(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پرمختللو پوهنتونونو زده کوونکي ولې ترهګري کوي؟

[22.May.2015 - 19:16]

شاهین بونیری

په پېښور پوهنتون کې تاسو وګورئ په هاسټلونو کې داسې لټریچر خپرېږي چې هغه سختدریځۍ ته لار هواروي.

تېره اونۍ د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ادعا وکړه چې په کراچۍ کې په اسماعیلي شییعه ګانو په برید او د بشري حقونو ساتونکې سبین محمود په وژنه ککړ کسان يې نیولي دي ــــ دغه شان حکومتي چارواکو وویل چې نیول شويو کسانو د هېواد له ډېرو معیاري پوهنتونونو زده کړې کړې دي او په مالي لحاظ هم پیاوړي دي.

تراوسه ډېرو څیړنکارانو فکر کاوه چې ګنې د ټولنې د ښکته طبقو ځوانان د خپلو محرومو له کبله د سختدریځۍ پر لور ځي ـــــــــــ او یا دا چې ډېر وسله وال له دیني مدرسو زده کړې کوي خو ــــــ په اسلام اباد کې د یوې څېړنېزې ادارې مشر ډاکټر اشرف علي وايي ــــ په سیمه کې د بې قرارۍ او د ریاست د پالیسیو له کبله اوس د سختدریځۍ فکر د ټولنې ټولې برخې اغېزمنې کړې دي.

« تر دې مخکې که موږ وګورو که د ستمبر یوولسمه پیښه وه او که په میډرډ او لندن کې ترهه ګر بریدونه ول ــــ نو په هغو کې ککړ د ډېرو لویو تعلیمي ادارو لکه له لندن سکول اف اکنامکسه فارغ شوي ول. او که چیرې په پاکستان کې د بهر ملکي خبریالانو په وژنه کې ککړ خلک ول نو هغوی هم له لویو پوهنتونونو زده کړې کړې وې. د ترهه ګرۍ یوه وجه نه ده، مختلف احساسات دي ـــ د ترهه ګرۍ وجه یوازې غریبي یا د پیسو نیشتوالې نه دی»

په پېښور کې د بشري حقونو ساتونکې دفاع کوونکې ثنا اعجاز وايي ـــ په ټول هیواد او په خصوصي توګه خیبر پښتونخوا کې زدهکوونکو ته داسې نصاب ښودل کیږي چې ورسره یو خو هغوی له خپل تاریخه ناخبره پاتې شي او بل خوا داسې ذهنونه يې جوړ شي ــــــ چې وروستو بیا د مذهبي سختدریځو هم خیال او ملګري جوړ شي.

«په پېښور پوهنتون کې تاسو وګورئ په هاسټلونو کې داسې لټریچر خپرېږي چې هغه سختدریځۍ ته لار هواروي. د مذهبي سیاسي ډلو د زده کوونکو سازمانونه د کتابونو مېلې کوي چې ډېر کتابونه د نفرت او تشدد تبلیغ کوي. تاسو نن په پوهنتون کې د موسیقۍ یوه غونډه جوړه کړئ نو د دغه ډلو خلک به مو ورته پرېنږدي. او دا خبره خو په ریکارډ ده چې د موسیقۍ غږولو له کبله په زده کوونکو تشدد هم شوی دی او وژل شوي هم دي.

 آیا تعلیمي ادارې د نوي کهول خسمانه داسې کوي چې هغوی په راتلونکې کې د خپلې خاورې په ابادۍ او پرمختیا او سولې پر ځای کولو کې څه کردار ولوبوي؟ په دې اړه د سیاسي او ټولینزو چارو کارپوه ډاکټر خادم حسین وايي ــــــــــ له بده مرغه د امن او خېرښېګړې تعلیم خورول د ریاست په ترجیحاتو کې نه دی شامل ــــــــ ډاکټر خادم حسین نور وايي:

«په کاغذونو کې خو د پالیسۍ جوړولو عمل خو بهرحال شته خو چې کله عمل ته راشي نو داسې ښکاري چې پالیسي هډو شته نه. داسې ښکاري چې د پاکستاني اسټیبلیشمنټ تصور داسې دی چې په تعلیم پیسې لګول او هغې ته وده ورکول، او د هغې د خلکو حفاظت کول او هغه په امن سره مخکې بوتلل او د هغوی د ذهني او جسماني امنیت خیال ساتل ورته فضول خرڅي ښکاري. د دې په ځای که یو ټوپک واخلي، بم جوړ کړي یا میزایل جوړ کړي نو هغه ورته ډېر مهم کار دی. او له دې سره يې هېوادپالنه او مینه تړلې ده.

په پاکستان کې له یوې مودې د دیني مدرسو او تعلیمي ادارو په نصاب کې د اصلاحاتو غوښتنه کیږي خو د ریاست ځینې پالیسیو او مذهبي ډلو د مخالفت له کبله دغه اصلاحات تراوسه عملي شوي نه دي.

بلخوا د ډیوه ریډیو د فضل عزیز دخبر له مخې د پاکستان د سندهـ صوبې چارواکي وايي په صنعتي ښار کراچۍ کې یې د شيعه اسماعيلي مسلک سره تعلق لرونکو ۴۵ کسانو او یوې غېردولتي ادارې مشرې سبين محمود د وژنې په تور کې یو شمېرکسان نیولي دي . چارواکي وايي نیول شوي کسان چې نورو پېښو کې هم ککړ وو ، اعلي تعليم يافته دي .

 د کراچۍ پوهنتون د څيړنې د څانگې (پاکستان سټډي سنټر) مشر ډاکټرسيدجعفراحمد وايي په پاکستان یا نوره نړۍ کې د اعلی تعليم يافته ؤ ځلمو انتهاپسند يا ترهگر جوړېدلڅه نوې خبره نه ده .

وايس اف امريکا ډيوه ريډيوه سره خبرو کې جعفراحمد ووئيل ، دا وخت د نړۍ په سرمذهبي انتهاپسندۍ ته دکتنې نه معلومېږي چې سخت دريزي يواځې د روايتي او قبائيلي ټولنو نا نه راووځي او نه یواځې په دينې مدرسو کې داسې کيږي بلکې په مغربي تعليميطبقو کې هم دغه شان عکسونه لیدل کیدلې شي ، هغه وايي که څه هم په امريکا او يورپ کې ديني مدرسې نشته خو بیا هم هلته مذهبي تُندلاريتوب موجود دی .

 ډاکټرسيدجعفراحمد وايي "پاکستان کې دغه څيزونه مخې ته راتلل شورو شو نو دا ډېره د حېرانېدو خبره نه ده ځکه چې دغې انتهاپسندۍ غونډه ټولنه گېره کړې ده او نه يواځې لرې پرتې کليوالې او روايتې ټولنې ، بلکې دا لړۍ اوس تر مرکزي ښارونو ته رارسېدلې ده ". 

څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې د شيعه اسماعيلي فرقې سره تعلق لرونکو کسانو په ډک بس حمله کې ۴۵ کسان وژل شوي او د غېردولتي ادارې ټي ټواېف مشره تېره مياشت په هدف کړی شوې وه .

د سندهـ صوبې اعلي' وزير قائم علي شاه دوه ورځې وړاندې ېوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي وو چې د اسماعيليانو او سبين محمود په وژنه کې ککړ نيول شوي کسان اعلی تعليم يافته دي ، چې پکې سعدعزيز نومې کس د کراچۍ د وتلې تعليمي ادارې ائي بي ای نه پاس دی ، حافظ ناصر د کراچۍ پوهنتون نه په اسلامي علومو کې ماسټري کړې ده ، او محمداظهرعشرت په کراچۍ کې د سرسېد انجينيرينگ پوهنتون نه د اليکټرانک انجينيرينگ زده کړې کړي دي ، او يواځې طاهرمنهاس پکې لسم پاس دی .

د کراچۍ د پوليسو د ترهگرۍ د مخنيوي د څانگې (سي ټي ډي) مشر راجه عمرخطاب مطبوعاتو ته وئیلي چې سعدعزيز، دي سېکنډفلور"ټي ټواېف" نومې غېردولتې ادارې مشرې سبين محمود د وژنې مرکزي کردار دی ، هغه دوه ځله وزيرستان ته تربيت له هم تلی ؤ ،  او د ټې ټواېف په غونډو کې يې گډون هم کړی دی .

د پوليس افسر په وينا سعدعزيز تفتيش کارو ته وئيلي دويې سبين محمود ځکه وژلې چې هغې د لال مسجد د مشرمولوي عبدالعزيز په ضد کمپائن چلولو .

دغه رنگ پوليس افسر وئيلي چې په نيول شوؤ کسانو کې محمداظهرعشرت د  کراچۍ د مالدارې کورنۍ سره تعلق لري او تُندلاري به د هغه په کور کې پټېدل ، او درېم حافظ ناصر به د تُندلارو او د هغويې د کورنو ترمينځ رابطې ساتلې ، او طاهرمنهاس چې په اسماعيلي فرقه د حملې مرکزي کردار دی د کال ۱۹۹۹م  نه د ترهگرۍ په پېښو کې ککړ دی او نورو درې واړو د ۲۰۰۷م نه دغه کار پېل کړی دی  .

د راجه عمرخطاب په وينا دغه تُندلارې ډله چې په ۳۵ غړو مشتمله ده د دويې ځيني غړي د کراچۍ نه علاوه په حيدراباد کې هم د ترهگرۍ په پېښو کې ککړ پاتې شوي ، او دويې په کراچۍ کې په امريکايي ډاکټره، رېنجرځواکونو او بوهري فرقې باندې هم حملې کړي دي .

د کراچۍ پوهنتون سيدجعفراحمد وايي ، مذهبي انتهاپسندي د پاکستان اعلی تعليمي ادارو ته رارسېدلې ده او دا لړۍ چې د تېرو ۸، ۱۰ کالونو راهسې راروانه ده ورځ په ورځ نوره سېوا کيږي ، پکار ده چې مخنيوې يې وشي .

نوموړی د مذهبي انتهاپسندۍ او ترهگرۍ د مخنيوي طريقې څه په دې ډول وړاندې کوي ، "پوځي طاقت کارول ختمي ځواب نه دی  د دې په ضد د طاقت د استعمال نه وروستو هم ډېر کارونه کول پکار دي ، لکه د تعليم نوې طريقې، د ټولنې اصلاح، بنيادي اسانتياوې ورکول او نورې" ....

نوموړی وايي په ښارئیزه علاقو کې هم تعليمي نظام ته بيا کتنه پکار ده، نوی نصابتیارول او د زده کړو طريقې بدلول پکار دي او د ټول ملک تعليمي ماحول بدلېدل پکار دي. د دې ترڅنگ په قامي کچه د بيان بازۍ لاره سمول پکار دي کومه چې د ميډيا د لارې په اُولس ورتپل شوې ده -

د کراچۍ پوليس چارواکي وايي د شيعه اسماعيليانو او سبين محمود په وژنه کې د نيول شوؤ کسانو په اړه پلټنې کوي چې تړاؤ يې د کومې تُندلارې ډلې سره دی .

دغه راز د ترهگرۍ د پېښو سره مخ هېواد پاکستان اووه ښارونه په نړۍ کې د سختو خطرو سره مخ څلور شپېته ښارونو کې شامل شوي دی- دَ و ي رسِک ادارې گلوبل رِسک انالسیس یعني د نړيواله خطرې د څیړنې رپورټ واېي د پښتونخوا سرښار پېښور د سختوخطرو سره مخ ښارونو کې په اُوم نمبر او د کړکېچ ځپلې صوبې بلوچستان سر ښار کوئټه په نهم نمبر دی- دواړه ښارونو کې پښتانه اباد دي او زیاتره کاروبارونه هم پښتانه کوي – د پاکستان سرښار اسلام اباد د خطرو سره مخ ښارونو کې په څلورڅلوېښت نمبر دی-  

په پېښور کې تیر کال د دسمبر په شپاړسمه طالب وسله والو په یوه بوږنونکې حمله کې د سکول یو سل څلور څلوېښت تنکو  ماشومانو په گډون یوسل پنځوست کسان وژلي وو – ددغه پېښې وروستو د پاکستان حکومت په هیواد کې د تر هگرو خلاف  د قامي تگلارې جوړلولو اعلان کړې ؤ –

په پېښور کې د ډیوه ریډیو خبریال مدثر شاه د دکاندارانو او عامو خلقو نه د اوسني خطرو په سر پوښتنې کړي دي- د قيصه خوانۍ بازار د دوکاندارانو صدر شیخ عبدالرزاق واېي حکومت ورته د خپلو څوکو لپاره د څوکیدارانو ساتلو ویلي خو واېي تحفظ ورکول د حکومت زمواري جوړیږي-

د پېښور په ېونیورسټۍ روډ د سورلیو په تمه ولاړ د ټیکسي ډرائېور نیاز علي واېي چې سحر د کوره اوځي نو د بیرته روغ ستنیدلو دعاگانې غواړي- په قیصه خوانۍ کې د چائیو خرڅونکې یو تن زبیر شاه واېي وس ورته ډیر کم گاهکونه راځي واېي زیاتره خلق کلو بانډو ته خپلې سوداگانې خرڅولو له ځي

 څیړونکي  واېي په هېواد کې ترهگرو ته په مکمله توگه ماتې ورکول ځکه اسان نه دي چې حکومت د ترهگرو په اصلي ځاله لاس نه اچوي-

په سرښاراسلام اباد کې د انسټي ټيوټ اف پاليسي سټډیز څیړنکار او پخوانې پوځي چارواکې بریگیډیر سید نظیر د ډیوه ریډیو خبریالې رابعه پیر ته ویلي دي حکومت د ترهگرۍ څانگې پيسکې نيسي او اصلي ونې ته لاس نه اچوي-

و ي رسِک د تیر کال د فرورۍ د مياشتې نه را په دیخوا د نړۍ د دیارلس سوه ښارونو او کاروباري مرکزونو څیړنه کړې او د ترهگرو د حملو او چاودنو په سر یې رپورټ تیار کړې دی-

 د عراق سر ښار بغداد د نړۍ تر ټولو خطرناکه ښار گرزول شوی دی چې پرې درې سوه اتیا حملو کې یولس سوه یو څلوېښت کسان وژل شوی دي – د سختو خطرو سره مخ ښارونو کې د منځني ختيز اوویشت او ایشیا نولس ښارونه شامل دي.

   سورس ډیوه/مشال

- شاهین بونیری
بېرته شاته