(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مومندو زلمي د امن سندرې وایي

[13.Jun.2015 - 19:14]

میا فاروق فراق

مومند ايجنسي هاغه قبائيلي سيمه ده چې په تيرو وختونو کې پکې پاکستاني طالبان زيات فعاله اؤ طاقتوره پاتې شوي دي.
په موجوده وخت کې په مومند ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په نتيجه کې تر يو څه حده امن ليدل کيږي خو بيا هم ددغه ايجنسۍ وگړي وخت په وخت دميډيا له لارې داسې گيلې کوي چې هغوي ته دپرمختگ اؤ ترقۍ زياتې وسيلې نۀ دي برابر.
هرڅو که دمومندايجنسۍ قبائيلي وگړو ته ددور جديد مطابق عصري تعليمي، طبي، سائنسي اسانۍ نۀ دي برابر خو بيا هم ددغه سيمې اولس په تاريخي توگه چې لکه څرنگه بيدار اؤ هوښيار پاتې شوى په ننني دور کې دډيرو سختو څخه دراتيريدو باوجود هم نن دمومند ايجنسۍ نۀ يواځې مشران بلکې دځوان کول پيغلې اؤ هلکان هم بيدار اؤ هوښيار دي اؤ نۀ يواځې دهيواد دننه په روانو حالاتو ژور نظر لري بلکې ددغه حالاتو څخه دوتلو دپاره ورسره کوټلي تجويزونه يا وړانديزونه هم شته.
 دمومندايجنسۍ دقبائيلي زلمو دذهني بيدارۍ په احساس کولو سره ددغه سيمې دننه فعاله يوې ادبي ټولنې چې دمومندادبي ټولنې په نوم ياديږي تيره ورځ دمومندايجنسۍ دپوليټيکل انتظاميې په مرسته دمومندو په مرکز غلنۍ کې يوه لويه دامن مشاعره راجوړه کړې وه.
ددغې مشاعرې ځانگړتيا دا وه چې يواځې ځلمو پکې خپل هاغه کلامونه دمحفل برخه والو ته اورول چې په امن پسې مربوط وؤ.دمحفل دمشرۍ کرسۍ دوائس اف امريکا ډيوه ريډيو خبريال فاروق فراق ته سپارل شوې وه اؤ په دغه موقع دمومندايجنسۍ ايډيشنل پوليټيکل ايجنټ عبدالحميد خان اؤ دغلنۍ اى پي اى ذيشان هم موجود وؤ.
دزلمو شاعرانو دپاره راجوړه شوې دغه مشاعره کې دخيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو دگټ گټ څخه راغلو ليکوالانو اؤ صحافيانو برخه لرله. مشاعره کې که يو خوا زلمو په خيبرپښتونخوا ، يا قبائيلي سيمو کې دننه دخپلو شعرونو دلارې دامن په ضرورت زور راوړړو نو هلته ددغو زلمو دشعرونو نه هم دا تاثر په واضحه ډول راڅرگنديدو چې هغوي دشعر، ادب اؤ فنون لطيفه دلارې دپښتنو په سيمه کې دروانې ترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دستونزې مخنيوى غواړي.
 دمشاعرې راجوړ شوي دغه محفل ته بيلا بيلو مقررينو پخپله وينا کې وويل دا يو ښه روايت دى چې په مومندايجنسۍ کې دپوليټيکل انتظاميې په مرسته يې بنياد ايښودل کيږي.
 مقررينو پخپلو ويناگانو کې وويل اساسي ستونزه همدا ده چې دلته دنائن اليون څخه راپديخوا ترهه گر خو په دې پوهه شوي دي چې دخپلو ناوړو مقصدونو دپاره زلمي يا دکم عمر هلکان وکاروي خو له بدغه مرغه ددې ځايې حکومت اؤ خلک دا ادراک نۀ کوي چې دغه زلمي دامن دمقصدونو دپاره پکار راولي.
دغه مقررينو چې پکې دپښتنو ژبې نوميالى شاعر اسرار اتل، اقبال شاکر، اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ عبدالحميد خان اؤ اى پي اى غلنۍ ذيشان احمد اؤ فاروق فراق شامل وؤ پخپلو ويناگانو کې په دې خبره زور راوړو چې که چرې دمومندايجنسۍ په څير دپاکستان په بيلا بيلو سيمو خصوصاً په قبائيلي ليکه کې زلمو ته موقع ورکړل شي چې هغوي دامن سندرې ووائي نو ترهه گر به مايوسه شي اؤ خپلو ليکو ته دزلمو دراماتو ارادې به يې کمزورې شي.
په مشاعره کې شامل دپښتو ژبې نوميالي شاعر اؤ ليکوال وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره پخپلو خبرو کې وويل دمومند ايجنسۍ دزلمو ذهنونه ددې لا ئق دي چې خپلو مشرانو ته هم دننني جديد دور مطابق لارښوونې وکړي.
 دهغه وينا وه بايد مونږ نور دفرسوده خيالاتو څخه تير شو اؤ زلمو ته موقعې ورکړو چې دهغوي دصلاحيتونو راڅرگندولو دلارې پخپله ټولنه کې مثبت بدلونونه راوړو.
ددغه مشاعرې يو بل برخه وال نوميالي شاعر ښاغلي اقبال شاکر ډيوه ريډيو سره پخپلو خبرو کې وويل ډير خوشحاله دى چې نن دمومند ايجنسۍ دننه دزلمو هلکانو هاغه ذهنيت ويني چې باوري دى دغه ذهنيت په مستقبل کې پاکستان اؤ خصوصاً دپښتنو سيمې ته امن ، مينه اؤ يو والى راوړى شي.
په محفل کې شريک دمومندايجنسۍ اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ عبدالحميد خان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل مونږ هڅه کوؤ چې خپل زلمي دمايوسۍ دتيارو نه داميد رڼا ته راوباسو اؤ دهغوي دصلاحيتونو څخه په استفادې کولو خپل مستقبل خوندي کړو.
دپوليټيکل چارواکي وينا وه دا لمړى ځل نۀ دى چې په دې سيمه کې دزلمو دپاره مشاعره جوړيږي.
هغه له دې وړاندې هم پوليټيکل انتظاميې دمومندايجنسۍ دزلمو دپاره دسائيکل ريس، دتقريرونو دمقابلو، دثقافتي سرگرمو، په زلمو کې دسماجي شعور رابيدارولو لپاره بيلا بيل پروگرامونه کړي اؤ له دې پس به هم خپلې دغه تگلارې ته دوام ورکړي.
په دغه محفل کې شريک دغلنۍ اى پي اى ښاغلي ذيشان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل خوشحاله دى چې نن دمومندايجنسۍ دننه يو داسې پروگرام راجوړولو کې همکاري اؤ برخه لري چې هغه نړۍ ته دا پيغام ورکوي چې پښتانۀ زلمي دترهه گرو په لاس کې دلوبيدو پځايې دامن دپاره غږ پورته کوي اؤ دې لړ کې مهم کردار لري.

- میا فاروق فراق
بېرته شاته