(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

واده که د خارج تګ پاسپورټ

[30.Jun.2015 - 19:00]

لیک:سیلۍ شینوارې

د ژوند ملګري انتخابول څه آسانه کار نه دی خو بیا ځنې کورنۍ او ان پېغلې د هلک کتلو او یا پوره معلومات تر لاسه کولو پرته خپله لور خارج په نوم کندې ته ور ګوزار کړي، که د افغانستان دننه رېباران ولري نو په هلک کې به شل کمۍ را په ګوته کړي خو چې خبره د خارجي رېبارانو شي بیا نو بس فکر ته ضرورت نشته.
مونږ چې په بازار کې یو څه اخلو نو په اخیستلو کې یې څومره غور او دقت کوو چې کیفیت یې ښه وي،زر خراب نه شي،رنګ یې او داسې نور،نو بیا په داسې پرېکړه کې څنګه دومره بې غوري کولی شو؟؟؟

څنګه خپل کلونو کلونو ارمان چې په زړه کې مو پټ د هغه چا په انتظار ساتلی چې لا مو لیدلی هم نه دی او په خیال او تصور کې یې تصویرونه جوړوو د یوې وړې هيلې(خارج تګ) لپاره ناديده نيولی شو؟؟؟؟

زه دا نه وایم چې په خارج کې به خدای مه کړه ټول هلکان بد وي خو مونږ وینو چې د خارج په نوم د مونږ ډېرو خویندو هيلې خاورې شوي،یا خو به یې هلک هیڅ لیدلی نه وو چې د واده نه پس به یې د پلار همزولی ختلی وي او یا یې که لیدلی هم وي،صرف ظاهر ته یې وګوری او بس ووایي چې ښایسته ځوان دی،مخکې لاړ شي یا به  د کوژدن نه پس خبره ختمه شي اوجالبه بیا دا چې له ډېرو نجونو مې چې هلته نامزاد دي اورېدلي چې یو بل ته وایی تر څو چې دې نامزاد کارونه نه وي خلاص کړي واده ونکړې،یعنې په هغه چا چې غواړي ټول عمر ورسره تېر کړي دومره بې اعتباره وي.

د تره لمسۍ مې ۵ کاله یو هلک سره په اروپا کې نامزاده وه خو آخر یې ځواب ورکړ چې زه او ته خوشحاله ژوند نه شو سره تېرولی او زمونږ په ټولنه کې چې جینی کوژدن ماته شي بیا شل رقم کیسې پسې جوړېږي،په آسانی بل چا سره هم واده نه شي کولای او ټول ژوند یې دا یوه غلطه پرېکړه ور خراب کړي.

په انستیتوت کې مې یوه ملګرې وه نو هر وخت به خفه ښکارېده، د خفګان علت مې ترې وپوښتل ویې ویل:نامزاد مې په جرمني کې دی خو په میاشت کې مې پوښتنه نه کوي او راته وایي چې ته مې مور خوښه کړې یې،ما نه د هغې ځای ځوانان له دې ځای ځوانانو سره ډېر فرق لري،هغوی په داسې  هېوادونو کې لوی شوي وي چې نه په دین او نه په نورو دودونو کې مونږ ته ورته دي او محیط په هر چا اغیزه کولای شي ، هلته مېشت ځنې ځوانان خو  اصلا په مینه نه پوهېږي خو چې بیا ښه عمر په تېر شي او د بوډاتوب له ځانلوالي وېره ورسره پیدا شي بیا ووایي چې راځه په خپل وطن کې چا سره واده وکړم چې کور مې آباد شي ځکه په هغې ځای نجونو یې دا اعتبار نه وي چې په خوښه به یې ژوند ورسره تېر کړي.

زه خو وایم چې دوه تنه دې سره په یوه خیمه کې ژوند وکړي خو چې سره خوشحاله وي.واده د خارج تګ پاسپورت نه بلکې د دوه زړونو تړاو دی، که دوه کسان د دنیا تر ټولو ښکلي ښار(پاریس)په کومه ماڼۍ کې هم اووسېږي ښو زړونو مینه یې سره نه وي،هېڅ وخت خوشحاله ژوند نه شي لرلی او که برعکس د افغانستان کوم غریب ځوان سره د خټو په کور کې ژوند کوي او سره خوشحاله وي نو دا ځای او کور به ورته جنت نه کم نه وي.

زه پوهېږم چې په افغانستان کې ژوند تېرول  سخت دي او بیا د نجونو لپاره چې د واده نه پس یې ټول ژوند د نورو په خوښه وي نو ځکه په دې پرېکړه کې د زړه خبره کمه او د مغزو ډېره اوري خو په دې فیصلې کې باید د زړه او مغزو دواړو خبرې ته غوږ ونیول شي ځکه چې دا د ټول ژوند خبره ده او باید تر هر څه ډېر ورته فکر وکړو او خپله غلطي د قسمت مظلومې کلمې په اوږو وا نه چوو لکه چې وایي

یو په مشرق بل په مغرب وي
چې نصیبونه سره یو شي یو ځای شینه

که داسې ووایو چې دا د قسمت او نصیب خبرې دي نو بیا مو خپل ژوند په خپله خراب کړی.

که غواړی د هغې ځای کوم ځوان سره کوژدن وکړی نو باید لومړی خو داسې څوک وي چې تاسو ته هللک باره کې پوره معلومات درکړي او که داسې څوک هم نه وو نو بیا باید هلک سره ووينی او خبرې ورسره وکړی،که څه هم انسان پېژندل سخت دي،په یو یا دوه ځل کتلو نه معلومېږی خو بیا هم کولای شی د هغې سره به خبرو او بېلابېلو پوښتنو دا اندازه درته ولګي چې تاسو ورسره ژوند په خوشحالی تېرولی شی او که نه؟؟؟

مهمه دا چې درته معلومه شي چې هلک تاسو سره د زړه مینه لري؟؟؟ او دا پوښتنه باید ترې وشي او چې پوه شوی د اندېښنې وړ څه خبره نشته نو بیا خبره نصیب ته پرېږدی او په الله پاک توکل وکړی.

الله پاک دې داسې ورځ راولي چې ګران افغانستان مو د بل هر هېواد نه پرمختللی او رسېدلی وي او دا د خارجي هېوادونو کیسې ورکې شي.

- سیلۍ شینوارې
بېرته شاته