(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون قام باید لویه جرګه راوبلي اوخپل مشر وټاکي

[07.Jul.2015 - 18:47]

لیک: زلمی پښتون 

پښتون قام باید لویه جرګه راوبلي او ټولو پښتون میشتو سیمو څخه پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي.  لمړی باید ټول پښتانه یو مشر وټاکې ترڅو دپښتون قام ګټو او حقوقو څخه دفاع وکړي او ټول قام ئې  ملاتړ وکړي، ځکه چې اوسنیو حالاتو کې دپښتون قام لمړۍ ستونزه دیو پښتون مشر نه شتون دی، چې ټول پښتانه پرې راټول شي او دپښتون قام ستونزو حل لپاره کار وکړي تاسو وینۍ چې ورځ تر بلې دپښتون قام په وړاندې ډول ډول دسیسې جوړیږي، خو څوک نه شته چې مخه ئې ونیسي.

تاریخ د دې ګواه دی ،چې دپښتون  قام  دټولو ستونزو دحل یوزانۍ لاره همدې جرګې کې ده.

 پښتون قام چې کله جرګه رابللې، هرډول دسیسې ئې شنډې کړي دي او یو زرین تاریخ پرې لیکل شوی دی.

اوس یوځل بیا دوخت تقاضا ده چې پښتون قام بیا یوې جرګه کې سره راټول شي او لمړي سر کې یو مشر وټاکي ترڅو دی ستر ناورین او بدبختیو سره چې پښتون قام مخ دی ،تری ژوندی ووزی.

کله چې د پښتون قام جرګې فیصله کړې نو تاریخ ئې جوړکړی او د پښتون ستر قام سر پرې لوړ شوی، احمدشاه بابا پښتون قامي جرګې مشر وټاکه لویه امپراتوري ئې دپښتون قام په ملاتړ او دخپلې میړانې په برکت جوړه کړه.
اوس یوځل بیا د وخت تقاضا او د پښتون قام اړتیاده، چې یوه لویه جرګه راوبلي، ټول مشران د یو مشر په ټاکلو سره سلا شي او ټول ئې په کلکه ملاتړ وکړی . زه ډاډ درکوم که چېرې دا کار وشي پښتون قام  به له ټولو ستونزو نه  راووزی او یوځل بیا به دمیرویس ، خوشحال او احمد بابا نوم به ژوندی کړي.

- زلمی پښتون
بېرته شاته