(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ملي ثبات ټولنه جوړه شوه

[09.May.2015 - 15:06]

ضیاٰء الحق امرخيل

درنو هېوادولو؛ خويندو او وروڼو 
افغان ملت که له يوې خوا په خپلواکۍ، پرمختګ او ثبات مين ملت دی، له بلې خوا يې د تاريخ په اوږد کې له بې اتفاقۍ، د يو او بل له نه زغم، په واحد محور له نه راټولېدو او يو لړ نورو ستونزو او تېروتنو هم سترګې پټېدای نه شي، چې دغو ناخوالو په ټولېز ډول د يوې باثباته ټولنې او هېواد د رامنځته کېدو مخه ډپ او بنده کړې ده.
زموږ په ټولنه اوسني حاکم شرايط او واقعيتونه، دا که موږ په خپله خوښه د ځانونو له پاره رامنځته کړي او که د نورو له خوا راباندې تپل شوي دي، ټولو ته ښه معلوم او د درک وړ دی، چې له بده مرغه نه مو اکثريت سياسي ګوندونه، نه مو مدني ټولنه، نه مو ټولنيز سازمانونه او نه مو هم حکمي او حقيقي اشخاص په هغه شان چې بايد وي، دي. ډېری ټولنيز او مدني جريانونه او خوځښتونه مو د صعود، تکامل او خدمت د ځانګړتیاوو د لرلو پر ځای د نزول،  زوال او شخصي ګټو تر لاسه کولو په رنځونو اخته دي.
دا چې د پورته ذکر شويو ستونزو او ناخوالو هواری او د دغه زړه بږنوونکي سياسي او غيرسياسي حالت بدلون په تېره بيا د يووالي، سولې او ثبات تأمين ځانګړی فکر، تدبير او عمل غواړي او دغه کار د رښتينو هېوادنيو ټولنيزو سازمانونو او مدني مؤسسو په چوکاټ کې د ژمنو، ازمايل شويو، پوهو او روښانه کسانو په نظم او انسجام سره کېږي، نو د ټول هېواد په کچه مو د ۳۴ ولايتونو د زر ګونو تنو درنو مشرانو، ملي څېرو، مخورو سپين ږيرو، علمي کدرونو او ژمنو ځوانانو سره تر کابو نهه مياشتنيو منظمو او مقطع يي هر اړخيزو  تخنيکي، مدني او ولسي سلا مشورو  وروسته د ملي ثبات ټولنې د رامنځته کولو تابيا او پرېکړه وکړه، چې د ۱۳۹۴ لمريز کال د غويي پر ۷مه نېټه مو د مدني ټولنې په چوکاټ کې د ګڼ شمېر باشعوره او ژمنو افغانانو په پراخ ګډون او مخلصانه ملاتړ او همکارۍ د افغانانو په تېره بيا ځوانانو د راوېښولو، راټولولو، تنظيمولو او پراختيا د ملي سنګر (ملي ثبات ټولنې) د رسمي فعاليت جواز تر لاسه او د کابل په مرکزي دفتر کې مو چارې پيل کړي.  
ملي ثبات ټولنه د اسلام د سپېڅلي دين د اساساتو او د هېواد د اساسي قانون او نورو نافذو قوانينو د احکامو په رڼا کې په هېواد کې د سولې، ثبات، هوساينې او ملي يووالي د ټينګښت او لاغښتلتيا له پاره هلې ځلې کوي. همدارنګه د افغاني ولسواکۍ د ارزښتونو ځواکمنتيا، په مهمو ملي مسايلو کې د نظر او دريځ لرل، څرګندول او عملي کول، د ملي بنسټونو ملاتړ او پياوړتيا، له فساد سره مبارزه، د ټولنيز عدالت او ملي يووالي تأمين، کلتوري بډاينه، متوازن او متناسب پرمختګ، له افراط، تفريط، تعصب او نورو ډول ډول ټولنيزو رنځونو سره مبارزه، د ځوانانو زده کړه او روزنه، د ښځو او ماشومانو د حقوقو ملاتړ او په ټوله کې د هوسا او سوکاله ژوندانه زمينه برابرول نور هغه اهداف دي، چې ملي ثبات ټولنه يې د تحقق له پاره منظم پلانونو او پروګرامونه لري او د ژمنو ځوانانو په بالقوه ځواک او پياوړو مټو او د ملي شخصيتونو په هر اړخېزو  همکاريو او مدبرانه لارښوونو سره به يې يو په بل پسې ترسره او بشپړوي.  
موږ د خپلې ټولنې د موجوده وضعيت په بدلون، سمون، رغون او پرمختګ کې د نورو مسؤلو ارګانونو او ادارو ترڅنګ د مدني ټولنو او بنسټونو شتون او اغېزناک رول اړين بولو او نه يوازې داچې د واقعي مدني ټولنې په رامنځته کېدو ټينګار کوو، بلکې له رښتينو وګړنيزو، ټولنيزو او مدني سازمانونو او بنسټونو سره، ملي ګټو ته د درناوي او د هغو د ساتلو په شرط، د همکارۍ، همغږۍ، اړيکو لرلو او ګډو چارو پرمخ بيولو لېوالتيا هم لرو او له ټولو وروڼو او خويندو څخه په خورا درنښت هيله کوو، چې له دغه ملي خوځښت سره په فکري، آګاهانه او مسؤلانه يوځای کېدو، له يوې خوا هغه لاځواکمن او پراخ کړي او خپلې علمي او مسلکي تجربې او طرحې پرې ولوروي او له بلې خوا  په هېواد کې د يووالي، سولې او ملي ثبات د ټينګښت او ملت ته د هوسا او سوله ييز ژوندانه په برابرولو کې خپل ټولنيز مسؤليت ترسره کړي.
په نږدې راتلونکې کې پر کابل سربېره په نورو زونونو، ولايتونو، ولسواليو او ناحيو کې هم د څانګو او دفترونو د لرلو او پرانستلو هوډ او تکل لرو، چې ستاسو له پراخ ملاتړ او همکارۍ پرته دا کار هم ناشونی دی. نو د ټولنې غړيتوب ترلاسه کړئ او په ټول معنوي قوت سره مو د خپلې ټولنې (ملي ثبات ټولنې) ملاتړ وکړئ او وار دمخه ټولو افغان هېوادوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وايو.
په درنښت
د ملي ثبات ټولنې مشرتابه ضیاالحق امرخيل

- ضیاالحق امرخيل
بېرته شاته