(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو ورځ د ټولو میړنیو پښتنو ته مبارک وي !

[28.May.2015 - 19:46]

زه خو خپله د پښتو ورځ لمانځم ، ځکه چې همدا لمانځل ، لوستل ، لیکل او ویل مې په وس کې دي !
دا چې څوک یې د لیکلو ، لوستلو ، لمانځلو او ساتلو وس نلري ، نو اړینه یې نه بولم چې نوره ته د هم توصیه وکړی ، چې مه یې لمانځئ !!!
پښتو د یوه داسې ستر قوم ژبه ده چې ټول عمر یې د جنګ او لمبو پر میدان کې تیر کړو ، نو هغه ژبه به څنګه په یوه کال او یا څو کالو کې د قلم ژبه شي !
دا چې پښتو ژبه د دفتر ، دربار ژبه شي ، پښتنو لره پکار ده چې هر مسؤل شخص د پخپله برخه کې تر خپلې وسې پورې د پښتو ژبې حق ادا کړي ، هغه یې که لوستل دی ، لمانځل دی ، لیکل دی او یا درباري کیدل دي .
مګر راځئ له دې خبرې تیر شو ، چې لیکل پرې نشم کولی نو لوستل د هم نه وي ، او یا زه پرې لوستل نشم کولی نو لمانځل یې هم نه دی پکار !
دا بهانې زموږ د پرمختګ مخه نیسي ، او ډیر خلک ناهیلی کیږي ، دا چې زموږ ژبې د پرمختګ کړی وي ، نو هر پښتون لره پکار ده چې د خپلې برخې خواري او زحمت و باسي تر څو زموږ ژبه هم د سیالانو ژبو په کتار کې ودریږي !!!

هلمند پردیس
اوکراین – ادیسه ښار

 

- هلمند پردی
بېرته شاته