(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دغمرازۍ څرګندونه او غندنه

[30.May.2015 - 22:41]

په خواشينۍ  سره مو خبر تر لاسه کړ، چې  دبلوچستان په مستونگ سيمه کې  د پښتون قام  دوښمنانو 22 بې ګناه پښتانه  په بې رحمانه ډول  شهیدان کړل .

 دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دا غیر انساني او غیر اسلامي  بزدلانه عمل د هغه پښتون دوښمنه  کړیو کار بولي چې غواړي پښتانه په بیلابیلو چمونو، لارو او طریقو له مينځه يوسي او په داسئ کړنو سره  په سهیلي پښتونخواکې هم دا غمځپلی ولس  د ستونزو سره  مخ کړي او په دې سره  پښتانه او بلوڅان  ورونه  په دښمنۍ واړوي .

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چې د پښتنو رسالت ورپغاړه دی پدې باور لري چې د پښتون قام شعوري دوښمنان به د پښتنو په وژلو سره هیڅکله خپلو شو مو او پرديپالو موخو ته ونه رسيږي .

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندد ټولو شهیدانوله کورنیو سره په دې  درون غم کې ځان شریک ګڼي. شهیدانوته د لوې خدای « ج » له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوي 

په درناوي

- PSDP
بېرته شاته