(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لنډيو، متلونو اواشعارو پښتو ژبه ژوندۍ ساتلې ده

[20.Jun.2015 - 16:07]

د ګرداب اونیزې سره د ښاغلی نبي مصداق مرکه

ښاغلى نبي مصداق چې تېره اوونۍ کندهار ته په يوه علمي دوه ورځيني سيمينار کې د ګډون په موخه راغلى و، وايي کندهار ته يو وخت په ډېرو بدو او سختو ورځو کې راغلى و، چې هغه مهال پر څلورو برخو وېشل شوى و او هرې برخې يې ځان ته مشر درلود.

نوموړى زياتوي، هغه مهال د کندهار په يوه څنډه کې د امير لالي په نوم يو قوماندان واکمني کوله، په بله سيمه کې يې د سرکاتب حکومت و، په درېيمه برخه کې يې د ملا نقيب الله راج و او څلورمه برخه کې يې د سياف يوه قوماندان تر خپلې ولکې لاندې کړې وه. ښاغلى مصداق وايي، هغه وخت يې وغوښتل چې له دغو قوماندانانو سره مرکې وکړي، خو زياتوي د دغو قوماندانانو تر منځ د خپلمنځي جګړې له امله په ټول ښار کې د تګ راتګ لپاره هيڅ ډول وسيله نه پيدا کېده او په ډېره ستونزه به يې له يوه ځاى څخه بل ځاى ته ځان رساوه.

نوموړى وايي، هغه وخت په ټول ښار کې پاټکونه جوړ شوي وو او هر چا ځان ته خپل حکومت اعلان کړى و. ښاغلي مصداق وويل: «زه کندهار ته په ډېرو سختو ورځو کې راغلى يم، هغه مهال چې په کندهار کې خپلسري حکومتونه وو او تر څلور زيات مشران يې درلودل، هغه مهال د خلکو ژوند او پانګه هيڅ خوندي نه وه، خلک په يو او بل نامه وژل کېدل او له خلکو پيسې اخيستل کېدې. »

هغه زياتوي، وروسته بيا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کندهار ته راغلى او د ځينو ليدنو او مرکو په ترڅ کې ورته جوته شوه، چې خلک د ټوپکيانو د ژريم په پرتله له طالبانو خوښ دي

ښاغلى مصداق وايي، اوسمهال چې کندهار ته راغلى، نو بېخې فکر نه کوي چې دا دې هماغه د خپلمنځي جګړو د شپو- ورځو کندهار وي، نوموړى وايي اوس يې په کندهار کې د تېر په پرتله زيات بدلون او پرمختګ تر سترګو شوى دى.

نوموړي وويل: «زه فکر نه کوم دا هماغه کندهار دى، چې يو وخت مې په ډېر بد حالت کې ليدلى و، په ټوليز ډول ټول کندهار پرمختګ کړى او په ځانګړي ډول د عينو مېنې په ليدو داسې احساس کوم چې په کوم عربي هېواد کې ګرځم. »

هغه وايي، دا مهال د کندهار خلک هيله من ښکاري او غواړي چې په دغه ولايت کې د بيارغونې چارې همداسې پسې وغځول شي او پخوانۍ ستونزې بيا تکرار نه شي.

نوموړى زياتوي، کندهار ته د علمي دوه ورځيني سيمينار لپاره راغلى چې لومړۍ ورځ يې د ليکوال او توکم پوه استاد عبدالرازق پالوال د ستاينې لپاره ځانګړې شوې او دويمه ورځ يې د پښتو ژبې د لا ښه مروج کېدو لپاره بحث او مقالو ته ځانګړې شوې.

هغه وويل: «موږ په هېواد کې دوې رسمي ژبې لرو، چې يوه يې پښتو او بله يې دري ده، خو اوس په هېواد کې د پښتو په پرتله دري ژبه ډېره مروجه شوې او پښتو يې تر شا کړې ده، د ياد سيمينار له جوړېدو څخه موخه دا ده، چې څنګه کولاى شو خلک وهڅوو چې په هېواد دننه او بهر کې د دري ژبې تر څنګ په معياري ډول په ټولو ادارو، ورځيني ژوند او همدارنګه د ژوند په هره ساحه کې وکاروي. »

نوموړى وايي، پښتو ژبه ډېر قوي ګرامر لري، ډېره لرغونې ژبه ده، هغه ژباړې چې په فرانسوي، انګليسي او عربي کې کېږي په پښتو ژبه کې هم کېداى شي او خلک بايد په دې اهميت وپوهول شي.

ښاغلى مصداق وايي، د پښتو ژبې څو همزولې ژبې درې څلور زره کاله پخوا مړې شوې دي، خو د پښتو ژبې د ژوندي پاتې کېدو لوى لامل دا دى، چې پښتانه يو لوى اکثريت دى او بله خبره دا ده چې همدا پښتانه تر يوې ځانګړې سيمې پورې محدود نه دي، چې د بهرني استعمار او کلتوري يرغل

په وړاندې محوه شي. نوموړى زياتوي، پښتانه د دې تر څنګ چې په يوه پراخه سيمه کې خواره دي د ژوندې پاتې کېدو يو بل لامل يې دا دى، چې اکثره پښتني سيمې د زيات مهال لپاره د چا تر استعمار لاندې نه دي راغلي.

ښاغلى مصداق د پښتو ژبې د ژوندي پاتې کېدو يو بل اساسي او مهم علت په پښتو ژبه کې شعر و شاعري، پښتو متلونه او لنډۍ بولي، چې په وينا يې له يوه نسل څخه بل نسل ته پاتې کېږي او د خوندي کېدو تر څنګ دغه ژبه ژوندۍ پاتې شوې ده.

نوموړى وايي، په بهر کې يې زياتو بهرنيانو ته د پښتو ژبې تدريس ورکړى، چې په وينا يې هغوى هم د پښتو ژبې لرغونتيا، قوي ګرامر، ښکلي شعر، متلونو او لنډيو ته حيران شوي دي.

ښاغلى مصداق وايي، تر کومه چې موږ پښتو ته د نړۍ له پرمختللو ژبو څخه د هغوى ادبيات، سياسي افکار، فلسفي نظريات او همدارنګه د هغوى د پرمختګ رازونه و نه ژباړو، نو کېداى شي پښتو همداسې وروسته پاتې وي. نوموړى وايي، له انټرنيټ څخه په ګټې اخيستو سره موږ کولاى شو د ايران او ترکيې په څېر مهم غربي کتابونه په ډېره لنډه موده کې وژباړو او د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې ورڅخه استفاده وکړو.

هغه زياتوي، کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې يې د دغه ولايت په ځوانو ليکوالو کې علمي او روښان افکار او فعاليتونه تر سترګو شول، هغه وايي  هيله من شوى چې نور هېواد د علمي پرمختګ پر خوا سفر لنډ کړى او ژر به د بريا لوړو پوړيو ته ورسېږي.  

نبي مصداق/ ګرداب اونیزه

 
- نبي مصداق
بېرته شاته