(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اساسي قانون تاریخچه

[24.Jun.2015 - 18:36]

راټولونکی: سحرګل سحر

د افغانستان لومړنی اساسي قانون دنظام نامي ( نظام نامه اساسي) په نامه د امان الله خان پاچا په همت د ۱۳۰۳ ل کال په لویه جرګه کي چي په پغمان کي دایره او ۱۵۰۴ استازو ګډون پکښي کړی وؤ تدوین او تصویب سو، ددې نظام نامې ځیني حقوق او آزادۍ د ټولو هیوادوالو لپاره دتابیعت دمساوي حق، دشخصي حقوقو آزادي، شخصي خوندیتوب، دمریي توب او دمریي او یرغمل په توګه د افرادو ګمارلو لغوه کول، د ښووني او روزني حق، د ښوونځیو، خصوصي مدرسو آزادي او د لومړنیو زده کړو اجباري کول، د شتمنۍ خوندیتوب، د ځوروني منع کولو څخه عبارت دي .

 

 

دوهم : د محمد نادر خان دسلطنت په زمانه ( ۱۳۰۹ هـ ل کال) کي د افغانستان د دولت اساسي اصولنامه

دویم اساسي قانون د ۱۳۰۹ ل کال دلویي جرګې له خوا چي ۵۲۵ استازو پکښي ګډون کړی وؤ، د افغانستان د اصولنامې په نامه سره تصویب سو، پدې اصولنامه کي یوازي یوه موضوع نوې ده چي هغې ته دموکراتیک او ولسي رنګ ورکوي او هغه د افغانستان د لومړني پارلمان له تاسیس څخه عبارت دی چي د ( ملي شورا او اعیان ) دوه جرګې (مجلسونه ) یې درلودل، ددې اصولنامې له مخي کابینې د پارلمان په وړاندي مسؤلیت درلود.

د محمد ظاهر شاه دزمانې اساسي قانون چي په ۱۳۴۳ ل کال کي تصویب سو.
دریم اساسي قانون د محمد ظاهر شاه په زمانه کي وروسته له هغي چي د دې نوي اساسي قانون په متن باندي ډېر غور او بحث صورت ونیوی د ۴۵۹ استازو له خوا لاسلیک کړای سواو دپاچا له توشیح وروسته نافذ او داجرا وړوګرځېد، پدې قانون کي د افغانستان خلکو ته د دوئ په سیاسي، اداري، فرهنګي او عدلي ژوندانه کي د زیاتو بدلونونو وعدې ورکړل سوي وې.
د محمد داود خان د جمهوریت دوخت د۱۳۵۵ ل کال تصویب سوی اساسي قانون .
څلورم اساسي قانون د سردار محمد داود خان دجمهوریت په زمانه کي تدوین سو، د جمهوریت په پېل کي محمد داود خان دهغه بیانیې په ترڅ کي چي په ۱۳۵۲ ل کال د چنګاښ په ۲۶ مه نېټه یې واوروله د دموکراسي پر بنسټ ولاړ اساسي قانون د تصویبېدو ژمنه کړې وه، دغه ژمنه دکوم دلیل له یادولو پرته څلور کاله وځنډېده، وروسته په ۱۳۵۵ ل کال کي داساسي قانون مسوده په جریدو کي خپره سوه، د افغانستان په تاریخ کی دلومړي ځل لپاره د لویي جرګې له خوا د جمهور رئیس ټاکل، د دولت رئیس دجرم کولو، ملي خیانت، د ولسي جرګې له خوا د تهمتي کېدو او د لویي جرګې له خوا محاکمه کېدل ددې اساسي قانون مثبت ټکي دي .

د افغانستان دموکراتیک جمهوریت اساسي اصول د ۱۳۵۹ ل کال د ثور لومړی نېټه .
د افغانستان پنځم اساسي قانون د افغانستان دموکراتیک جمهوریت د اساسي اصولو په نامه په ۱۳۵۹ ل کال کي د افغانستان جمهوري دولت د انقلابي شورا له خوا په  ۱۰  فصلونو او  ۶۸  مادو کي په موقتي ډول تصویب سو او د اجرا وړ وګرځید.

شپږم اساسي قانون د ډاکټر نجیب الله د جمهوري ریاست په زمانه کي وضع سو.

د ۱۳۶۶ ل کال په لویه جرګه کي په ۱۳ فصلونو او ۱۴۹ مادو کي تصویب سو او دجمهور رئیس ډاکټر نجیب الله له خوا توشیح سو.
اووم اساسي قانون هیڅکله نه تصویب او نه توشیح سو .
د افغانستان دنوي اساسي اصولو دمتن وړاندیز په ۱۱۴ مادو کي د (۵۰) کسیز کمېسیون په واسطه د استاد برهان الدین رباني په زمانه کي تدوین سو، خو د جهادي تنظیمونو او دملت دمختلفو قشرونو دنیوکو له امله  چي دمتن په مسوده باندي یې لرلې، توشیح ته ونه رسېد .
زموږ د هیواد اوسنی اساسي قانون .
د اتم اساسي قانون مسوده د اساسي قانون په لویه جرګه کي چي د ۱۳۸۲ ل کال دلیندۍ د میاشتي په ۲۳  مه او د ۲۰۰۳ م کال د ډسمبر دمیاشتي پر ۱۴ مه نېټه دایره سوې وه، تر بحث لاندي ونیول سوه او د ۱۳۸۲ ل کال د مرغومي په ۱۴ مه نېټه یې تصویب کړه او دجمهور رئیس له توشیح وروسته نافذه سوه .
زموږ اوسنی اساسي قانون د یوې مقدمې، ۱۲ فصلونو او له ۱۶۲ مادو څخه تشکیل سوی دی، لومړی فصل د دولت، دویم فصل دهیواد داتباعو داساسي حقوقو او دندو، دریم فصل دجمهور رئیس، څلورم فصل دحکومت، پنځم فصل دملي شورا، شپږم فصل د لویي جرګې، اووم فصل دقضا، اتم فصل د ادارې، نهم فصل داضطرار دحالت، لسم فصل دتعدیل، یوولسم فصل د متفرقه حکمونو او دوولسم فصل یې د انتقالي حکمونو په باره کي بحث کوي .

- راټولونکی: سحرګل سحر
بېرته شاته