(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ايراني يرغل پر وړاندې ملي غبرګون

[06.May.2015 - 12:57]

درنو افغانانو، ايران مو نه مني! هويت مو نه مني، جغرافيه مو نه مني، تاريخ مو نه مني، فرهنګ مو نه مني او بالاخره زموږ وجود نه مني!
زموږ د تباهۍ لپاره وسلې او ماينونه رالېږي، څوک مو د چاقبرو په نامه په دار ځړوي، څوک مو  په سخته ورځ او ساړه ژمي لوڅ لپړ له خپلې خاورې راشړي او څوک مو هم د پولې پر سر ډله ډله وژني!
زما د هويت، زما د تاريخ، زما د فرهنګ او زما د جغرافيې پر ضد يې څوک په ارګ کې راته کښېنولي، څوک يې په رسنيو کې اخېستي، څوک يې په دانشګاه!؟ کې ګومارلي او څوک يې هم د «جامعه مدني» په نامه پارولي!
پرون يې زموږ ملي ژبه، سرود او اصطلاحات نه منل، نن له افغانيته منکر دي او سبا به مې وطن نه مني!
خو زموږ چارواکي په رډو رډو ورته ګوري! د چا سترګو ته د پيسو کڅوړې درېږي، څوک په خپلو چوکيو ډارېږي او څوک هم د يو څو اجيرو زورواکو له بلوا څخه وېرېږي!
خو د وطن اصيل بچيان او رښتيني افغانان نور د حکومت په تمه لاس تر زنې نه شي کښېناستی، بلکې له خپل يووالي، ملي هويت او ارزښتونو به په خپله دفاع کوي او په کلکه به دفاع کوي!
د هېواد اصيلو بچيانو! راځئ چې لاسونه سره ورکړو او د ايران د هر راز يرغل پر وړاندې په کلکه او يو موټی ودرېږو او دا ورته وښيو چې افغانان که د هرې سيمې، هر قوم، هرې ژبې او هر مذهب دي، خو افغانان دي او په ګډه سره به له خپلو ملي ګټو او ارزښتونو دفاع کوي.
په همدې موخه تاسو ته بلنه درکوو، چې د ايراني يرغل پر وړاندې د ملي غبرګون ملا وتړئ او راتلونکې پنجشنبه د سهار ۹ بجې د ايران سفارت پر وړاندې لاريون کې برخه واخلئ.

د راټولېدو ځای: د نوي ښار يا شهر نو پارک
د راټولېدو وخت: پنجشنبه ( د غويي ۱۷)، د سهار ۹ بجې
د اړيکو شمېرې: ۰۷۷۷۲۶۷۲۶۷، ۰۷۰۰۶۷۰۵۵۲
په درنښت

د ملي ګټو او ملي ارزښتونو د ساتنې ملي سنګر افغان ملي غورځنګ

- Ajmal Hodman
بېرته شاته