(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد عزيزالله واصفي د فاتحې خبرتيا

[04.May.2015 - 19:07]

د مخور سياسي شخصيت ارواښاد عزيزالله واصفي د فاتحې خبرتيا

انالله و انا اليه راجعون

د افغانستان د کرني او مالدارۍ پخوانی وزير او سياسي شخصيت عزيزالله واصفي د روان ۲۰۱۵ ع کال د مۍ د میاشتې په دریېمه نېټه په کندهار کي د ۸۸ کلنۍ په عمر په ناڅاپي توګه په حق ورسېدئ.
نوموړی د محمد ظاهر شا د پاچاهۍ د دموکراسۍ په لسیزه کې دوې دورې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو وکیل و.
د سردار محمد داود خان په جمهوریت کې یې د ننګرهار د والي او د هیواد د کرنې د وزیر په توګه عالي دولتي مناصب درلودل او همدا راز د ۱۳۵۵ لمريز کال د لويې جرګې مشر وو.
د جهاد په دوران کې یې د مجاهدینو ملګرتیا وکړه او په وروستیو درېوو لسیزو کې په هیواد کې د سولې او ثبات د تامین او د خلکو د سوکالۍ او نیکمرغۍ له کلکو پلویانو او مبارزانو څخه و.
نوموړي د امريکا په متحده ايالاتو کي د خپلي کورنۍ سره ژوند کاوه ، پرون د می پر لومړۍ نېټه له امريکا څخه کابل او نن د می پر دوهمه نېټه کندهار ته په يو شخصي سفر تر راستنېدو څو ساعته وروسته د خپل زوی عزت الله واصفي په کور کي په ناڅاپي توګه په حق ورسېد.

په کندهار کي د فاتحې خبرتيا:

د ارواښاد واصفي جنازه د يکشنبې په ورځ ( د می د مياشتي دريمه) ماپښين د باباولي په هديره کي خاورو ته سپارله سوه، فاتحه يې د راتلونکي پنجشنبې په ورځ د کندهار د خرقې شريفي په مسجد کي اخستل کېږي.

په اروپا کي د فاتحې خبرتيا:

حاجي محمد نادر واصفي، حاجي محمد قاهر واصفي او حاجي عبدالودود واصفي ورېرونه.
حاجي محمد ظاهر د ورور اخښی.
محمد امين الکوزی د خور زوی.
شاکر واصفي، جاويد واصفي، حفيظ الله واصفي، شفيع الله واصفي، محمد اصف واصفي، زمری واصفي او عبدالتواب واصفي لمسيان.
دوستانو ته خبر ورکوي چي د ارواښاد عزيزالله واصفي فاتحه د می د مياشتي پر نهمه نېټه د شنبې په ورځ د ماپښين د 14:00 بجو څخه د ماځيګر تر 16:00 بجو پوري د بلجيم د انټ ويرپن په ښار کي پر لاندي پته اخستل کيږي.

ادرس:
Turkse Moskee
Everaerstraat101
2060Antwerpen-Belgium

د معلوماتو د پاره ټيلفون شمېرې:

په بلجيم کي:
محمد قاهر واصفي 0032493977565
عبدالودود واصفي 0032493369888

په هالنډ کي:
شاکر او جاويد واصفي 0031684551111

د عزيزالله واصفي کورنۍ له خوا

- د عزيزالله واصفي کورنۍ
بېرته شاته