(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لاریون پرېکړه ليک

[06.May.2015 - 17:07]

ايراني يرغل پر وړاندې ملي غبرګون د لاریون پرېکړه ليک

درنو هېوادوالو! تاسې پوهېږئ چې ايران زموږ له هويت، زموږ له تاريخ، زموږ له فرهنګ، زموږ له جغرافيې او بالاخره زموږ له وجوده منکر دی او څه باندې دوې لسيزې کېږي، چې زموږ پر هېواد يې يو نا اعلان شوی هر اړخيزه ترهګريز، سياسي، فرهنګي، مذهبي او اقتصادي يرغل پيل کړی دی.
ايران زموږ د تباهۍ لپاره ترهګر روزي، وسلې او ماينونه رالېږي، څوک مو د چاقبرو په پلمه په دار ځړوي، څوک مو  په سخته ورځ او ساړه ژمي لوڅ لپړ له خپلې خاورې شړي او څوک مو هم د پولې پر سر په بې رحمۍ سره ډله ډله وژني!
د ايران لويه حيله او حربه دا ده چې زموږ تر منځ د قوم، ژبې، سيمې او مذهب په نامه نفاق ته لمن ووهي او بيا خپلې فاشېستي موخې پلي کړي. زما د هويت، زما د تاريخ، زما د فرهنګ او زما د جغرافيې پر ضد يې څوک په ارګ کې راته کښېنولي، څوک يې په پارلمان کې راته ګومارلي، څوک يې په رسنيو کې اخېستي، څوک يې د دانشګاه!؟ لپاره توظيف کړي او چا ته يې هم د «جامعه مدني» په نامه دنده سپارلې! همدغه خلکو پرون زموږ ملي ژبه، سرود او اصطلاحات نه منل، نن له افغانيته منکر دي او سبا به مې وطن نه مني!
له بده مرغه ايران اوس د دې وړتيا موندلې چې د خپلو اجيرانو په مرسته زموږ ملي يووالی او ملي ثبات وګواښي او کولای شي حتی د يوې اصطلاح پر سر لوی اړودوړ او بلوا ته لمن ووهي. خو زموږ چارواکي دغو ټولو دسيسو ته يوازې په رډو رډو ګوري! د چا سترګو ته د پيسو کڅوړې درېږي، څوک په خپلو چوکيو ډارېږي او څوک هم د يو څو اجيرو زورواکو له ګواښونو څخه وېرېږي!
خو د وطن اصيل بچيان او رښتيني افغانان نور د حکومت په تمه لاس تر زنې نه شي کښېناستی، بلکې له خپل يووالي، ملي هويت او ارزښتونو به په خپله دفاع کوي او په نره به دفاع کوي!
په همدې دليل موږ تر ټولو مخکې پر افغان مېړني ولس غږ کوو، چې افغانستان د خپل تاريخ له ډېرو حساسو شېبو تېرېږي. ګاونډيان ډېره هڅه کوي زموږ تر منځ په بېلا بېلو نومونو او پلمو نفاق واچوي او په خپله ګټه مو استعمال کړي.
 راځئ چې د  دښمن د  دسيسو پر وړاندې ځانونه ويښ کړو، د يوه واحد افغان ملت په توګه ټولو پرديو لاسوهنو او په ځانګړې توګه د ايران او پاکستان پټو او ښکاره تېريو ته د ملي يووالي په روحيه ځواب ووايو.
راځئ يرغلګرو ته دا وښيو چې افغانان که د هرې سيمې، هر قوم، هرې ژبې او هر مذهب دي، خو افغانان دي او په ګډه به له خپلو ملي ګټو او ارزښتونو دفاع کوي.
موږ د  همدغه لاريون له لارې پر افغان دولت غږ کوو، چې:
۱ – د ايران او پاکستان پر سفارتونو بايد کلکه څارنه پيل شي او ټول هغه شکمن کسان چې له اړتيا پرته دغو سفارتونو ته تګ راتګ کوي، تعقيب شي او پلټنه ترې وشي.
۲ – دولتي چارواکي  بايد ايران ته له بې پوښتنې سفرونو منع شي او که چېرې کوم تنظيمي يا سياسي مشر يا قومندان ايران ته سفر کوي، بايد د سفر د موخې په اړه تحقيق ترې وشي.
۳ – هغه پوهنيز، رسنيز او ديني مرکزونه چې د ايران يا کوم بل هېواد د نفوذ شک پرې کېږي، بايد د ځانګړو پلټنو په ترڅ کې يې د تمويل منابع، نصاب او تدريسي مواد وکتل شي. که چېرې د پرديو لاس پکې ثابت شي بايد سمدستي وتړل شي او مسوولينو ته يې سزا ورکړل شي.
۴ – د بيان د آزادۍ په پلمه بايد د افغانستان ملي ارزښتونو او ملي يووالي ته زيان ونه رسېږي. هغه رسنۍ چې په څرګند ډول د پرديو د ګټو لپاره کار کوي او زموږ د ملي هويت، ملي يووالي، ملي ګټو او ارزښتونو پر وړاندې تبليغ کوي، بايد د باصلاحيته کميسون له خوا وتړل شي او جواز ترې واخېستل شي.
۵ – په ډېرو پوهنيزو مرکزونو او حتی کابل پوهنتون کې اوس د دري ژبې ځای ايرانۍ فارسي نيولی او لامل يې دا دی چې په درسي نصاب کې د ايران تدريسي مواد کاپي کېږي. زموږ زياتره هېوادوال له دې اړخه جدي ستونزې لري او دغې ستونزې ته باید سمدستي توجه وشي.
۶ – هېڅ دولتي يا نادولتي  بنسټ بايد حق ونه لري، چې له ايران څخه په مستقيم ډول مرستې ترلاسه کړي. لومړی خو بايد د ايران له هر ډول مرستو ډډه وشي، خو که چېرې ايران له خپلو کرغېړنو پلانونو لاس اخلي او غواړي خپل روغ نيت څرګند کړي، د افغانستان له دولت سره دې په رسمي ډول مرسته وکړي چې دولت د خپل پلان، اړتيا او لومړيتوبونو له مخې ګټه ترې واخلي.
۷ – د ايران پر ټولو تحصيلي بورسونو دې بنديز ولګول شي. په زړه پورې دا ده چې ايران په خپلو ښوونځيو کې زموږ پر ماشومانو بنديز لګوي، خو بيا په ډېر سخاوت يو شمېر ځانګړيو کړيو ته په قم او نورو ورته مرکزونو کې تحصيلي امکانات برابروي.
۸ – د مالوماتو له مخې همدا اوس په قم کې په لسګونه زره افغانان په زده کړو بوخت دي، چې ډېر زر به يې يو شمېر د سپاه پاسداران د استازو په توګه افغانستان ته راولېږل شي. موږ کلکه غوښتنه کوو، چې د قم تحصيلي اسناد بايد په افغانستان کې نا چله اعلان شي او هر هغه افغان چې په ايران او پاکستان کې شخصي تحصيل هم کوي بايد له افغان دولت نه رسمي اجازه ترلاسه کړي او له هغې  پرته يې بايد تحصيلي اسناد بې اعتباره وګڼل شي او د افغانستان په حساسو ادارو کې يې له استخدام څخه ډډه وشي.
۹ –  څرنګه چې ايران اوس په سايبر ټکنالوژۍ کې لوی لاس لري او له دغې ټکنالوژۍ څخه د استخباراتي موخو لپاره پراخه ګټه اخلي، د افغانستان دولت او خلک بايد په دې برخه کې ډېر محتاط اوسي او له هر ډول ايراني سختکاليو ( هارډ وير) او پوستکاليو (سافټ وير) له پېرودولو او کارولو ډډه وکړي.
۱۰ – موږ افغان دولت ته  نور حق نه  ورکوو، چې د افغانستان د ملي ګټو، ملي ارزښتونو، ملي هويت او د افغانانو د حيثيت په بيه ايران او د ايران بې ننګه ګوډاګيانو ته باج ورکړي. که چېرې تر دې وروسته افغان دولت د ايران د لاسوهنو مخنيوی ونه کړي او په ايران کې د  خپلو مهاجرينو له حقونو دفاع ونه کړي، زموږ مدعي به افغان دولت وي.
۱۱ – له همدې لاريون څخه په اغتنام موږ هغه اخلاقي انحرافات چې پدې وروستيو کې د مدني هڅو په نامه نندارې ته وړاندې کېږي او يا په بېلا بېلو پلمو زموږ اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی کېږي، په کلکه غندو او هغه د مدني ارزښتونو سپکاوی او نقض ګڼو.
 موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې د مدني ټولنې له آدرسه اسلام او افغاني ارزښتونو ته سپکاوی وکړي او يا د ځانګړيو پروژو له مخې زموږ د مسلمان ولس پر عقيده او احساساتو لوبې وکړي.
موږ د ايران پر حکومت غږ  کوو، چې:
۱۲ – افغانانو د اسلام او د ټولې سيمې د خپلواکۍ لپاره د پرديو يرغلګرو پر وړاندې ډېرې لويې قربانۍ ورکړې دي او نن سبا د خپل تاريخ سختې ورځې تېروي. افغان ولس به په دې سخته ورځ کې نه د چا ښېګڼه هېره  کړي او نه هم د چا بدګڼه. که چېرې له  موږ سره د اسلامي ورورۍ لېوالتيا لرئ، نو زموږ د ورورۍ غيږه درته خلاصه ده، خو  که چېرې تاسې زموږ د وېشلو او اېلولو  نيت په سر کې لرئ، نو موږ هم اړ يو چې يو ځل بيا هوتکي او ابدالي تورو ته لاس کړو او د ګرګين په څېر مو یو ځل بيا پزه پر خاورو وموښو. دا مه هېروئ چې موږ د شاه محمود او سيدال خان او  آزاد خان لمسيان يو.
۱۴ – موږ په ايران کې د افغانانو ځورول، نيول، اعدامول، په غير انساني ډول له  خپلې خاورې شړل او همداراز له پوښتنې پرته پر پوله د افغان لارويانو وژل په  کلکه غندو. دا هغه چنګيزي جنايتونه دي، چې تاريخ به يې هېر نه کړي. موږ خبرداری درکوو، چې که چېرې دغه ډول جنايتونه بيا  تکرارېږي، موږ به يوازې د خپل دولت پر احتجاج بسنه ونه کړو، بلکې د تلافۍ پر جدي لارو چارو به غور او عمل وکړو.
په درنښت

د ملي ګټو او ارزښتونو د ساتنې ملي سنګر

افغان ملي غورځنګ

- افغان ملي غورځنګ
بېرته شاته