(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هغه ډاکترخوشال روهي چې زه یې پیژنم

[17.Jun.2015 - 18:37]

لیک: ملنګ ابراهیمي
ډاکتر خوشال روهي د معنویت د سقوط پدې دوران کې د سپیڅلتیا یو ځلاند څراغ دی چې خپله سوزي او نورو ته رڼا ورکوي. خو لکه لوی انسانان چې د تاریخ په اوږدو کې تل د ناخبرو یا بدنیتو، مغرضو او مریضو اشخاصو تر کینې، حسد، تهمت، بهتان، تور، افترا او غیبت لاندې راغلي دي، ډاکتر صاحب خوشال هم پدې وروستیو کې د همدغه شان یو ناروا برید لاندې راغلی دی. زه فکر کوم دا په ټولنه کې د ډاکتر خوشال روهي د مطرح کیدو شاخص دی، یوه مشهوره وینا ده چې (په عادي اشخاصو نیوکې نه کیږي، شخص چې مطرح شي، انتقاد پرې کیږي.) نو هغه څوک په ټولنه کې له مخالفت یا موافقت سره مخ کیږي چې یو څه کوي او څه لري. په کونج کې ناست خلک نه په ښو یادیږي او نه په بدو.
ډاکتر خوشال روهي په شخصي، کورني او ټولنیز ژوند کې د اصولو سړی دی. ژور عزت النفس لري، او د همدې لپاره هیڅوک په سپک نامه نه یادوي، هیڅکله ترې څوک غیبت نشي اوریدای او بدنیتي ترې نشي لیدلی. الله تعالی پرې د یوې مینه ناکې او صالحې کورنۍ نعمت لورولی دی، خو ده د افغانستان او افغانانو د خدمت لپاره د دغه شان کورنۍ سره د هرې ورځې اوسیدو پر ځای مسافري منلې ده او یوازې پدې نیت یې منلي ده چې که دې مظلوم هیواد او ملت ته یې څه خیر ورسیږي.
هغه ته د مادي امتیازانو فرصتونه تر هر چا زيات برابر شوي دي، خو په شعوري ډول یې دغه فرصتونه رد کړي دي او ترجیح یې ورکړېده چې په معنوي، فرهنګي او اصلاحي خدمتونو کې بوخت پاتې شي. ډاکتر خوشال روهي که د ځینو نورو افغانانو په شان د (IOM) له لارې یوه دنده اخیستې وای، نو په مشروع ډول یې تر شلو زرو ډالرو پورې میاشتنی معاش اخیستی شو. که یو ساختمانی شرکت یې جوړ کړی وای هم په مشروع ډول میلیونر کیدای شو، ځکه د ده شناخت او اړیکو دوی ته دغه فرصت برابرولی شو، خو ده ترجیح ورکړې ده چې د خپل ذوق مطابق خیریه کارونه وکړي او د لوړو تنخواګانو او ګټو پروا ونکړي. ډاکتر خوشال روهي د ولسمشر کرزي په وخت کې د لوړو پوستونو ډیر وړاندیزونه رد کړي دي، چې هم پکې خدمت ممکن و، هم شهرت او هم روا ګټه، خو ده تر دغو ټولو خپله فقیرانه مبارزه غوره ګڼلې ده. اوس هم د ولسمشر اشرف غني په واکمنۍ کې ورته مناسب لوړ پوستونه وړاندیز شویدي، خو ډاکتر صاحب بیا هم ندي منلي او فکر کوي چې تر لوړ مقام د ولس او ځوان نسل سره له نږدې کار ډیر موثر دی.
ډاکتر خوشال روهي دا اته کاله (۹۶ میاشتې) په افغانستان کې له خپلو خوږو اولادونو لیرې یوازې د خدمت لپاره مسافري کوي، د دې مودې په نیمایي کې هم په رسمي کار نه و بوخت او داوطلبانه یې له سهار له شپږو د ماخوستن تر لسو بجو مفت کار کړی دی. که کله يه رسمي کار بوخت هم وي نو بیا هم تر هر چا زیات موثر کار کوي او زیاتو ځوانانو ته د کار او زده کړو فرصتونه برابروي. تر رسمي وخت وروسته او د رخصتیو په وختونو کې بیا هم د خیر داوطلب خدمت کوي او یوازې په رسمي کار اکتفا نکوي. تر ده د ټیټو تحصیلاتو، تجربې او سویې کسان شته چې له شپږو تر لسو زرو ډالرو پورې مشروع میاشتنی عاید لري او دا کومه د خفګان او بدنیتۍ نه بلکې د خوښۍ خبره ده، خو ډاکتر خوشال روهي یوازې یو ځل د درې میاشتو لپاره درې نیم زره او د څو میاشتو لپاره ۲۷۰۰ ډالر معاش اخیستی دی، چې د یو شفاف قرارداد له مخې یې منظم کار کړی دی، نور پدغه ټوله کاري موده کې یې د ۷۰۰ او ۲۰۰۰ په منځ کې معاش اخیستی دی.
د کومې پروژې په باب چې يه یو شمیر دوستانو انتقاد شوی او د ډاکتر خوشال روهي نوم پکې راغلی دی، هغه د سرحدونو وزارت یوه رسمي پروژه وه چې د مالیې وزارت د موثرو رسمي کارونو لپاره منظوره کړې وه او نوموړی هم پکې د یوې برخې مشاور و. ډاکتر خوشال روهي نه یوازنی افغان دی چې په دغسې یوه حکومتي او قانوني پروژه کې یې کار کړی دی، نه لومړی و او نه به هم وروستی وي. په زرګونو افغانان په موسسو، حکومت او شخصي ادارو کې کار کوي او مناسب معاش اخلي او دا یې حق دی. خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د ډاکتر خوشال روهي د ښکاره، مشروع، د قرارداد پر بنسټ دندې مشکله او ناقانونه برخه کومه ده؟ د سرحدونو وزارت نوموړې پروژه د خوشال خان کمپلکس په نوم یادیده، او د خوشال خان لیسې سره ممکن په همدې خاطر مغالطه شوي وي، خو په هر صورت په دغه یا بله پورژه کې پر ډاکتر خوشال روهي د تورونو لګولو هیڅ منطق نشته. د دغسې تورونو سببونه معمولاً دوه ډوله وي:
یا دا چې تور لګونکی شخص له رښتیاوو خبر نه وي، ناسم معلومات یې د ناسم تحلیل سبب شي، او احساسات یې دې ته وهڅوي چې د یو بل مسلمان په باب هغه څه ووایي چې ناکره او غلط وي. پدې صورت کې باید انسان خپلې سهوې ته متوجه شي او له هغه شخص څخه معذرت وغواړي چې ده یې په باب ناسم قضاوت کړی دی. خکه د ناسمو معلوماتو پرته د یو چا په باب ناسم قضاوت خام کار دی.
دوهم حالت یې دا وي، چې ځینې اشخاص او ډلې د عقدې، کینې، حسادت یا منفي رقابت له مخې د یو چا شخصیت وژنه کوي. دا کار فسق دی او پدې ډول یو بل انسان ته زیان رسول دي، چې که تورلګونکی توبه ونه باسي نو ګنهګاریږي.
موږ هیله لرو چې کومو کسانو د ډاکتر خوشال روهي په باب بې انصافه خبرې، تبصرې او لیکنې کړې وي، په لومړۍ ډله کې وي او زموږ لدې توضیحاتو وروسته خپل نظرونه سم کړي. او که خدای ناخواسته له دوهمې دلې وي نو باید له الله تعالی څخه بښنه وغواړي، ځکه د انسان کرامت او شرافت له تیرې او تهمت څخه خوندي دی او دغسې تیري کوونکي د خدای د قهر مستحق دي.
زیاتو ملګرو ډاکتر خوشال روهي ته وویل چې د ځان سپیناوی وکړي، خو د هغه ځواب ساده و، او هغه دا چې د خیر او سمون په کارونو کې دومره بوخت دی چې د دغسې فرعي خبرو او بې بنسټه تورونو ځواب ته وزګار ندی. کله چې موږ پرې تاکید وکړ چې پښتانه وایي (تهمت نیمه رسوایي ده) او یا (چې رښتیا راځي، دروغو به کلي ړنګ کړي وي). نو دا اشتباهات یا اتهمات باید رد شي، خو ده وویل چې د خدای د نازولو پیغمبرانو په شمول د خیر او سمون هر داعي د دغسې حالاتو سره مخ شوی او په بدل کې ټولو یوه لاره نیولې ده چې هماغه صبر او بښنه ده. هغه وایي چې که دوستانو د دوی په پیژندنه کې سهوه کړې وي، پخپله به پوه شي او که چا د غرض او مرض له مخې دې کار ته ملا تړلې وي، په نصیحتونو نه اصلاح کیږي. ډاکتر خوشال روهي غوره ګڼي ټولو ته دعا وکړي چې موږ ټول په سمه لار روان شو او په ګډه د ګران هیواد او مظلوم ملت د یوه نه، یوه درد دوا شو. د ډاکتر خوشال روهي په باب د لوی خوشال بابا دا شعر ډیر ښه صدق کوي:
د خوشال قدر که اوس په هیچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کا ډیر عالم
خو موږ له متعال الله تعالی څخه ډاکتر خوشال روهي ته اوږد، پرثمره او بریالی ژوند غواړو چې د خدمت او خیر رسولو ټول ارمانونه یې پوره او افغانان یې هم په قدر هغسې پوه شي چې دی یې مستحق دی. همدا راز موږ ورته د خدای پاک له درباره همدغسې ټینګ عزم، د خیر نیت، صبر او اجر او د ګران افغانستان او خپل پتمن ولس د لا خدمت توفیق ورته غواړو.

- ملنګ ابراهیمي
بېرته شاته