(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه کندوزی نه یم ، ننګرهاری یم،خولیکم درته ..!

[03.Jul.2015 - 14:30]

زه کندوزی نه یم ، ننګرهاری یم،خولیکم درته لیدلی حال د سترګو!
لیک: روان جبارخېل
پوهېږم او پوهېږۍ چې د هېواد اساسي او بنسټیز حالت او روحیه مولا هغومره پیاوړې نه ده څومره چې لازمه ده، ددې جنګ او وحشت ځپلي هېواد ډېری وګړي لا هم په جنګي روحیه په پخوانیو چرکي جنګي څپرویو کې دغفلت او وحشت په ترخه خوب ویده پاتې دي، دلته لاهم د تور او سپین وزن د قومي ، ژبني، سمتي، سیاسي او ټولنیز حالت په تور او وحشتناکه ترازو تلل کېږي، دلته فکرونه لا هم د هغو ملعونو لېوانو لخوا مغشوش او یرغمل دي  کوم چې کلونه کلونه په ثابت او یرغمل شوي ډول ددې دنیا په ارزښت نه دي پوه شوي، په ځانګړي ډول د پښتون قوم سبوتاژ او تیت په ترک حالت لا د مایوسۍ ټغر خورکړی او خوروي یې. دا هغه څه دي کوم چې هغه د هندیانو خبره د پورانه (زوړ او وختني) سیاسیون لخوا په میراث راپاتې دي، دلته منفي ګرایي دومره ډېره شوې چې حتا باور لا څوک پیژني هم نه، دلته ځوان، زوړ – خاین، با احساسه – ژوندی ، مړ په یوه اندازه ارزیابي کېږي، حتا مړه مو لا د ژوندیو لس برابره قهرمانان دي، په کلتوریز او ټولنیز قانون کې مو د تشویق او ستایلو ځای غندلو نیولی، دمننې کلیمه مو د کبر او غرور پر بنسټ لا پخوا هېره ده.
راځم کیسې ته !
دمعمول په توګه شکر له ډېرو پښتنو چارواکو، روشنفکرانو په ځانګړي ډول د ولس له استازو سره ناست شوی یم، د هغوي د فعالیتونو، نه فعالیتونو، حرکاتو، سکناتو ، ولسي مینې او په ځانګړې توګه  د درد او احساس له عاطفې څخه ښه خبر یم، وکیلان او استازي مې لیدلي چې استازولي یې ستره سوداګري ده ، همېشه یې ولس د نقلیه وسیلې په توګه کارولی او کاروي یې، د ولس په اوږو سپور ځي او راځي، کورونه یې د مؤکلینو نه ، بلکه د سوداګرو د ناستې او ولاړې مرکزونه ګرځېدلي، خو نن د معمول خلاف د یو وکیل په کور وربرابر شوی یم کیسه یې درته کوم.
 د مخابرې  زلمی له نورو ګڼو ځوانانو سره ولاړ او په لاس کې یې بلا غوښتنلیکونه راټول کړي دي، کلیوال ښکته پورته کېږي، په عزت داخل ته ځو، ګورو چې  هغه د پښتنو خبره برګ اتڼ دی، څوک وځي څوک ننوزي، وکیل دی مؤکلین دي، عریضې دي غوښتنې دي.
ستړي مشئ ښه راغلاست یې راسره ووایه ویل یې زمونږ او ستاسو کیسې وروسته دي، د شپې ترناوخته لا کېناستو، وکیل صیب لګیا دی تلیفونونه دي خبرې دي ، خدای شته د وکیل صیب مې دا فعالیتونه خوښ شول، له هغو مسُلو خلاص شو راغی سوړ اسویلی یې وویسته.
هلکو چای راوړئ!
دا نو د روژې له ماښامه درې څلور ساعته تېر دي، وکیل صیب د زړه خواله راسره شروع کړل، هغه د منظم استازیتوب لپاره د فعالیتونو سترکچر(جوړښت) درلود، وخت یې درلود، دمخامخ ستونزو د حل ترڅنګ ددې ښاغلي په دفتر کې  په اتو (۸) ټلیفوني شمېرو د مؤکلینو ستونزې اورېدل کېدې، غوښتنې ټولېدې، لیکل کېدې او دهغو د اجراء لپاره منظم له خپل منشي سره پرې بحث کېده چې سهار به له خیره له دې ځایه شروع او پردې ځای به یې ختموو، د وکیل صیب بلا کارونه مو ولیدل لیکن د ا استازی خفه مالومېده، د خفګان سبب یې زمونږ د پښتنو غرور وو او خفګان یې پرځای هم وو، نوموړي ویل چې د یوه داسې ولایت دخلکو استازی دی چې د ولایت وګړي یې له ډېره کبره لا سکرتر سره خبرې هم نه کوي او نه هم ورته سکرتر او منشي کوم ارزښت لري، هر یو تمه لري چې پخپله ستونزمنې او ډېرې عادي مسلې له ما سره  بې له کوم احسان او نزاکتي احترام شریکې کړي، د وکیل صیب په وینا په ځینو مواردو کې چې په کومه مهمه جلسه کې وي او د مؤکل ټلیفون ته په وخت ځواب ونه ویل شي، جالبه خو داده چې مجبور دی وروسته خپل مؤکل  راپخلا کړي، ځکه هغه مرور وي چې ولې زما ټلیفون ته ناوخته ځواب وویل شو.
له وضعیته داسې ښکارېده چې وکیل صیب دې دمخامخو ستونزو د حل او اورېدلو ترڅنګ د ورځې لږ ترلږه دوه سوه یا درې سوه ټلیفوني اړیکو ته ځواب ووایي هغه هم پخپله او هغه هم د یو داسې ولایت وګړو ته  چې پښتانه پکې کلونه کلونه یو محکوم او ځپل شوی اکثریت قوم وو، خونن دهغه ولایت پښتون استازی او نمایند ټوله ورځ  ولسي جرګه پرسر اخستي وي، په هر ټلویزیون کې یې چې ګورې دخپل قوم او ولس رښتیني مدافع دی، خو له بده مرغه چې په ځینو مواردو کې د سیمې د ځینو بې همته او ټیټو جواسیسو لخوا ورپسې ددې لپاره منفي تبلیغات کېږي چې په هغو سیمو کې لا د اکثریت مظلوم پښتون غږ د پخوا په ډول خاموش اووسي، خو اوس له نېکه مرغه وکیل صیب هغه څوک دی ، چاچې په تېرو ټاکنو کې د خپل سر په بیعه دا کثریت پښتون قوم نمایندګي ثابته کړه، پوهېږۍ دا څوک او دکوم ولایت د خلکو استازی دی ؟
دا په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو رښتینی (د دښمن د سترګو اغزی) انجینیر صیب کمال دی.
انجینیر صیب کمال هغه څوک دی چې په کندوز ولایت کې یې د پښتنو ترڅنګ د نورو قومونو د هرې غوښتنې لپاره د خپل وس او توان مطابق منډې ترړې کړي، خو په ځانګړې توګه باید یادونه وشي چې نوموړی په شمال  کې له ډېرو امنیتي ، سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي ملحوضاتو سره سره له خاورو ایرو څخه د پښتون قوم د راپورته کولو په موخه ستره مبارزه کړې او لا یې هم کوي، دنوموړي په دې فعالیتونو چې څوک سترګې پټوي، په شمال کې به له محکوم اکثریت سره ستره جفا وي. 
په یاد ولرۍ چې دا څو کرښې مې ددې لپاره ددې ښاغلي په ستاینه او حقیقت څرګندولو تورې نکړې چې ګوندې زما لپاره به یې کوم کار ترسره کړی وي، اویاهم زه د کندوز ولایت یم چې شخصي منافعې به مې د نوموړي په اړه په لیکنه کې نغښتې وي، نه داسې نه ده ، دا دیوځانګړي احساس له مخې د نوموړي حق دی چې زه ننګرهاری دې دنوموړي په اړه حقایق بیان کړم ، خدای تعالی دې د کندوز د خلکو لپاره ترډېره ژوندی لري، ژوند، ژوند، ژوند... مړه دي وي ددې وطن او کمال دښمنان.
درنښت

- جبارخېل
بېرته شاته