(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

میرکل د نړۍ تر ټولو پياوړې مېرمن

[27.May.2015 - 19:13]

TRT PASHTOد جرمني د هېواد لومړۍ وزيره انګېلا مېركل د فوربس د مجلې لخوا د پينځم ځل لپاره د نړۍ د تر ټولو پياوړې مېرمن په توګه وټاكل شوه.

د فوربس نامتو مجلې لكه د تېرو كلونو په څېر سږ كال هم د “ د نړۍ د ۱۰۰ پياوړو مېرمنو لست“ خپور كړ.
پدې لست كې د جرمني د هېواد لومړۍ وزيرې انګېلا مېركل د پينځم ځل لپاره لومړى مقام خپل كړ. د يادولو وړه ده چې مېركل د تېرو لسو كلونو راهيسې پدې لست كې د لومړيو لسو كسانو په كتار كې شامل ده.
پدې لست كې د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې هيلاري كلنټن دويم ځاى خپل كړ. كلنټن چې په ۲۰۱۶ كال كې د امريكا د ولسمشرۍ ټاكنو ته يې خپله نوماندي هم اعلان كړې ده د تېر كال په پرتله پرمختګ كړى. كلنټن تېر كال په لست كې شپږم ځاى درلود.
د نړۍ د ۱۰۰ پياوړو مېرمنو په لست كې د تركيې نه هم يوه مېرمن شامله ده. دا مېرمن چې ګولر سبانجي نوميږي او پانګه واله هم ده په لست كې يې ۷۰م ځاى خپل كړ.
همداراز د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر مېرمن مېشل اوباما په دې لېست كې ۱۰م ځاى لري.
د فوربس مجله د ۲۰۰۴ كال راهيسې دا لست خپروي. پدې لست كې هغه مېرمنې شامليږي چېد سياست، اقتصاد او ټولنې په برخ كې قاطع رول ولوبوي او په ميډيا كې د خلكو لخوا له نږدې تعقيبيږي.

۱- د جرمني لومړۍ وزيره انګېلا مېركل
۲د امريكا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره هيلاري كلنټن
۳د بېل او ملېنډا كېټس د خيريه ټولنې مشره او د بېل كېټس مېرمن ملېنډا كېټس
۴د امريكا د خزانې مشره جانېټ يالېن
۵د جنرال موټورز د كمپنۍ لوړپوړې مديره ماري بارا
۶د پېسو د نړيوال صندوق مشره كريسټن لاګارډ
۷د برازيل ولسمشره ديلما روسېف
۸د فېسبوك د شركت يوه لوړپوړې مديره شرېل سانډبرګ
۹د يوټيوب د شركت اجرايوي مديره سوسان وويچستكي
۱۰د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر باراك اوباما مېرمن مېشل اوباما

- TRT PASHT
بېرته شاته