(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلوچستان : وسله والو22 مسافر وژلي

[30.May.2015 - 16:23]

شکمنو وسله والو ماښام مهال  دپشين سيمې څخه کراچۍ ته  په دوؤ بسونو کې روان  مسافر دبلوچستان دمستونگ ضلعې  په کهډ کوچه سيمه کې نیولي وؤ، سرچينې وائي چې په دغو دواړو گاډو کې د٧٠ؤ څخه تر ٨٠ؤ پورې مسافر سوارۀ وؤ،  وسله والو گاډو کې د٢٠ؤ څخه نيولې تر ٢٥ؤ پورې کسانو شناختي گارډونه چيک کړل اؤ بيا يې هغوي کوم نامالوم  ځای ته بوتلل.

سرچينې وائي چې  دپيښې د خبرپه ترلاسه کيدو سيمې ته دايف سي اؤ ليويز گڼ شمير پوځیان ورسيدل چې له دې وروستو  دامنيتي ځواکونو اؤ  شکمنو وسله والو ترمينځ تر ډيره وخته نښته روانه وه. وسله والو   په تښتول شوؤ کې پينځه کسان وروستو پريښودل اؤ خواؤشا ١٩  تښتول شوي مسافر يې ووژل، دډزو پيښه کې يو مسافر ژوبل شوى هم دى چې دعلاج لپاره  دکوئټې سول هسپتال ته رسول شوى دى.

 خو وروستو دمړو شميره ٢٢ کسانو ته رسيدلې، ددغه پيښې په ضد  دبلوچستان بيلا بيلو سيمو کې  احتجاج شوى اؤ زياترو سيمو کې هړتال دى.  دپوليسو ترمخه دمستونگ سره نزدې  دحمله کوونکو په ډزو ژوبل شوي  کسان کوئټې ته راوستل شوي وؤ چې دخالي په سهار يې ساه ورکړې ده.  تردې مهاله ددغه پيښې پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې

 دوژل شوؤ کسانو دکورنیو غړو دپيښې په ضد احتجاج کړى اؤ دوزيراعلي هاؤس اؤ گورنر هاؤس مخې ته يې دمړو دايښودو په ترڅ کې ترڅو گينټو پرلت غزونه کړې ، خو دوزيراعلي له لوري دقاتلانو دنيولو دباور وروستو وارثانو  دوژل شوؤ کسانو مړي خپلو ، خپلو سيمو ته روان کړي دي.

 صوبائي داخله وزير سرفراز بگتي صحافيانو ته وئيلي دي کومه سيمه کې چې دغه پيښه رامينځته شوې امنيتي ځواکونو هلته په لويه پيمانه عمليات پيل کړي اؤ دترهه گرو تر خاتمې به دغه عمليات دوام لري.

دبلوچستان مستونگ ضلع دکوئټې په جنوب کې  خواؤشا د٤٥ؤ کلو ميټرو په فاصله پرته ده اؤ شمير يې دبلوچستان په ناقراره برخو کې کيږي.

بلخوا دروان ۲۰۱۵ ع کال د مۍ د میاشتې په ۳۰ مه نېټه دخالي په ورځ د پښتونخوا سوبې (ولایت) کې دښاروالۍ (دبلدياتي) ټاکنو(انتخاباتو) پر مهال  دمخالفو گوندونو دکارکوونکو ترمينځ دنښتو اؤ ډزو په بيلا بيلو پيښو کې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.

 دپښتونخوا حکومت که هر څو  ټوله سوبه (ولایت) کې  دانتخاباتو په مهال  دبشپړ امنيت  برابرولو دعوې کولې خو دخالي په ورځ دسوبې بيلا بيلو سيمو کې  دنیمګړو امنيتي  انتظاماتو له امله  دسياسي کارکوونکو ترمينځ  سوک  څپيړه  شوې اؤ دډزو پيښې رامينځته شوي دي.

په چارسده ،ډيره اسماعيل خان، ايبټ اباد اؤ کوهاټ کې دډزو پيښو کې شپږ کسان وژل شوي دي، کاغان کې ٢٠ اؤ کرک کې څلور کسان ژوبل شوي دي، مردان اؤ چارسده کې هم دسياسي کارکوونکو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه شوي.

 دچارسدې په شيرپاؤ سيمه کې دډزو يوه پيښه کې دوه کسان وژل شوي اؤ يو بل ژوبل شوى ، همدغه شان دډيره اسماعيل خان په گنجو سيمه کې هم دوه کسان په ډزو سره وژل شوي اؤ کوهاټ کې هم دډزو يوه پيښه کې يو تن وژل شوى دى.

 همدغه شان  دايبټ اباد په يونين کونسل مجوهان کې  ددوؤ مخالفو ډلو ترمينځ  دډزو له امله دجنرل کونسل دعهدې  اميدوار سيف الرحمان گجر وژل شوى اؤ درې کسان ژوبل شوي دي.

 دکرک په وارډ نمبر٦ کې دتحريک انصاف اؤ پيپلز پارټۍ دکارکوونکو ترمينځ نښته شوې چې پکې څلور کسان وژل شوي دي.

هنگو کې هم دپي ټي ائي اؤ  جى يو ائي  دغړو ترمينح نښته کې  دنصرالله په نوم يو اميدوار ژوبل شوى دى.

 دنوښار گورنمنټ پرائمري سکول نمبر ١ کې  دجى يو ائي (ف) اؤ تحريک انصاف دکارکوونکو ترمينځ سوک څپيړه شوې، په تحصيل روډ دښځو په پولنگ سټيشن داى اين پي اؤ تحريک انصاف دکارکوونکو ترمينځ دخبرو په ترښيدو پوځ غوښتل شوى دى، رشکۍ سيمه کې بيلټ باکس ته اور اچول شوى اؤ په دوهم نمبر پولنگ سټيشن کې  دکانديدانو دپلويانو ترمينځ   نښته شوې اؤ پاريدلو کسانو بيل باکسونه مات کړي اؤ بيلټ پيپرې يې شلولي دي.

 چارسده کې دقومي وطن پارټۍ کارکوونکو په هائي سکول تنگي پولنگ سټيشن حمله کړې اؤ دغلته  شوې نښته کې  يو پوليس عسکر ژوبل شوى.

 صوابۍ کې په گرلز هائي سکول پولنگ سټيشن دعوامي جمهوري اتحاد اؤ عوامي نيشنل پارټۍ دکارکوونکو ترمينځ دنښتې وروستو دپولنگ عمل اودرول شوى.

همدغه شان  دمانسهرې په جچه ميل پولنگ سټيشن دعوامي نيشنل پارټۍ اؤ پي ټي ائي  دکارکوونکو ترمينځ خبرې ترښې شوي چې لدې وروستو دپولنگ عمل اودرول شوى.

په کرک  د١٧م وارډ په پولنگ سټيشن دپي ټي ائي اؤ يو ازاد کانديد دپلويانو ترمينځ نښتې شوي دي اؤ پرزائيډنگ افسر دموقعې څخه  ورک شوى او دځان سره يې  انتخابي سامان هم وړى دى.

په کوز دير کې ووټ اچونکي  دپولنگ اسټيشن په دروازه وراوښتي  اؤ دننه داخل شوي چې  ورسره اړى گړى پيدا شوى.

دډيره اسماعيل خان په جوگيا واله سيمه کې دمسلم ليگ(ن) اؤ پي ټي ائي کارکوونکي لاس اؤ گريوان شوي دي.

دخيبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان سيمه کې هم دپولنگ په مهال  په ډزو دلگيدو له امله ددوؤ کسانو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.

 دپيښور په ناساپه سيمه کې دښځو په پولنگ سټيشن دمخالفو اميدوارانو ترمينځ دجگړې څخه وروستو ډزو اؤ منډو ترړو کې درې ښځې ژوبل شوي دي.

دهري پور په سرائے نعمت خان پولنگ سټيشن ددوؤ ډلو ترمينځ نښته شوې چې پکې درې کسان ژوبل شوي چې له دې وروستو پولنگ سټيشن کې  پوځ انتظام سمبال کړى.

 دنوښار په رشکۍ يونين کونسل کې  په مختلفو پولنگ سټيشنو داميدوارانو دپلويانو ترمينح نښتې شوي چې له دې وروستو پاريدلو کسانو بيلټ بکسونه مات کړي اؤ وروستو دپولنگ عمل اودرول شوى دى، پاريدلو کسانو دمردان اؤ نوښار لويه لاره هم تړلې وه.

دټولې سوبې په بيلا بيلو  ضلعو کې خواؤشا ٣٠ زره پولنگ سټيشنې زياتې حساسې اؤ څلور زره  حساسې گرځول شوي دي.

 دبلدياتي انتخاباتو لپاره  خواؤشا يوولس زره درائيو اچولو مرکزونه جوړ کړل شوي دي.

 په  گونديز اساس  ترسره کيدونکو دې بلدياتي انتخاباتو کې   د٤١ زرو څخه دزياتو چوکو لپاره د٨٤ؤ زرو څخه زيات اميدواران په ميدان کې دي.

 که هر څو ښځې هم  دې انتخاباتو کې  برخه اخلي خو   دخيبرپښتونخوا دسوات اؤ شانگلې  په گډون دځينو سيمو څخه داسې اطلاعات هم ترلاسه شوي چې  هلته  اميدوارانو دمقامي مشرانو سره په گډه پريکړه کړې چې  ښځې  به  دخپلو ووټونو اچولو لپاره  درايې اچولو مرکزونو ته نۀ پريږدي.

په دې اطلاعاتو   داليکشن کميشن له لوري  دانديښنې څرگندونه شوې  اؤ وئيلي يې دي چې  ښځو ته پخپلو ووټونو اچولو کې بايد څه رقم خنډان راولاړ نۀ کړل شي.

سورس: ډیوه راډیو

- Deewa
بېرته شاته