(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هېواد د فساد په پنجو کې

[20.May.2015 - 19:05]

لیک: عزت الله ځواب

زه هغه قلموال غندم، چې د چارواکو په دربارونو کې پراته دي، کله د يو لالا صفتونه کوي، کله د بل.

دا خلک په غونډو او مشاعرو کې هم لکۍ خوځوي او چارواکي نور هم بې لارې کوي!

د همدغه چاپلوسو ليکوالو ملګرتيا ورسره وه، چې جنګسالاران يې بيا په خپلو خرو سپاره کړه!

همدغه ژورناليستان وو چې ځناور او د خلکو قاتلان يې د بازسازۍ قهرمانان او د هېواد اتلان کړل!

تر هغې چې د ونډه لرونکو لاسونه له دولته لنډ نه شي، د قانوني حکومت جوړېدل خوب او خيال دی.

تر اوسه چې د ملي وحدت حکومت کومې ټاکنې کړي. ټول په تېرو ۱۴ کلونو کې چارواکي يا له چارواکو سره تړلې کورنۍ دي.

دې دېرش کورنيو د دېرش ميلونه وګړو په حق خېټه اچولې، دا صاحبان سره له دې چې دلته په هر ښار کې لوی لوی کورونه او جايدادونه لري، ټول په بهر کې اوسېږي او بهرنيانو ته د جاسوسۍ اوږد تاريخ لري.

په دې کې شک نه شته چې دا ولس پاک دی او دا څلوېښت کاله له هرې خوا ووژل شو، خو اوس يې هم هېواد د فساد په پنجو کې دی.

تر هغې چې د ريسانو، واليانو ، وزيرانو ، فرهنګي تجارانواو نورو خاينانو کورونه په اسلام اباد، دوبۍ، کاناډا او ډنمارک کې وي، زمونږ د عوامو وينه به بې ارزښته وي.

که دوی رښتيا افغانان، مسلمانان او انسانان وي ، نو بيا ولې په خپلو اولادونو په اکسفورډ کې زده کړې کوي او مونږ او زموږ بچيان په جنګونو کې وژني؟

که په دوی کې لږ هم سړيتوب وي، نور دې له لنډه غر توب راوګرځي. په ځان پسې دې ټوپکمار نه ګرځوي او د ولس په منځ کې دې د ولس په شان ژوند وکړي!

که په دوی کې لږه هم حيا وي، نو له خلکو دې د کړو جنايتونو بښنه وغواړي او د ولس په زخمونودې نوره مالګه نه دوړوي!

هغه چې د خپلو شخصې ګټو لپاره د دوی ستاينې او مدحې کوي، د دې حالت په دوام او د دې واکمنو په بقا کې ونډه لري.

خجالت باید وباسي!

 

- عزت الله ځواب
بېرته شاته