(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څلور پوښتنې ـ محمد شیرین ګردیوال

[13.Jun.2015 - 17:04]

۱ درنو هیوادوالو، پتمنو مشرانو او کشرانو ! ـ ایا د پښتون د ستر هویت  (پیژند) او قامي وحدت  (ملي یووالي)  غوښتنه او هیله پخپله د پښتنو اصلي غوښتنه او موخه ده او که نه .؟

۲ ـ  ددې لپاره چې د پښتنو مسئلې را کابو کړی شو ، څه پکار دي او یا کوم قدمونه اړین بریښي، چې په ریښتوني توګه د مسئلو حل رامینځ ته کړی شي.؟

۳ ـ  د پښتنو کومې مسئلې د ملي ګټو او قامي وحدت (ملي یووالي) د خوندي کیدو پربنسټ د لومړیتوب حق لري؟

۴ ـ که هر پښتون خپل ځان د خپلو ملي ګټو او د ولس د ساتنې او پالنې لپاره په تله کې واچوي او ځان زمه وار وګڼي ، نو ددغه کار د پیل لومړني ګامونه به څه وي ، څنګه او له کومه ځایه  پیل وشي.؟

هیله ده چې پدې هکله خپل نظرونه، وړاندیزونه او مشورې مونږ سره شریکې کړئ.      په درناوي

محمد شیرین ګردیوال


ښاغلی محمد شیدین ګردیوال د ننګرهار د ګردی غوث په کلي کې په کال 12-12-1953 کې دنیا ته راغلی دی. لومړنۍ زده کړې ئې تر دریم ټولګي پورې  د خپل کلی ګردی غوث په ابتدائي ښوونځي کې او د څلورم ټولګي څخه تر اتم ټولګي پوری د ایمل خان بابا په لیسه کې   او د نهم ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پوری ئې خپلی زده کړی په کابل کې د رحمن بابا په لیسه کې سرته رسولی.

په ۱۹۷۵ کې د لوړو زدکړو لپاره دالمان اتحادي جمهوریت  ته راغلی دی. د ۱۹۹۱ کال څخه را پد یخوا د المان د کولن په ښار کې د پښتنو د کولتوري ټولنې مشر.

د پښتون سوسیال دیموکرات د ګوند PSDP د بنسټ ایښودونکی ډلی مخکښه او فعاله غړی او د ګوند د مشر  لومړی مرستیال دی.

د محمد شیرین ګردیوال د ګرځنده تلیفون۱۷۹۹۸۹۲۹۱۳ Mobile/Handy: 0049 1799892913 

http://www.pashtoonkhwa.com/?page=psdp&id=9

 

- محمد شیرین ګردیوال
بېرته شاته