د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یو دفتر په لرګینو الماریو کې کېښودل شوي دي.

دې موزیم د اثارو د خوندي کولو له پاره که له یوې خوا فني او اساسي ځای نشته، بل لوري ته د سیلانیانو له پاره هم دا ځای ډیر کوچینی دی.

کله چې په ډله ییز ډول محصلان او یا زده کوونکي د موزیم د کتنې له پاره ورځي نو هغوی ته په دې ډول د اثارو لیدل ډېر ستونزمن وي.

د سېشنبې په ورځ د خوست موزیم مشر حبیب محمد مندوزي مشال راډیو ته وویل، چې د موزیم ځای مناسب نه دی او اثار يې هم د زیانمنیدو له ګواښ سره مخامخ دي:

«په دې موزیم کې تقریباً څلور سوه قلمه تاریخي اثار او لاسي صنایع موجود دي، چې موږ په لرګینو الماریو کې ځای پر ځای کړي دي، دغه تعمیر د اثارو او لاسي صنایعو له پاره نه دی جوړ شوی، نو موږ د اطلاعات او فرهنګ وزارت نه دا هیله لرو، چې موږ سره د موزیم د تعمیر په جوړولو کې مرسته وکړي

د مدني ټولنې غړی انور زاهد وايي، که چیرې په خوست کې معیاري موزیم جوړ شي، نو د اثارو د ساتنې تر څنګ به په سیلانیانو کې هم ډیروالی راشي:

«دا چې موزیمونه د تیرو پيړیو یو ژوندی انځور دی، نو له دې امله ځانګړی اهمیت لري، نو په همدې توګه که د خوست موزیم په فني او مسلکي توګه جوړ شي، یو به هغه خلک چې په کورونو کې اثار لري د اثارو سپارلو ته تشویق شي او بل لوري ته به يې سیلانیان هم ډېر شي

ازاد خبریال محمدزمان نظري وايي، دا چې په افغانستان کې رسنۍ او ټکنالوژي اوږده سابقه نه لري، نو دلته د تېرو پنځوسو کالونو اثار، همدارنګه چاپي رسنۍ، ویډیوګانې، غږونه او انځورونه هم ځانګړی اهمیت لري، نو موزیم او ارشیف ته د دا ډول توکو په سپارلو سره به ډیر خلک ورڅخه ګټه پورته کړي.

د محمدالیاس په نوم یو خوستی ځوان بیا له خوست میشتو ځوانانو او خلکو غوښتنه کوي، چې د لرغونو اثارو د کتنې له پاره دې موزیم ته ور شي.

د یادونې وړ ده، په خوست کې د لرغونو اثارو د موزیم او شته ارشیف تر څنګ یو شمېر داسې سیمې هم شته، چې لرغوني اثار په کې لیدل شوي دي، په تیرو کالونو کې په دا ډول ځایونو کې په پټه کیندنې شوي او ورڅخه ترلاسه شوي اثار ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق شوي، خو تر اوسه هم د دې اثارو او کانونو د ساتنې له پاره د اړوندو ادارو له خوا د پام وړ کار نه دی شوی.

- مشال
بېرته شاته