(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ترافیک ځوان اوکوچۍ پېغله

[31.May.2015 - 21:09]

سورسترګي ځوان

لیک: زمری څرګند

ترافیک ځوان اوکوچۍ پېغله

ترافیک ځوان په ډیر کوچنیوالي کي دترافیکي سره مینه درلودل خوښه یي وه اوتل به یي په کورنۍ او بېبان کي ویل چي کاشکي زه یوخت ترافیک سم او هرچاته لاس پرنامه ولاړیم ځکه دا یو شوق دی چي سړی یي دخپلي خوښي دمسلکه سره لری خو وخت دي تیږي ترافیک ځوان یوخت نیم حاله ځوان وو په خپل کوراو شاوخواکي په ډیرځیرک هلک سر ه یادېده له هره پلوه بیداره وو کله چي به ملګرو له ځانه سره میلي ته بوتلي هلته به یي ټوله تنظمات دترافیک دغاړي وه ځکه دده په اوجود کي فطري یوداسي خوځښت پروت وو چي هره خوا یي ګټلې وه مودې تیري سوې ترافیک ټاپ ځوان سو اوس نو وخت دده دکار کولو دی دادی هغه سي هم وسوه راغلي دترافیکو ځای ته هلته یي نوري لوړي زده کړي هم وکړې بلااخره اخر ترافیک سو داسي ترافیک چي په ډیرو ملګرو کښي یي جوړې نه وي هره ورځ دښار بیلابیلو برخوته ځي او دتقسیم اوقات مطابق خپله وظیفه مخته بیایي نه دیخ پروالري نه دګرمۍ شپې اوورځي تیږي دا دی یوه ورځ د اوړي په شدیده ټکنده غرمه کي دښار په یوه عامه سړک ولاړ دی دا غرمه موټران کم ترسترګو کیږي ځکه زیاته ګرمي ده دلته بیا د کوچي هیوادوالو ځایونه دي او اودلته اوسي ترافیک ډیر تږي هم دی وږی هم دی ولي دکانونه نږدې نسته ورته اوبل یي نوکړي هم نه ده خلاصه سوې راغلي دکوچي هیوادوالو ځایونوته دیوه غرپ اوبو غوښتنه یي وکړه چي دلته دهمدې کوچیانوڅخه یوه ډیره مهربانه اناورغله او اوبه یي ورکړي او ورته وویل چي راسه ډوډۍ هم درکړو خو ترافیک چي اوبه وچښلې باره یي دمنني ترڅنګ ځیني دخدای پاماني کول چي دلته دکوچیانو پرمېنه نوي پیغله چي حقیقتي ښکلا یي نږدې علاقي باخبره کړي وې چي دلته یوه ښایسته شاپیرۍ سته ولي داچی ددوی او دعامو خلګو عادتونه څه فرق لري دابیابیله خبره ده نو ترافیک هم څه غږېدلي وو خیر خو دکوچیانو پيغلي چی ځوان ترافیک چي ښایسته مخ یي لاله وړاندي دنور شغلې درلودلې ولیدی نو زړه یي سم دستي پربایلي او خپلي ګراني اناته یي وویل (زه دکوچیانویمه میره زړه مي مین دترافیک مینه کوینه))

دلته غرمه ده سره ټکنده ده ټول ویده دي یواځي کوچي پيغله اوانایي او ترافیک موجود دی کله چی ترافیک دا خبره واوریدل پوه سو چي سړیه کار خراب دی هلته دي نوکري وه دیوه ګړي لپاره چي داوبو مشکل وو په غلاراغلې اودلته دا دظالیم لور درباندي مینه سوه او هلته یي اناهم واوریدل نو دځانه سره یي فکر وکړ چي انابه یي هم وایي چی دامخکي نه مخکي دترافیک چم وو چي راته کړي یي وو او قصدأ یي زما لمسۍ غوښتل خو خیر ترافیک نوري هم پیښي چټکۍ کړې او دوی یي یواځي پريښودل شپې او ورځي تیریږي کوچي پیغله نوره هم ځوانیږي اودښکلا اوازه یي تر ډیرو کلیو ځي دلته نو مرکې او جرګې پریږده چي دکوچي شهزاده ګانو لخوا ورته راځي او دایي نه کوي بیرته یي جوابوی او اخر داخبره عامیږي او په زغرده وایي زړه چي مین سي ښایست نه غواړي خوب چی درسي بالښت نه غواړي دلته یي پلار او دوستان ټول اخر حیرانیږي چي په دي څه سوی دی چي بلااخره خبره دې ته ورسیدل چي دکوچۍ پيغلي انا خپله تیره کیسه ټوله ورته وکي کله چي دکوچۍ پیغلي پلاراودوستانو داخبره واوریدل سم دستی دترافیک دپیداکیدو په لټه کي سوه چي تر ډیرو هلو ځلو وروسته یي ترافیک پیدا کړ اوورته ویویل چي خیر دی اوس راپيښه ده هرڅه به خدای خیر کړي ته اوس زموږ سره دوستی کوې ایا رښتیادوستي ستا زړه غواړی ترافیک چي داخبري واورېدې سخت وارخطاسو او په ډیر رږدیدلي اواز یي وویل چي زه دخدای غریب یم هیڅ نلرم یواځي دترافیکي پیسو میاشت لپاره کفایت نه کوي نوزه به واده په څه شي وکړم خو دکوچۍ پیغلي پلاراودوستانوورته وویل چی خیر دی اوس زموږ رنګ مه رابدوه چي دهره یي کوې وی که ولي واده وکه زموږ لور ستاده ځکه هره ورځ ددوستانو مرکي ورته راځي او موږ یي دیوې ورځي څخه بلی ورځي ته ځنډوو ترافیک چي داخبري واورېدي دستي یي ورسره ومنل څه پیسي یي ددوستانوڅخه پور کړي او څه یي دنورو څخه اخر واده تیار سو دکوچي پیغلي پلارورته په خپله علاقه کي ځای هم ورکړ کله چي واده یي وسو ښه خوشحاله وه او دوخت شهزاده سو ځکه داکوچي پیغله څه عادي کوچۍ نه وه دادیوه شهزاده لور وه ترافیک ورځ تربلي دکوچیو په غوړو او د شیدو په پیروي سره تیاریږي بلااخره دومره تیارسو چي هغه دترافیکي خوار لباس باندي تنګ سو له ځانه سره یي فکر وکړ چي دادي ترافیکي هم ټوله ورځ لمر ته ولاړه وي او شپني یا چوپاني هم داراسه یوڅو ورځی دترافیکي څخه رخصت واخله اوشپني شروع کړه چي همداسي هم وسول یوڅو ورځي ترافیک دخپل خسر سره دښت ته ولاړ ی کله ښکار وکي کله غرونوته دسیل لپاره ولاړ سي ولي ډوډۍ خویي پخه ده غم یي نه کوي اوکله یوځای اوکله بل ځای چي همدا لامل وو چي ورځ تربلي ی دترافیکی سره مخه ښه کول او خبل تمرکز یي دخسر خواته وو چي یوخت یی ترافیکی پرېښوده او ښکار یي شروع کړ چي بلاخره ترافیک ښکاري سو چي دا نوښت یي په ټولنه کي دډیرو خلګو پام ځانته راوړوی هغه مخکینیو ملګرو چي به دده دا حال ولیدی سخت عجیبه ورته معلوموسوه همدا جمله به یي تکرارول چي ټیم ټیم ته مي سلام دی .

وخت هم عجیبه شی ولا یوخت ترافیک بل وخت ښکاري چي دا دسړی تقاضانه بلکي دادوخت تقاضاده.

- زمری څرګند
بېرته شاته