(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

۲۰۰۱ راپدیخوا یولک تنه وژل شوي

[02.Jun.2015 - 19:32]

له ۲۰۰۱ کال څخه را پدې خوا  د افغانستان په جګړه کې شاوخوا یولک تنه وژل شوي

د امریکا د براون پوهنتون له یوه څېړنیز راپور سره سم، له ۲۰۰۱ څخه، چې امریکايي پوځیان افغانستان ته تللي دي، د دغه هیواد په جګړو کې شاوخوا یو لک تنه وژل شوي دي.

په دې څېړنیز راپور کې، چې «د جګړې بیه» نومېږي او د براون پوهنتون د نړیوالو څېړنو واټسن انستیتیوت کړې ده، له ۲۰۰۱ څخه تر تېر کال پوري د افغانستان او پاکستان په جګړه کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر ته کتنه شوې ده.

راپور وايي چې ټولټال ۱۴۹۰۰۰ تنه وژل شوي او ۱۶۲۰۰۰ سحت ټپیان شوي دي.

د راپور لیکواله نیتا کراوفورډ وايي چې په وروستیو کلونو مرګ ژوبلې لا زیاتې شوي او له دې داسي ښکاري چې د افغانستان جګړه پای ته نه ده رسېدلې بلکې مخ په بدتره کېدو ده.

د ډېرو امریکایانو لپاره د افغانستان جګړه پای ته رسېدلې ځکه چې د دوی پوځیان د جګړې له میدانه وتلي او نور مرګ ژوبلې نه وراوړي.

ملګري ملتونه وايي چې د روان ۲۰۱۵ کال په لومړیو درو میاشتو کې د ملکیانو تلفات د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۱۶ زیات شوي یعني ۹۷۴ تنه وژل شوي او ۱۹۶۳ ژوبل شوي دي.

د کال په لومړیو دریو میاشتو کې لا طالبانو پسرلني عملیات نه ول پیل کړي. د طالبانو له بریدونو داسي ښکاري چې د تېرو کلونو په پرتله به د جګړې د شدت له کبله د ملکیانو مرګ ژوبلې څو برابره زیاتې شوي وي.

- رايور
بېرته شاته