(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فیسبوک څنګه یو مړی راژوندی کړ؟

[08.Jun.2015 - 10:14]

لیک: څیړندوی عبدالغفور لیوال
د افغانستان د دواړو رسمي ژبو (پښتو اودري) په ادبیاتو کې د طنز ځېل (ژانر) په مړو کې شمار و. د طنز لیکنې لړۍ له تېرو دوو لسیزو څخه پر سینه څښېده، یوازې دځینو لیکوالو په همت به دلته او هلته طنزي لیکنې کېدې او کوم بل فرهنګي به د زړه په وینو کومه ځانګړې طنزي خپرونه څو ګڼې خپره کړه او بیا به دامکاناتو دنشت له امله په ټپه ودرېده. ددې لپاره دلایل ډېر وو، دګڼو
رسنیو پردي کېدل یا بشپړسیاسي کېدل، دتفریحي خپرونو بېخرته زیاتېدل، چې کیفیت یې هم نه درلوده، دخلکو بوختتیا او له مطالعې سره پریکون. له طنزلیکنې څخه هیچا ډوډۍ نه شوه خوړلای، طنزلیکونکي په ژورنالیستیکو کارونو کې دومره بوخت شول، چې نور یې نو طنزلیکنه هېره شوه، مشران او مشهور طنز لیکونکي یا مساپر شول او یاهم مړه شول او ددوی میراث ځوان نسل ته راونه لېږدېده. خو دطنز دزوال ترټولو لوی لامل پر ټولنیزه زمکه د طنز، نیوکې او انتقاد په وړاندې دمعافیت رامنځ ته کېدل و. ټولنیزې ستونزې دومره سترې او له سپین سترګۍ څخه ډکې شوې، چې نور نو دټولنیزو جنایتکارو، مافیايي ډلو ، سرکار او زورواکو سترګه له طنزو کنایې څخه نه سوزیده. دوی ته به خلکوپه سړکونو او کوڅو کې په ښکاره ښکنځلې کولې، ښېراوې به یې ورته کولې، خو دوی په ځان نه راوړله او دکلیوالو ښځو خبره دسپي پوستکی یې پرمخ اوار کړی و. رشوت ، اداري فساد او ناسم ټولنیز عادتونه نور په طنز کې ځکه نه راتلل، چې تر دې لوی جنایتونه روان و، خلک وژل کېدل، هېواد ورانېده او وطن دنړۍ په دوهم لوی فاسد هېواد بدل شوی و. په دې منځ کې دطنز لیکونکي په وریښمینه طنازۍ څه نه کېدل، ان تر دې چې طنز ته دچا خندا په خوله نه راتلله . طنز له مصرفه ولویده او رسنۍ له ژمن او رسالتمند طنز څخه تشې شوې. خو دغه ادبي مړی دفیسبوک په لمن کې بیا وزیږیده، زلمی او نوی طنز دفیسبوک په غېږ کې رالوی شو او وده یې وکړه. په وروستیو لسو کلونو کې فیسبوک دګڼو افغانانو دسترګو پروړاندې غېږ پرانیسته او ځوان نسل یې پر ځان روږدی کړ. فیسبوک کورونو ته ولاړ ، فیسبوک دفترونو او ان دوکانونو ته هم سرورښکاره کړ، فیسبوک ټول افغانان په داسې مزي سره وتړل، چې دروغ او رنځور پوښتنه یې هم له دې لارې کوله . دواده خوشالۍ او دمړۍ لپاره فاتحه هم په فیسبوک کې کېدله . فیسبوک خپلې ستونزې هم درلودلې، وخت وژنه یې کوله، اخلاقي ستونزې یې زېږولې، زلمکیان او پېغلکیانې یې له کاره ایستل او له دودیزو تابوګانو څخه یې تېری عاماوه، خو ګټې یې هم کمې نه وې. دذهنیتونو په روښانولو، داطلاعاتو په ترلاسه کولو، دسواد او زده کړې په عامولو، پرلیکلو دعادتولو تربریده یې ګټې هم له سترګونه شي غورځېدلای. په ادبي برخه کې هم دنورو ځېلونو ترڅنګ فیسبوکي طنزراوپنځېده،فیسبوک په نوې شېوه او نوي خِرام سره افغاني طنز بیا وروزه او دغه مړی یې بېرته راژوندی کړ.
په پښتو او دري دواړوژبو کې نوي طنز، زلمي طنز او موډرن طنز له فیسبوک څخه سر راپورته کړ. نومونه ډېر دي، نوي طنزلیکونکي ښه په ځوښ او مستۍ سره په دواړو ژبو کې دفیسبوک مخ خندنی کړی دی، خو ځینې به یې له ماسره ملګري نه وي او دټولو نومونه به دلته راوړلای هم نه شم، ځکه خو په دري کې د کاکه تیغون ( یما ناشر یکمنش) او موسی ظفر نومونه دیادولو دي، چې دواړو ددري ژبې دطنزلیکنې خورا ډېر نوښتونه وکړل، دموسی ظفر لحن، ژبه اوطنزي استدلال ، دنوموړي ملي او ریالیستیکه روحیه او خورا له نوښته ډکه منځپانګه ډېر دپاموړدي. کاکه تیغون خو نو له خپلو شعرونو اولیکنو سره له پخوا مشهوردی.
په پښتو کې هم دځوانو طنزلیکنونکیو بهیر دفیسبوک له برکته داسې تاند او رازلمی شو، چې په لکونو خلکویې لیکنې ولوستلې، له نیوکو او خوږو مسخرو څخه یې پرډېرو غمجنو شونډو موسکا وغوړیده ، دپښتنو طنزلیکونکیو نومونه هم ډېر دي، خو زه به یې دلته یوازې د نورمحمد ضیا، حفیظ الله تراب، عبدالنافع همت او همېش خلیل نومونه یادکړم. عبدالنافع همت په هماغه معموله جوله کې طنز لیکي او مضامین یې نوي وي، دښاغلي تراب لنډې طنزي جملې دیوه عجیب پاراډکسي منطق پر مزیو سره اوډل شوې دي. همېش خلیل جدي مسایل دطنز په لهجه مطرح کوي او ددغه پاخه لیکوال جدیت دطنزله مالګې سره په زړه پورې ګډوله جوړوي، خو نورمحمدضیا نو بیا بل ډول شهرت وګاټه. زه فکر کوم، په پښتني فیسبوک کې ښاغلی ضیا په یوه فیسبوکي اسطوره بدل شوی دی، ډېرو خلکو یې اصطلاحات پېژندلي دي، دده سېمبولیک طنزي کرکټرونه اوس دافغانستان دتېروڅلورو لسیزو دسیاستونو تمثیل کوي: اخندزاده، خلقي اشنا، سیکولر، ګاونډی، دپوهنتون استاد، لندني مېلمه ، اسلام الدین ، خیبر او داسې نور کرکټرونه که یوه ورځ پر فېسبوک راښکاره نه شي، خلک فکر کوي، چې کومه بده پېښه شوې ده، خلک وارخطا شي، چې پر ( ملي وحدت رهنما) به څه پېښه راغلې وي؟ دغه رهنما چې پخپله دافغانستان لپاره یو مکاني سېمبول دی، دورځنیو سیاستونو تود خبرغالی دی او ګڼ جدي خبرونه همدغلته شنل کیږي . که یوه اونۍ مو تلویزیون ، راډیو، اخبار او یا هم بریښنايي خبرپاڼې ونه لوستلې، خو دنورمحمد ضیا پاڼې ته ورغلئ، بس مو ده ، په هرڅه به خبرشئ ، ان دخبرونه څټونه به هم ولوستلای شئ، دضیا پټې سرچینې به مو له هرڅه خبرکړي، چې په ظاهره څه پېښیږي او دپېښې ترشا څه روان دي. دکین اړخو تبصرې به د خلقي اشنا له خولې واورئ، دښي اړخو به له اخندزاده څخه. دپېښو په اړه به معقول تفکر سېکولریا دپوهنتون استاد درواوروي او هسې ولسي شننه به یې ګاونډی وکړي، دځوانانو له نظره به یې اسلام الدین یاخیبر درته ووايي، چې څه پېښیږي. ما لیدلي دي، چې دنورمحمدضیا کمپاینونو غله ، غاصبین او لوټمار لړزولي دي، دلویو څوکیو برخلیک یې بدل کړی دی، له وژونکیو څخه یې جامې ایستلي دي مثبت سیاسي کرکټرونه یې هڅولي دي او په خپلو تبصرویې عامه افکار سمې خواته رهبري کړي دی. نورمحمد ضیاله خپل سېمبولیک کرکټر او سېبمولیکو ملګروسره دپښتنو منورینو پرژبه د متلونو تربریده ګرځي: ( دنورمحمد ضیا خبره : بس خلاص، یاربه توفیق، یعنې چي، ترڅي ، اممممممممم، څه دې ویل؟ ماویل نورڅنګه یې؟) او داسې نور طنزي کوډونه یې عامې ژبې ته ننه ایستلي دي.
فیسبوک نه یوازې مړشوی طنز راژوندی کړ، بلکې رانوی یې کړ، راځوان یې کړ او نوی اوږدژوند یې وروباښه . دنوې زمانې طنز له جوړښتي پلوه له پخوانيو هغو سره خورا لوی توپیر لري. په پخوانیو طنزونو کې به له لومړي سره تاسو پوهیدئ، چې له یوه عمدي طنز سره مخامخ یاست، پېښې به کله کله له عقلي چوکاټه ووتې او دطنز لیکني چوکاټونه سره ورته وو. په فیسبوکي طنزونو کې نوښتونه دادي، چې : له ورځنیوپېښو سره مخامخ او له زماني پلوه خورا لنډ تړاو لري، جوړښت یې په ظاهري بڼه جدي وي، خووروسته تاسو پوهیږئ، چې له یوه مهم طنزسره مخامخ یاست، په لږ وخت کې ډېرو خلکو ته رسیږي، اغېز یې زیات دی، په بله ژبه فیسبوکي طنز دفاسدانو معافیت تریوه بریده ورمات کړی دی او دوی ته یې ګڼ شرمونه وراړولي دي. ځینې خو یې داسې رسوا کړي دي ، چې اوس دفیسبوکیانو له لاسه خلکو ته مخ نه شي ورښوولی. په تېرو انتخاباتو کې ځينو کمپاینرانو چې پرملي ارزښتونو لوبې وکړې او خلک یې پرځان غوسه کړل اوس دهمدغو فیسبوکي طنازانو له لاسه پټ ګرځي.
فیسبوکي طنازانو او مبصرینو په حقیقت کې په سلګونه دوربینونه دسیاست لارو کوڅو ته راوویستل او دغه ناڅرګنده ( نامرئي) دوربینونه په هرچاپسې دي. که رسمي رسنۍ مو له ډاره دهرفاسد لمن په سر نه شي رااړولای، نو دفیسبوک طنازان له چا څخه نه ویریږي، زه باور لرم، چې کلونه او لسیزې وروسته ، چې حالات عادي شي، نو په اوسنیو فاسدینو به دفیسبوک همدغه طنازانواو لیکوالو له برکته ډېر خلک لاړې تو کړي او دهرچا اعمال به دراتلونکیو نسلونوپه رغویو کې وي.
فیسبوکي طنازانو دډېرو ښکرورو او زورورو زور اوبه کړ، ډېر بوتان یې دتاریخ له تاخچو څخه راوغورځول او ډېر داسې ټوپکوال یې دباد بڼکه کړل، چې خلکو به یې په تیارو کې هم نومونه نه شول یادولای. فیسبوکي طنازانو دتاریخ جعلي اتلان دسپي په لکۍ پورې وتړل او دغلو او غاصبینو تلتکونه یې له اوبو راوایستل.
که راتلونکي نسلونه غواړي د فیسبوکي ادبیاتو تاریخ ولیکي، نو د طنز لیکنې یوه خورا مهمه دوره به یې په مخ کې وي. د فیسبوک د ټولو تاوانونو او زیانونو ترڅنګ دغه لاسته راوړنه او نوښت به تر ډېرې مودې دخلکو په ذهنونو کې ژوندي وي.
د نورمحمد ضیا په ژبه: بس خلاص!

- لیوال
بېرته شاته