(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانان دبازانو بچیان دي خو...

[20.May.2015 - 19:19]

افغانان دبازانو بچیان دي خوروزنه دچرګوړو دبچیانو ورکول کیږي ولي ؟

لیکنه:ـ زمری څرګند

افغانان دنړۍ پرمخ هغه ځلانده مخکښه غیرتي اوپه کار پوه ډله ده چي که په حقیقت کښی کار پروسي دنړۍ ډیر افتخارات او ویاړني به له همدې اشخاصو څخه وي ځکه افغان انسان دنړۍ دنورو انسانانو غوندي یو انسان دی ولي هغه حقیقي درد اواحساس چي افغان انسان لري فکر نکوم چي په همدغه اندازه دي دنړۍ نور انسانان ولري نوپه لهاظا ویلای سو چي په هره برخه کښي افغانان ښاغلي دی داچي اوس افغانان په ډیر بد ډول نړۍ ته معریفي سوي دی دابیاپه حقیقت کښي دپردیو طوطې دي چي پرافغانانو تپل سوي دي داځکه افغانان ډیر په زړه صفا خلګ دي خوهمدا دزړه دصفاوالي علت دي چي نړۍ ورته تل لومي ایږدي خیر په هرصورت که پرافغانانو کار وسي دذهنیت لوړوني په برخه کښي ښه وروزل سي داتاریخ ثابته کړې چي لومړي مقام به ددوی وي ولي دا په اثبات رسیدلي خبره ده چي افغانان دبازانو زامن دی تل دخپلو مشرانو پرپله پل ایږدي ولي نور نړۍ نه غواړي چي دا ستره قوه دي ترقۍ وکړي ځکه هرهیواد خپلي شخثي ګټي ویني نو ځکه دبازانو په نامه دچرګوړو روزنه ورکوي نړۍ وایي موږ دافغانستان لپاره دومره بودیجه ځانګړې کړه او ورکوو یي خو په اصل کي دا بودیجه دبازانو په نامه دچرګوړو پرخوراکه مصرفوي ځکه موږ یي په اوسنیو وختونو کښي ښکاره مثالونه لرو زموږ دځوان نسل لپاره نمایشي پروګرامونه جوړول ، په ماضي شیانو په میلونونو پیسې لګول اوبس چي همدا لامل دی چي هیڅ نتیجه نه ورکول کیږي او ټولي پيسی پرغیري نورو لارو ځي نوپکار وه چي یاخو له لویه سره  که نړۍ دا ټکي دځانه سره یاداښت کړي وای چي باید افغانان چي قوي نسل دی باید قوي وساتو ځکه افغانان دنړۍ سره هرډول  اړیکوته لبیک وایي او خورا به ډیره ښه او پراخه سینه ورسره اړیکي پالي البته په هغه صورت کښي چي دې قوم ته د دوستۍ ښه پوره تضمین ورکړل سي خو نه نه نړۍ نه غواړي چي داسي وسي بلکي نړۍ دافغانانو په دربدرۍ کښي خپلي ګټي لټوي لکه اوبه خړي که اوماهي ونیسه خو موږ ځوان نسل به دامفکوره لرو چي افغانان دبازانو زامن دی او دبازانو روزنه به له خپل غیرتي تاریخه اخلي او دتاریخ هره پاڼه به په ډیره  مینه اړوي او له هرعنوان څخه به یي یو ډیر ښایسته یاداښت اخلی ترڅو ژوند یي تل داوچت اوسرلوړي هیواد پرپوله وي نه داچي دبهرنیانوپه روزنه دچرګوړو روزنه وویني.

- زمری څرګند
بېرته شاته