(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باز محمد عابد د کار سړی

[03.Jul.2015 - 23:26]

د ټولني د وروسته پاتي غریبانو خدايي خدمتګار، باز محمد عابد

نوښت په هره میاشت کې یو د کار سړی لمانځي، او د خدمتونو قدرداني یې کوي، په دې برخه کې د باز خیریه بنسټ موسس او مشر بازمحمد عابد لمانځي، ښاغلی عابد هغه زړه سوانده شخص دي، چې له خپلي عاطفې له مخې د خپلي ټولنې له زوریدلو کسانو سره مرسته کوي.
عابد صاحب په ننګرهار کې د باز خیریه بنسټ په نوم یو خیریه بنسټ جوړ کړی، او له شتمنو خلکو مرسته راټولوي، بیا یې پر غریبو خلکو بیرته ویشي.
بازمحمد عابد هغه نوم دی چې په شعر او ادب سربیره نن سبا په مدني او خیریه فعالیتونو کې هم خورا مطرح شوی.  له اجتماعي شبکې فیسبوک نه په استفادې معلولینو ته د مرستو جلبولو لړۍ نوموړی وهڅاوه چې د باز خیریه ټولنه پرانیزي او د معلولینو د لاسنیوي دې چارې ته دایمي بڼه ورکړي.
بازمحمد عابد له ننه شاوخوا  اته  څلويښت کاله وړاندې  د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخیلو كلي د شهزاده په كور كې زېږېدلى دى. هغه تر يوولسم ټولګي پورې زده كړې په خپل كلي كې وكړې او بيا يې د هجرت سختيو ته مټې ونغاړلې. په پېښور كې يې له كار او روزګار سره سره ايله دومره وكړاى شول چې د شاه دوشمشیره له لیسې څخه د دولسم ټولګي برى ليك تر لاسه كړي.
عابد  په دوه زرم ميلادي كال كې، د عرفان کلتوري مرکز له خوا د خپريدونکې پښتو او فارسي درې مياشتنۍ سپيدې مجلې مرستيال و او پوره دوه كاله يې په دغه مجله كې كار وكړ. د ٢٠٠٢ کال په مارچ مياشت کې يې له بي بي سي راډيو سره د نشراتو په برخه کې کار پيل کړ، خو په دې وروستيو کې يې دا دنده پرېښوده.  نوموړی دا مهال په جلال اباد کې  د مشعل په نوم د يوې بهرنۍ راډيو سيمه ييز خبريال دى.
عابد له تاندې ځوانۍ شعر لیکل پيل کړ، او بیا وروسته د لیکوالۍ او خبریالۍ ډګر ته یې مخه کړه.  نوموړی شاوخوا دوه کاله وړاندې له دغو ستړو کارونو سره سره یو مدني فعالیت هم پيل کړ.
د فعالیتونو پيل
د عابد د نوي فعالیت کیسه د لیکوال او شاعر شرر ساپي له حادثې پیلیږي، کله چې هغه په یوه پيښه کې سوځي او درملنې ته یې د ډېرو پيسو اړتیا وي. د ښاغلي عابد د خولې خبره ده چې هغه مهال یې د ټولنیزې شبکې فیسبوک له لارې د مرستې غږ زرګونه ډالر د شرر ساپي تر کوره ورسول او وروسته ورسره د نورو مرستو د جلبولو فکر هم پیدا شو. بازمحمد عابد زیاته کړه: ((بیا مې له ملګرو سره تر مشورې او ډېر غور او فکر وروسته پرېکړه وکړه چې معلولو وګړو ته د ویلچر یا ګرځنده چوکۍ رانیولو او هغوی ته د ورکړې لپاره د خلکو مرستې راجلبې کړم.))
د کار انګیزه
عابد وايي معلولینو سره د دې مرستو پیلولو انګیزه تر یوه حده دا هم وه چې د خپلې لور معیوبیت ډېر ځورولی و: ((زما مشره لور شله وه، ډاکټرانو راته ویل چې پنځه کلنۍ کې ښه کیږي، تر هغه ورخته یې کړولم؛ خو چې جوړه شوه ارمان راسره دا پيدا شو چې خدای دومره وس راکړي چې له معلولو وګړو سره مرسته وکړم، او اوس یې وخت راغلی.))
د ښاغلي عابد د معلوماتو له مخې تر اوسه ورسره د هېواد په ګډون د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه له سلو زیاتو کسانو زرګونه افغانۍ مرسته کړې چې د شاوخوا ۲۵۰ ویلچرونو پيسې ترې جوړې شوې دي. عابد وايي، د مرستې اعلان په فیسبوک پاڼه ښکاره کوي، خو بیا مرسته کوونکي د ځانګړو پیغامونو له لارې ورسره د مرستې ژمنه کوي.
باز خیریه بنسټ
باز محمد عابد تر یوه حده په یوازې ځان مرستې راټولولې، ویلچرونه یې اخستل، معلول کسان یې پيدا کول او بیا یې هغوی ته ورکول، خو وایي اوس یې یو بنسټ جوړ کړی چې ۱۳ تنه غړي لري. هغه وړاندې وویل:(( اوس راسره په باز خیریه بنسټ کې د پوهنتون استادان، لیکوال، شاعران او ژورنالیستان ملګري دي او چارې مو په ګډو مشورو روانې دي.))
څومره مرسته شوې؟
باز محمد عابد وايي، له معلولینو سره د ویلچرونو پر مرستې سربیره یې په تېر ژمي کې سلګونه هېوادوال  د تودو ژمنیو لباسونو مرستو ته جلب کړي او بیا یې په غریبو کورنیو وېشلي، دغه راز یې د کابل بانک وروستۍ خونړۍ پېښې څلویښتو زیامنو شویو کورنیو ته یې د خلکو په مرسته خوراکي توکي ورکړي او د همدغې پېښې له دوو کونډو سره یې نغدي مرستې کړې دي.
خو عابد وايي چې باز خیریه بنسټ اوس پلان لري، په راتلونکې کې مرستې یوازې د معلولینو لپاره ویلچرونو یا ګرځنده چوکیو رانیولو ته ځانګړې کړي. عابد وايي، له معلولینو سره له دا ډول مرستو خوند اخلي، د سکون احساس کوي او هیله لري چې د خپلو هڅو په دوام ګڼ معلولین د ګرځنده چوکۍ پر مرسته د تګ پرمهال وویني.
که څه هم په افغاني ټولنه کې تر ډېره داسې خیر رسوونکي خلک نه دي ستایل شوي، خو عابد ځکه د خپلو هڅو ګړندي کولو فکر کې دی چې د خپلو زحمتونو ثمره یې د بېلابېلو اشخاصو او ټولنو له لورې د ۱۳ مډالونو اوستاینلیکونو په ترلاسه کولو کې لیدلې ده.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې پر باز خیریه بنسټ سربیره یو شمیر نورې خیریه ټولنې رامنځته شوې چې وخت ناوخت یې له بې وزلو او اړو هېوادوالو سره مرستې کړې دي.
نوښت خبري ویبپاڼه د ښاغلي باز د خدمتونو ستاینه او قدر داني کوي، او دده د هڅو او زحمتونو د قدردانۍ په موخه یې دادي، د کار سړي په برخه کې لمانځي او هم ورته ستاینلیک ورکوي.
دده د لا بریا او هڅو په هیله!
په درنښت: د نوښت خبري ویبپاڼي اداره

- نوښت
بېرته شاته