(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هېره ژبه

[03.Jul.2015 - 10:10]

لیک : اجمل ښکلی
موږ د ادب په لوست کې ډېر جدي  نه يو. دا به هم يو لامل وي، چې په ټوله کې د ادب او په تېره د شاعرۍ په اصلې ماناوو نه پوهېږو.
موږ چې په اسانه شاعرۍ روږدي يو، پر پېچلې مانا يا نه پوهېږو يا ترې سطحي مانا اخلو او دا د شاعرۍ مرګ دى. ادب د دقيق لوستونکي تږى دى.
که په کوم حکايت يا نکل کې خزانه او پر خزانه له پاسه ښامار ولولو، همدغه لومړۍ مانا ترې اخلو او دې ته مو ذهن نه ځي، چې په خزانه کې نور هم ډېر څه پټ دي او د ښامار تر شا د هغه سيورى هم شته.
پښتو ادب چې له ځيرکو لوستونکو او کره کتونکو سره کم مخ شوى او تشبيه او استعاره پکې ډېره کارېدلې، لوستونکي يې له سمبول سره سم اشنا نه دي او که څه نا څه اشنا دي، له هغو سمبولونو سره اشنا دي، چي اوس سمبولونه نه دي او په معلومو نښو اوښتي دي.
په سمبول کې د قرينې پر خلاف لفظي قرينه نه وي، چې سړي ته پخپله په متن کې مانا ته لار وباسي. لوستونکى چې په لفظي قرينې پسې سترګې ګرځوي، تېر وځي او څرنګه چې سمبول د استعارې پر خلاف لومړۍ(حقيقي) او څو مجازي ماناوې لري، لوستونکى يې په همغه لومړۍ مانا کې پاتې شي، مخکې رانه شي.
سمبول چې پر عقلي قرينه ولاړ وي او له لوستونکي نه هيله کوي، چې د متن له کلي مانا نه پوه شي، چې اصلي مانا چېرته بله جزيره کې ده؛ نو د لوستونکي د ژورې مطالعې او مشاهدې متقاضي وي. کوم لوستونکى چې د زرګر نظر ولري، له واره يې په اصالت او کوټه والي پوه شي او که زر اصلي وي، له خولې يې ''واه'' ووځي.
لوى شاعر هغه نه دى، چې د نورو سمبولونه تکرار کړي، بلکې هغه دى، چې خپل سمبولونه جوړ کړي. کاروان ته ځکه لوى وايو، چې دنښتر او چينار او نورو ډېرو سمبولونو خاوند دى او مولينا ته ځکه لوى وايو، چې خورشيد يې د خداى او شمس لپاره سمبول کړى دى.
اتل افغان هم په داسې شاعرانو کې راځي، چې کله نا کله يې دود سمبولونو تکرار کړي، خو نوي سمبولونه هم لري او کمال دا دى، چې خبرې ورسره شته. موږ شاعران ډېر لرو؛ خو خبرې کمې او کم شاعران مو داسې دي، چې ژوره مطالعه يې کړې او د نړۍ په اړه د نظر خاوندان دي.
اتل افغان وايي:
بهر عکسونه راوتلي تماشې مو کوي
او په هېندارو کې له هر چا نه خپل ځان پاتې دى
په تصوف کې هېنداره ځان يا مرشد ته وايي، چې د حق مشاهده پکې کېږي؛ خو په نوې سمبوليکه شاعرۍ کې هېنداره د ماضي سمبول دى؛ نو د دې بيت مانا دا راوځي، چې ماضي مې پر ذهن دومره سپره ده، چې حال کې يې راته ژوند سخت کړى. مطلب دا شو، چې هر سړى اوسي په حال کې خو ذهن او حواس يې ټول په ماضي کې وي او دى هملته په ماضي کې له خپلو خوږو، ترخو خاطرو سره پاتې وي. موږ چې پر ماضي او تاريخونو مين يو، د حال او مستقبل لپاره څه نه لرو او اصلا په ماضي کې پاتې وي. اتل افغان وايي:
ښکارېږي ما ته بلاګانې له څېرې نه بهر
نور به راونه وځم، زه له آيينې نه بهر
همداسې يې دا بيت هم دى:
زه به د خپلې هيبتي څېرې نه ډېر ويرېدم
ما مسلسل مخ ته ونه نيوه روغ کال آيينه
شاه سعود وايي:
چې له خوبه راويښېږم، ضايع کېږم
بې تعبيره پاتې کېږم، ضايع کېږم
په دې بيت کې لفظي قرينه نشته؛ خو موږ د خپل عقلي منطق پر بنسټ پوهېږو، چې شاعر راته بل څه وايي. که دا بل څه ونه مومو، له شعره اصلي خوند نه شو اخيستاى. د اوولسمۍ پېړۍ فرانسوى فيلسوف ديکارت شک کوي او وايي، چې هسې نه چې دا ژوند خوب نه وي، چې يوه ورځ ترې راويښ شو او ووايو، چې اخۍ، دا خو مو خوب ليده؛ ځکه نو سعود وايي، که دا خوب وي، هم ښه دى، تعبير خو به لري. که له دې خوب راويښ شوم، بيا خو به ويښ يم، بيا به تعبير او ارمان ته څه ضرورت وي؟
سمبول د پارډاکس غوندې خبره لري، د يوه مفهوم لپاره ايجادېږي، تش پوستکي نه وي، ځکه نو ويلاى شو، چې په خبرو کې د نوي منطق او نوې زاويې پيدا کولو يوه وسيله سمبول هم دى.
د سپنسر جانسن په (هغوى څنګه بريالي شول) ناول کې د پنېر د پيدا کولو لپاره د موږکانو هلې ځلې وينو. په کليله او دمنه کې د حيواناتو خبرې اورو؛ نو پکار ده، چې پوه شو، چې هلته موږکان، موږکان نه دي، انسانان دي او پنېر مال او دولت دى، چې خلک پسې لغتې وهي. په حيواني کيسو کې، چې په انګليسي ورته Fable وايي، د شاه او مشر لپاره د زمري، د وږسولي، بېمانه او ټګ بنيادم لپاره د ګيدړې او د ساده انسان لپاره د غويي استعارې او سمبولونه وينو.
پر سمبولونو سربېره زموږ پر ادب بله پرده تمثيلونه دي، چې موږ يې يا د ادب له مخه لرې کولاى نه شو يا يې د لرې کولو هڅه نه کوو. د مجروح صاحب (ځانځاني ښامار) په همدغو تمثيلي شعرونو کې راځي، چې تر شا يې اصلې ماناوې پټې دي.
سمبول يوه کلمه وي؛ خو تمثيل پوره يوه يا څو جملې يا د سمبولونو مجموعه. په تمثيل کې له پوره متن نه استعاري مانا اخلو.
(د زرو هيندارو کور) په يوه ژباړلي حکايت کې لولو، چې يو بودايي راهب خپلو پيروانو ته حکم وکړي، چې هغه پيشو وتړي، چې شور کوي. دا نو بيا په هغه صومعه کې يو سنت وګرځي. د دې حکايت کلي مفهوم دا دى، چې عموما پر مذهبونو د وخت دوړه پرېوځي او ځينې کارونه چې د اړتيا يا مجبورۍ له امله شوي وي، هغه هم پکې شامل شي.
شهنواز باقر وايي:
کور چې مې بند و، هره ورځ به مې ښيښې ماتې وې
کور چې مې خلاص دى، له يوه ماشوم نه بال نه راځي
له دې بيت نه بېلابېلې کلي ماناوې اخيستاى شو. مطلب، اوس مې چې ذهن شر ته اماده کړى، نه راځي. اوس مې چې زړه مينې ته خلاص کړى، يو نظر هم راباندې اغېز نه کوي او داسې نورې ماناوې ترې اخيستاى شو.
بل بيت يې دى:
هغه تصوير مې اوس هم د نظر په جېب کې پروت دى
چې مړاوي وو په چا پسې ګلونه د دېوال
که د دې شعر تمثيلې اړخ ته پام ونه کړو او کلي مفهوم ترې وانخلو، په مانا يې نه پوهېږو. د شاعر هدف دا دى، چې انسان چې خپه وي، ګرچاپېره ورته هر څه خپه خپه ښکاري. چاپېريال به همغه وي؛ خو چې سړى خوشحاله وي، يو رنګ وي، چې خپه وي، بل رنګ؛ نو ځکه وايي، چې ما ته د دېوال پر سر ګلونه هم په تا پسې د ځان غوندې مړاوي ښکارېدل. يا ښايي، دېوال د سړي سمبول وي او ګلونه د زړه؛ نو د چا زړه په چا پسې خپه و۔ دواړه غبرګې ماناوې درلوداى شي او دې غبرګو ماناوو دا بيت خوندور کړى.
درېيم علت يې دا دى، چې په اوسنۍ شاعرۍ کې د دوه مسرو ترمنځ کله ناکله ښکاره يا لفظي ارتباط نه وي، چې لوستونکى د دواړو ګډې مانا ته ځير شي او اصلي مانا ترې واخلي؛ نو دواړه مسرې ورته مستقلې ښکاري. احسان الله درمل په ټوله کې د هندي مکتب او په دې کې بيا د مرحوم پسرلي د پېچلتيا يو دليل دا هم ښودلى دى.
شهنواز باقر وايي:
ښه پرون خو ته زما په ياد کې نه وې
ښه پرون ولې په شنه اسمان باران و
د (ښه پرون) غبرګو کلمو د دواړو مسرو ترمنځ صريح تړاو پيدا کړى، چې لوستونکې ته ذهنيت ورکوي، چې د دې مسرو ترمنځ خو ارتباط شته، خو چې څه مانيز ارتباط به وي؛ نو که فکر ورته وکړي، پوهېږي، چې (ياد) د ورېځو لپار مستعارمنه دى؛ خو مستعارله نه دى ياد شوى. شين اسمان د خپلې خوشحالۍ استعاره ده. استعاره ورته ځکه وايو، چې (ياد نه وې) په ورته وخت کې لفظي قرينه هم ده او باران د اوښکو استعاره ده؛ نو کلي مفهوم يې دا راوځي، چې ښه پرون خو مې په ياد هم نه وې، بيا هم ژړا راتله؛ خو د دې مفهوم تر شا بل مفهوم دا دى، چې زما په ياد نه وې، خو بيا مې هم په ياد وې. پوهېدم نه، خو يادولې مې او درپسې ژړل مې.
دا يواځې باقر نه دى، چې (اوښکو) ته يې باران ويلى، تر ده مخکې مولينا او ورپسې په پښتو کې حمزه بابا او نورو ډېرو شاعرانو هم کارولى او په ولسي شاعرۍ کې هم شته دى، ځکه يې نو که چا پخوا دا مانا لوستې وي، د دې کلمې په مانا په اسانه پوهېږي.
که د باقر دا بيت داسې کړو:
ښه پرون خو ورېځې ګرچاپېره نه وې
ښه پرون ولې په شنه اسمان باران و
نو که د (ښه پرون) غبرګې کلمې بيا هم څه نا څه د قرينې کار کوي؛ خو بيا هم شعر سمبوليک شو او همغه مانا لري؛ خو صرف بڼه يې بدله شوې؛ نو که پر سم لوستونکي وانه وړي، ښايي هسې عادي خبره يې وګڼي، چې شاعر بس باران ته اشاره کړې، چې پرون خو ورېځې نه وې، بيا هم باران و.
پسرلى صاحب وايي:
لا ډېرېږي په هستۍ د هستۍ لوږه
د ګوهر په اوبو تنده نه ماتېږي
په دې شعر کې مدعاالمثل وينو، چې د ادعا(لا ډېرېږي په هستۍ د هستۍ لوږه) د اثبات لپاره يې د (ګوهر په اوبو تنده نه ماتېږي) دليل راوړى دى. مدعاالمثل د دواړو مسرو ترمنځ اړيکه جوره کړې؛ خو عام لوستونکى چې له مدعاالمثل سره اشنا نه وي، ښايي دواړه مسرې خپلواکې وګڼي او تشه خبره ورته ښکاره شي.
موږ له خپل ادب سره همدغسې سرسري او سطحي چلن کوو او په پټو او مهمو ماناوو پسې يې نه ګرځو.

- اجمل ښکلی
بېرته شاته