(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نړیوالتوب; د چا په ګټه؟

[20.Jul.2015 - 19:07]

لیک: بشرمل پسرلی

یادونه: د الله تعالی په مرحمت او فضل، د کورنۍ ، ملګرو او دوستانو په هڅونې او د څېړنو او مطالعاتو په پایله کې غواړم چې نړیوالتوب: د چا په ګټه؟ څېړنیز او تحلیلي اثر په شمېره واره برخو کې ګرانوهېوادوالو ته وړاندې کړم. له ټولو آغلو او ښاغلو لوستونکو څخه په درناوي هیله کوم، چې خپل ارزښتناک نظریات او رغنده وړانديزونه د دې ایمیل ادرس له لارې را سره شریک کړئ[email protected]. کله چې د ټولو برخو خپریدا بشپړه شي، د ما اخذ بشپړ لست به وړاندې شي.

نړۍ ته ځغلنده کتنه

تقریبآ ۴.۵۵ بیلونه کلونه پخوا څښتن تعالی په شپږو ورځو کې ځمکه او اسمانونه پیداکړل، چې اوس څه باندې ۷ زره ملیونه انسانان په شپږو براعظمونو، ۱۹۵ دولتونو او په ۷۲ متکي جغرافیاوو کې ژوند کوي، چې مساحت یې ۵۱۰۰۷۲ ملیونه کیلو متر مربع دی چې ۷۰.۹ ٪ اوبه او ۲۹.۱ ٪ خاوره جوړوي. نړۍ په مختلفو برخو کې اقیانوسونه لکه پسفیک ، اتلانتیک، اینډیا، جنوبي او شمالي اقیانوسونه، غرونه او وچه ساحې لري. ددې ترڅنګ نړۍ په مختلفو لویو او وړو ټاپوګانو وېشل شوې لکه د کاناډا بفین ، برتانیه او... مګر په ورته وخت کې په وچه ایسار هېوادونه هم کم ندي چې تقریبآ ۴۶ هېوادونه په ځان کې رانغاړي لکه افغانستان، بوتان، راوانډا، سربیا، زمبابې، سویس او...

دنړۍ ګڼ شمېر دولتونه ولسواک دي مګر ډېر غیر ولسواک دولتونه هم شته، چې په دې جمله کې چین، کیوبا، لاوس، شمالي کوریا او د ویتنام کمونېستي دولتونه شامل دي. تقریبآ ۵۰ اسلامي هېوادونه دي چې اکثره یې په اسلامي شریعت ولاړ نظامونه لري. د ۵۹ ناکامو دولتونو له ډلې ۳۳ مطلقآ ناکام  لکه سومالیا، افغانستان، عراق، کانګو او... او نور تر ډېره بریده ناکام بللی شوي چې په جمله کې یې کمبودیا، راوانډا، لبنان او... راځي. د نړۍ په ۱۰ هېوادونو کې لکه برما، کلمبیا، افغانستان، سومالیا، پاکستان، مکسیکو، سوډان، سوریه، عراق او مالي کې د کال په دې هر هېواد کې له ۱۰۰۰ زیات انسانان د کورنیو وسله والو جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د نړۍ په ۳۱ هېوادونو کې د کال د خپل منځي ایډیالوژيکو، جنجالي ځمکو پر سر او یا د جلا کېدو په موخه د وسله والو جګړو له امله له ۱۰۰۰ کم کسان وژل کېژي لکه ایران، اسرایل او فلسطین، فلپین، شمالي او جنوبي کریاګانې، نایجریا، اندونېزیا او پاپونیو ګېني، هندوستان، موروکو، الجېریا، ماورېټانیا، پیرو، ترکیه، جمهوري کانګو، جنوبي سوډان، یوګندا، یمن، انګولا، یوتوپیا، هسپانیه، بورکینافاسو، تایلند، روسیه، تاجکستان، بحرین، مصر، لبنان او لیبیا. د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه د سرحدي ځمکنیو ساحو پر سر د مالکیت دعوه کوي لکه افغانستان او پاکستان، پاکستان او هندوستان، چین او بوتان، کمبودیا او ویتنام، جنوبي کوریا او چين، چين او جاپان، کروشیا او سربیا، اوکراین او روسیه، هسپانیه او پورتګال، کاناډا او امریکا، کلمبیا او نیکاراګوای، چیلي او پیرو او ...  

د دوه رګه، سور، تور، زېړ او سپین نژادي انسانانوته د ښه ژوند لپاره معتدله، ګرمه، سړه، خشکه او نمناکې اب او هوا ترڅنګ، څښتن تعالی د ځمکې لاندې ډول ډول ارزښتناک مواد د ګټې اخستنې په موخه ځای پر ځای کړي لکه ګیس، تیل، پټرول، مس ، او... چې روسیه د ۷۵.۷ تریلونو امریکايي ډالرو، امریکا ۴۵ تریلونو، سعودي عربستا ۳۴.۴ تریلونو امریکايي ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې لري او په همدې ترتیب کاناډا، ایران، چین، برازیل، استرالیا، عراق او وینزوېلا د طبیعي زیرمو له پلوه ډېر ماړه هېوادونه دي خو افغانستان تقریبآ د ۳ تریلونو ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې لري. په ترتیب سعودي عربستان، کاناډا، عراق، متحده عرب امارات، کویټ، ایران، وینزوېلا، روسیه، لیبیا او نایجریا د نړۍ په کچه د تېلو ډېرې زېرمې لري مګر موروکو تر ټولو د تېلو کمې زېر مې لري خو داسې هېوادونه او متکي جغرافې هم کم ندي چې د طبیعي زیرمو له پلوه ډېر خوار دي لکه سینګاپور، تایوان او... دا پداسې حال کې چې امریکا له ټولو هېوادونو نه ډېر تېل پېري یعنې د ورځې تقریبآ ۱۹ ملیونه بېرله، چین ۸.۲ ملیونه، جاپان ۴.۴ ملیونه بېرله، هندوستان ۳.۰  ملیونه بېرله او ورپسې په ترتیب سره برازیل، جرمني او جنوبي کوریا. د نړۍ ډېری هېوادونه وخت په وخت طبیعي ناورینونه هم تجربه کوي لکه، سونامي، زلزله، توپان، ګرد باد، د ځمکو خویدا، اورغورزونکي، سېلاب او وچکالي. په ۲۰۰۴ کال اندونېزیا سونامي سخت وځپه چې په پایله کې یې د اندونېزیا په ګډون په څلورو نورو هېوادونو کې ۲۳۰۰۰۰ انسانان ووژل، افغانستان هم وخت په وخت، سېلابونو، وچکالیو او زلزلو ځپلی دی مګر هغه هېوادونه چې زیات ځپل کېژي عبارت دي له کمبودیا، برازیل، چین، هندوستان، ویتنام، تونګا، وناوټو، اندونېزیا، فلپین او مریکا.

ټول انسانان د ادم ( ع ) او بي بي حوا اولاده ده مګر څښتن تعالی انسانان د یو او بل د لا ښه پېژندلو په موخه په مختلفو قومونو ووېشل چې اوس د نړۍ انسانان نه تنها له مختلفو قومونو سره تړاو لري بلکې نور ډول ډول توپیرونه په ځان کې رانغاړي لکه دیني، نژادي، ژبنیز، غربت او مالدار او... د نړۍ انسانان تقریبآ ۳۳.۳۹ ٪ عیسویان، ۲۲.۷۴ مسلمانان، ۱۳.۸٪ هندوان، ۶.۷۷٪ بودایان، ۰.۳۵٪ سېکان، ۰.۲۲ ٪ یهودان ، ۰.۱۱ بهايي، او نور پاتې ادیان ۱۰.۹۵ ٪ جوړوي مګر په ورته وخت کې ۹.۶۶٪ انسانان له هېڅ دین سره تړاو نلري او ۲.۰۱٪ اتییستان دي خو افغانان ۹۹٪ مسلمانان او پاتې د سک او هندو دین لارویان دي. په نړۍ کې تقریبآ ۶۹۰۰ ژبې ویل کېژي، له دې جملې څخه ۶ ژبې د نفوس او قوي ادبیاتو په اساس د ملګرو ملتونو سازمان کې رسمي ژبې ګڼل کېژي لکه عربي، چینايي، انګلیسي، فرانسوي، روسي او هسپانوي. د نړۍ د ۱۲.۴۴٪ وګړو مورنۍ ژبه چينايي، ۴.۸۵ ٪ هسپانوي، ۴.۸۳ ٪ انګلیسي، ۳.۲۵ ٪ عربي او پاتې د نورو ژبو ویونکي دي چې البته داسې ژبې هم شته چې ۲۰ کسه ویونکي لري او د ور کېدو په حال کې دي لکه وتېک چې د روسې په شمال غرب کې ویونکي لري.

د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دولتونه مساوي حقوق لري او هېچ فکټور نشي کولای چې یو هېواد له حقوقي پلوه پر بل هېواد غوره والی ومومي مګر په واقعي دنیا کې هېوادونه په مختلفو برخو کې ډېر توپیر لري او دا توپیرونه یې د غوره والي یا کمزورۍ باعث شوي چې له ځینو یې په لاندې توګه یادونه کیږي:

افغانستان په ۱۹ اګسټ ۱۹۱۹ کال، مګر جنوبي سوډان په ۹ جولای ۲۰۱۱ پداسې حال کې چې امریکا د جولای په ۴ په کال ۱۷۷۶ له برتانې نه خپله خپله خپلواکي تر لاسه کړې. د نړۍ تقریبآ اکثریت هېوادونه غیر متجانسې ټولنې لري خو جنوبي کوریا ، جاپان او پرتګال متجانسې ټولنې او پاپونیوګېني، تانزانیا او هندوستان په لوی توپیر سره غیر متجانسې ټولنې دي. د نړۍ د څه باندې ۷ بیلونه انسانانو له جملې څخه د چین نفوس ۱۳۴۳۲۳۹۹۲۴دی مګر د مالدیف نفوس ۳۲۰۰۰۰ او د واتیکان یا د مقدس ښار نفوس ۸۰۰ کسه دی خو د افغانانو نفوس پکې ۳۰۴۱۹۹۲۸ جوړوي. د نړۍ هېوادونه په لویو او کوچنیو جغرافیو تقسیم شوي. لوی ترینه جغرافیه د کاناډا ده یعنې ۹۹۸۴۶۷۰ کیلو متر مربع او کوچنۍ ترینه واتیکان دی چې ۰.۴۴ کیلو متر مربع ځمکنی مساحت لري خو د افغانستان مساحت ۶۵۲۲۳۰ کیلو متر مربع دی. د نړۍ د اقتصاد ۶۳.۳ ٪ خدماتي چې ۴۱.۴ ٪ وګړي پکې مصروف دي، ۳۰ ٪ صنعتي چې ۲۲.۲ ٪ وګړي يې مصروف کړي او ۵.۹ ٪ زراعتي برخه جوړوي چې ۳۶.۴ ٪ انسانان یې مصروف ساتلي خو افغانستان ۵۴.۴ ٪ خدماتي چې ۱۵.۷ ٪ افغانان یې مصروف کړي، ۲۵.۶ ٪ صنعتي چې ۵.۷ ٪ افغانان کار کوي او ۲۰ ٪ زراعتي اقتصاد جوړوي چې۷۸.۶ ٪ افغان وګړي پکې په کار بوخت دي او انګلستان ۷۸.۲ ٪ خدماتي، ۲۱.۱ ٪ صنعتي او ۰.۷ ٪ زراعتي اقتصاد لري خو د سېنګاپور هېڅ یو وګړی زراعتي سکتور کې مصروف ندی. په ۲۰۱۱ کال کې د سویسي وګړو د سړي سر کلنی عاید ۷۶۳۸۰ امریکايي ډالره وو مګر په جمهوري کانګو کې  ۱۹۰ امریکايي ډالره خو په افغانستان کې ۶۱۰ امریکايي ډالره د سړي سر کلنی عاید دی. په نړۍ کې د بېکارۍ کچه ۹.۲ ٪ خو په افغانستان کې په ۲۰۰۸ کال کې ۳۶ فیصده وه مګر د مونو کو تقریبآ ټول وګړي په کار بوخت دي. په ۲۰۰۸ کې د نړۍ ۲۲ ٪ انسانانو د فقر لاندې ژوندي وو، د افغانستان ۳۶٪ البته په پداسې حال کې چې په نایجریا کې ۷۰٪ مګر ۲۰۱۰ کال په تایوان کې  ۱.۱۶٪. د نړۍ د هېوادونو کلنی عاید ۲۰.۶۷ تریلونه امریکايي ډالره، د افغانستان ۲.۲۴۳ بلیونه امریکايي ډالره مګر په نړۍ کې داسې کمپنۍ کمې ندي چې د جهان په مختلفوهېوادونو کې څانګې لري او کلنی عاید یې ۴۴۶.۹۵ ٪ بیلونه امریکايي ډالره دی لکه د امرېکې وال مارټ کمپنۍ مګر د نړۍ داسې هېوادونه هم کم ندي چې هېڅ داسې کمپنۍ نلري چې له هېواده دې بیرون فعالیت ولري. نړۍ د صادراتو کچه ۱۸.۳۵ ٪ تریلونه امریکايي ډالره ده او د وارداتو ۱۸.۲۴ تریلونه خو د افغانستان صادرات ۳۷۶ ملیونو ډالرو په ارزښت دی او واردات یې ۶.۳۹ بیلونه ډالرو ارزښت لري، د چين صادرات ۱۹۰۴۰۰۰۰۰۰۰۰۰ امریکايي ډالره او واردات یې ۱۷۴۳۴۶۸۰۰۰۰۰۰ او د برموډا صادرات ۱۶۰۰۰۰۰۰ امریکايي ډالرو ته رسي او واردات یې ۳۳۶۰۰۰۰۰۰ امریکايي ډالره دي. د افغانستان  ارزي زخاېر ۶ بیلونه امریکايي ډالره، د چین ۳۵۴۹۰۰۰۰۰۰۰۰۰ بیلونه امریکايي ډالره مګر د مالاوي ۳۱۵۳۰۰۰۰۰ میلونه امریکايي ډالره د طلا او خارجي اسعارو ارزي زخاېر دي. د نړۍ د بشري کاري ځواک شمېر ۳.۳۰۲ بیلونه دی چې پدې جمله کې د چین ۷۹۵۴۰۰۰۰۰ میلونه جوړوي او په همدې ترتیب ورپسې هندوستان، امریکا، برازیل او اندونیزیا خو د افغانستان په ۲۰۰۴ کال کې ۱۵ میلونه وو او اندورا ۳۸۲۲۰ بشري کاري ځواک لري. په ۲۰۰۷ کال کې د جي ني کو یفېشنټ ( دسړي سر غیر عادلانه ویش )په اساس د نړۍ د ثروت وېش ۳۹ وو مګر په ۲۰۰۹ کال کې د هنګري هېواد ۲۴.۷ وو خو په ورته کال کې په بولې ویا کې ۵۸.۲ وو، په ټوله کې په لاتینې امریکا هېوادونو کې د ثروت غیر عادلانه وېش ډېر لوړ مګر په سکانډنېوین هېوادونو کې عادلانه وېش په ښه تناسب دی. د نړۍ د انسانانو اوسط عمر ۶۷.۵۹ دی چې د نارینوو ۶۵.۵۹ دی او د خځینه وو ۶۹.۷۳ کاله خو په جاپان کې د نارینوو د ژوند اوسط ۸۰ کاله او د خځینه وو ۸۷ مګر په افغانستان کې د نارینه او خځینه وو د ژوند اوسط ۴۹ کاله دی. په ۲۰۰۹ کال کې د قطر نفوس د کال ۹.۵۶ ٪ زیاتوالی ښيي مګر جورجیا -۰.۸۳ ٪ کم والی، پداسې حال کې چې د نړۍ د نفوس اوسط زیاتوالی د کال ۱.۰۹۶ ٪ دی او په دې ډله کې د افغانستان ۲.۲۲ ٪ دی. په نایجر کې د پیدایښت کلنی نرخ ۵۰.۶۰، په موناکو کې ۶.۸۵ دی او د نړۍ د ۱۹.۱۴ د پیدایښت د نرخ د زیاتوالي څخه د افغانستان ۳۹.۳ دی. په جنوبي افریقا کې د کال په هرو زرو کسانو کې ۲۳.۱۷ وګړي مري مګر په قطر کې ۱.۵۵ او په افغانستان کې ۱۴.۵۹ خو په نړۍ کې ۷.۹۹. د ماشومانو مړینه په منوکو کې ۱.۸۰ او په افغانستان کې ۱۲۶.۶۳ ده خو په نړۍ کې ۳۹.۴۸. د بورنډي ۸۹.۰٪ وګړي په کلو کې ژوند کوي مګر د وېنزوېلا ۶.۶٪ وګړي او د افغانستان ۷۷.۴ ٪ ، پداسې حال کې چې په ټوله کې د نړۍ ۵۰.۵ ٪ وګړي ښاریان دي. په اندورا کې ۱۰۰٪ وګړي با سواده دي مګر په افغانستان کې ۲۸.۱ ٪ وګړي خو د نړۍ د وګړو د سواد کچه ۸۴.۱ ٪ چې ۸۸.۶ ٪ نارینه او ۷۹.۷ ٪ خځینه جوړوي. د چین جمهوریت ۳ ملیونه ملي پوځ لري چې د کال ۱۴۳.۰ بیلونه امریکايي ډالر لګښت لري، امریکا ۱۴۲۹۹۹۵ چمتو او ۸۵۰۸۸۰ ريزرف ملي پوځ لري چې کلنی لګښت یې ۵۵۴.۲ بلیونه ډالرو ته رسي خو افغانستان له درې لکو کم ملي پوځ لري چې د کال لګښت یې ۲۵۰۰۰۰۰۰۰ امریکايي ډالره او واتیکان ۱۱۰ کسیزه اردو لري او داسې هېوادونه هم شته چې هېڅ اردو نلري لکه اندورا. د نرم ځواک په برخه کې هم هېوادونه سره توپیر لري، ځینې هېوادونه داسې مېډیا ډېپلوماسي لري چې د نرم ځواک ساحه یې ډېره پراخه ده لکه د امریکا واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز، د جرمني شپېګل او د برتانې ګارډین مګر ډېری هېوادونه داسې رسنۍ نلري چې حتی اکثریت خپل خلک یې پرې پوه وي. د نړۍ ډېر هېوادونه ډېری سفارتونه په نورو ملکونو کې لري لکه د امریکا متحده ایالات ۱۵۲خو مالي ۳۰ مګر افغانستان په ۴۲ هېوادونو کې سیاسي او دپلوماتیکې نماینده ګۍ لري. ( Shri، Ghani، BBC، World Bank، IMF، Fact-Book، UN،Times India ،MFA  ، Wall St.، WTO, SIPRI)

نړیوالتوب; یوه ناچاره پدیده

د نړیوالتوب لغت په لمړي پلا په ۱۹۳۰ کال کې وکارول شو، چې مثبتو او منفي قووتونو یې نويي رنګونه راوړل خو نړۍ دومره لویه نده چې اوس دې نړیوالتوب رامنځ ته شوی وي او یا دې هم د نړیوالتوب د قووتونو مخ نیوی وشي بلکې د بشریت تاریخ سره سم د یوې سیمې سیاسي، پوځي، اقتصادي، ټولنیزو، دیني او کلتوري مسایلو په نورو برخو خپل اغیز کړی او انسانانو د تاریخ په مختلو دورو کې په یوه او بله برخه کې د لاس لرو په موخه هسې کړي او د نړۍ په یوه برخه کې چه څه شوي په بله برخه یې نفوذ درلودلی دی، چې لازمه ده یو لنډ سفر په ځینو تاریخي او د حال په مسایلو، پیښو او پرمختګونو په لاندې توګه ولرو

امپراتورۍ

د ارسطو شاګرد سکندر مقدوني په پخواني یونان کې او په اوسني مسېډونیا کې له میلاد څخه تقریبآ درې نیمې پېړۍ پخوا رامنځ ته شو، چې بیا په لږ وخت کې یې د نړۍ ډېرې برخې لاندې کړې، دریم داریوس ته یې ماتې ورکړه او د فارس امپراتورۍ یې ونیوله، هندوستان یې په ۳۲۶ کال پخوا له میلاد څخه ونیوه، سوریه یې ونیوله، مصر یې ونیوه، تر افغانستانه یې سر راورسېد او د نړۍ په ډېرو برخو یې خپل ځواک ثابت کړ. مغول په اوسني منګولیا کې د ۱۲۰۶ نه تر ۱۳۶۸ میلادي کلونو کې د جنګېز خان په واک ته رسېدو امپراتوري منځ ته راوړه چې چین څخه تر ویتنام، هنګري ، قرغزستان، روسې، تاجکستان، عراق، ایران، منګولیا، شمالي کوریا، سوریه، ترکیه، اکراین، قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، افغانستان، پآکستان، هندوستان، رومانیا، مولډووا، فلسطین، پولینډ، یسټونیا، لټویا، لیتوانیا، هنګري، کویټ، بلغاریا، بېلاروس، ازربایجان، ارمانیا، جورجیا، تایلند، برما، جاپان، استریا، کروشیا، مصر، اسرایل، اردن، عربستان، سسربیا، لبنان، بوسنیا، البانیا، یونان او مسېډونیا یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې. د برتانې امپراتوري له لندنه پیل او د ځمکې زیاته برخه یې را لاندې کړه لکه امریکا، افریقا، اسیا او اروپا بر اعظمونو ته ورسېده. بنګله دېش، بروني، مالیزیا، سېنګاپور، تانزانیا، د امریکا متحده ایالات، اندورا، بېلاروس، بولیویا، بورنډي، مرکزي افریقا جمهوریت، چډ، کانګو، ګواتیمالیا، قرغزستان، لګزمبورګ، مالي، موناکو، منګولیا، پاراګوای، سوېډڼ، تاجکستان، ازبکستان او په نورو برخو ته یې لاس ورساوه. د تزاري روسې امپرا تورۍ په کال ۱۷۲۱ کې په روسیه کې منځ ته راغله چې د کمونېستي انقلاب پورې یې دوام وکړ او تقریبآ شرقي اروپا، د اسیا په برخو او شمالي امریکا پورې ورسېده. د روسې سربېره تر پولنډ، اکراین، فنلینډ، بېلاروس، یسټونیا، لټویا، أیتوانیا، جورجیا، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او تاجکستان سیمې یې تر خپل حاکمیت لاندې درلودې. نه یواځې  د پورتنیو امپراتوریو له اثره بلکې د نورو تاریخو خوځښتونو له امله افغانستان چې د نړۍ کاملآ په بله برخه کې دی په ارام ندی پاتې شوی د بېلګې په توګه، سكندر مقدوني د ميلاد څخه ۳۳۱ كاله وړاندې د افغانستان له لارې په هند رهي شو، ورپسې ګوډ تېمور په ۱۳۹۸او بيا بابر په ۱۵۲۶ ميلادي كلونوكې د افغانستان له لارې هندوستان ته ځانونه رسولي دي. په همدې ترتيب، نادر افشار په ۱۷۳۸ ميلادي كال كې له همدې لارې هندوستان ته ننوت. د ۱۸۱۳ څخه تر ۱۹۰۷ چې د برتانویانو او تزاري روسې تر منځ ګريټ ګيم روان وو افغانستان څخه يې بفر سټېټ جوړ كړی وو او همدا شان كله چې د ۱۹۴۷ څخه تر ۱۹۹۱ دغربي بلاك په راس كې يې امريكا او كمونيست بلاك په راس كې يې روسيه تر منځ سوړ جنګ روان وو ، د زور ازمایلو مېدان يې افغانستان وو.

ادیان

کنفیوسیس د ۵۵۱ او ۴۷۹ له میلاد څخه پخوا کلونو سپه چین کې کنفیوشنېزم دین رامنځ ته کړ او د انالېکټ د مقدس کتاب په وړاندې کولو اوس کنفیوشنېزم په چين، تایوان ، جاپان، ویتنام  سېنګاپور او یو شمېر نورو هېوادونو کې خپور دی. هندویزم په څلورو وېداو ، اپانېشاد، بګواګيتا او پورانا له میلاد څخه وړاندې منځ ته راغی مګر په ۲۱ پېړۍ کې د نفوس او نفوذ مرکزي ساحې یې عبارت دي له هندوستان، نيپال، سریلانکا، مالېزیا، سېنګاپور، تایلند، کمبودیا او هندوستان او د نړۍ په نورو مختلفوهېوادونوکې انسانان عقیده پرې لري. له میلاد څخه ۴۸۳ کلونه پخوا ګواتما بودا بودېزم عقیده په هندوستان کې منځ ته راوړه چې اوس د هندوستان په ګډون د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونوکې تعقیبېږي لکه سریلانکا، چین، کوریا، جاپان، تبت، منګولیا او... موسی (ع) الهي تورات په وړاندې کولوسره یهودیت په مصر کې بشریت ته وړاندې کړ چې اوس د اسرایلي دولت ترڅنګ په ترتیب سره په امریکا، فرانسه ، الجېریا، جرمني، اکراین، او د نړۍ په نورو هېوادونو کې پرکټېس کېږي. عیسویت چې د په مصر کې منځ ته راغلی مګر اوس د نړۍ په اکثره هېوادونو کې لارویان لري او د نړۍ ترټولو زیات نفوس لرونکی دین دی. د اسلام دین په ۶۱۰ او ۶۳۲ ميلادي کلونو کې اوسني سعودي عربستان کې منځ ته راغی چې اوس له پنځوسو زیات اسلامي هېوادونه دي حتی په شمالي امریکا کې ۴.۶ ملیونه مسلمانان ژوند کوي او د نړۍ د ۱۵۰ زیاتو هېوادونوکې مسلمانان اوسي. ګورو بابا نانک د ۱۴۶۹ او ۱۵۳۹ کلونو ترمنځ د پاکستان په پنجاب کې د ګورو ګرنټ صاحب د مذهبي کتاب په وړاندې کولو سره سېکزم دین منځ ته راوړ چې نن د افغانستان او هندوستان په ګډون د نړۍ د ۵ براعظمونو په ۴۷ هېوادونو کې لارویان لري.

سیاسي اډیالوژۍ

له میلاد څخه  تقریبآ ۴ پېړۍ پخوا افلاطون ځينې اوسني کمونېستي نظریات بیان کړل مګر په ۲۱ فبروري ۱۸۴۸ کال کې چې کارل مارکس او فرېډ رېچ هېګل کمونېسټ منېفسټو خپره کړه او ورپسې یې ډېر اثار ولیکل چې په نړۍ کې یې پلویان پیداکړل ترڅو چې د لمړي ځل لپاره په کال ۱۹۱۷ کارګړي انقلاب وشو او ورپسې کمونېستي نظام نه یواځې په روسانو حاکم شو بلکې کمونېستي اېډیالوږي په چين، لاوس، شمالي کوریا، ویتنام، ارمانیا، ازربایجان، بېلاروس، یستونیا،جیورجیا، قزاقستان، قرغزستان، لاتویا، لیتوانیا، مولدو وا، تاجکستان، ترکمنستان، اکراین، ازبکستان، افغانستان، کمبودیا، منګولیا، یمن، بلغاریا، چک، المان شرق، هنګري، پولینډ، رومانیا، سلوواکیا، البانیا، بوسنیا، بلغاریا، کروشیا، مسېدونیا، سربیا، سلو وی نیا، انګولا، کانګو، یتیوپیا، سومالیا، یرېټریا، سلوواکیا، البانیا، یمن، چیلي او موزمبېک کې خپره او پلویان یې پیداکړل. له میلاد څخه درې نیمې پېړۍ پخوا ارسطو خپل لبرال سیاسي نظریات بیان کړل، ادم سمېت له ۱۷۲۳ نه تر جولای ۱۷۹۰ د وېلت اف نېشن او هم سیاسي برخې یې جان لاک د ۱۷۰۴ – ۱۶۳۲ میلادي کلونو کې روښانه کړې چې اوس پدې نظریاتو ولاړ د نړۍ اکثریت هېوادونه خپلې چارې پرمخ وړي لکه امریکا، فرانسه، هندوستان، اندونېزیا او نور ګڼ شمېر هېوادونه. الاخوان المسلمون په ۱۹۲۸ کې د اسلامي خاصو اعتقاداتو سره د حسن البنا له خوا په مصر کې منځ ته راغی، اوس په بحرین، سوریه، اردن،عراق، فلسطین، عربستان، کویت، یمن، عمان، الجېریا، سوډان، سومالیا، ټونس، لیبیا، اندونېزیا او افغانستان کې سیاسي احزاب یې تر اغېزې لاندې چلېږي. مهاتما ګاندي د عدم تشدت د فلسفې په اساس له انګرېزانو له لوري خپلواکي هندوتسان ته تر لاسه کړه. په خیبر پښتونخواکې فخر افغان  د عدم تشدد سیاسي مبارزې ته ادامه ورکړه، مارتن لودر کېنګ په امریکا کې تور پوستانو ته صلاحیتونه تر لاسه کړه. په عدم تشدد ولاړ خوځښت د ۱۹۸۹ کال د وېلوېټ انقلاب په چکسلواکیا کې کمونېستي حکومت را وپرزاوه. په کال ۱۹۸۶ کې د فلپین وګړو د وخت دېکتاتور فرډېنانډ د عدم تشدد سیاسي مبارزي په وسیله و پرځاوه او په جنوبي افریقا کې نلسن منډېلا ۲۹ کاله په زندان کې تېر کړل مګر بلاخره د عدم تشدد په ولاړ خوځښت او عقیدې قهرمان شو.

نړیوالې ادارې

نړیوالې ادارې لکه نړیوال بانک، نړیوال سوداګرۍ سازمان، ای ایم ایف او د ملګرو ملتونو سازمان له دوم نړیوال جنګ څخه وروسته د ازادۍ او عدم تبعیض په اساساتو منځ ته راغلې چې د هېوادونو ترمنځ همکاري او هماهنګي منځ ته راوړي ترڅو د نړۍ انسانان د سیاسي، اقصادي، کلتوري او ټولنېږو پرمختګونه څخه خوند واخلي او د جګړو مخنیوی وشي. د نړیوالې سوداګرۍ ادارې تیګه په ۱۹۴۸ کال په امریکا کې کېښودل شوه مګر اوسنی نوم یې ۱ د جنوري ۱۹۹۵ کال کې خپل کړ چې اوس ۱۵۹ هېوادونه یې غړي دي او ۲۵ هېوادونه یې د څارونکي په حیث غړيتوب لري. نړیوال بانک په ۱۹۴۴ کال په امریکا کې منځ ته راغی چې اوس ۱۸۸ هېوادونه یې غړي دي. په ۲۴ اکتوبر ۱۹۴۵ په امریکا کې د ملګرو ملتونو  سازمان ډبره د ۵۰ هېوادونو له لوري کېښودل شوه چې اوس ۱۹۴ هېوادونه یې غړي دي. نړیوال پیسو وجهي صندق په کال ۱۹۴۵ دسمبر ۲۷ په امریکا کې د ۲۹ غړو هېوادونو له لوري رامنځ ته شو چې اوس ۱۸۸ غړي لري مګر کیوبا، شمالي کوریا، اندورا، مانوکو او واتیکان  هېوادونه یې غړي توب نلري.

مهاجرت

د انسانانو له ژوند سره سم، په نړۍ کې د ضرورتو نو پر بنسټ مهاجرتونه پیل شوي. په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې په نړۍ کې تقریبآ ۲۱۵ ملیونه وګړي په مهاجرت کې ژوند کاوه چې ښه بېلکه یې افغانان دي چې د نړۍ په ټولو برعظمونو کې اوسېږي. وېل کېږي چې له میلاد څخه ۴۰۰۰۰ زره کلونه پخوا د افریفا هومو ارېکټس اسیا، استرالیا او اروپا په لور رهي شول. د ۶ او ۱۱ پیړیو ترمنځ ترکان غربي اسیا، اروپا او مرکزي اسیا په طرف مهاجر شول. په ولسمه پیړۍ کې تقریبآ ۲۴۰۰۰۰ اروپایان امریکې ته ولاړل، او تر ۱۹ پېړې پورې تقریبآ ۵۰ ملیونو اروپایان د امریکا په لور روان شول. له ميلاد څخه دوه زره کلونه پخوا د امو سیند له غاړې یوه ډله اریایان د یورال د غره د جنوب او د خزر د سمندرګي د شمال له لارې اروپا، بله ډله یې لودیځ ( ایران )  او درېیمه برخه یې د هندوکش سویلي خواته د سند تر غاړې رسیدلي او پښتنو د نورو قبیلو په څیر په باختر کې ژوند غوره کا.  د ۱۹۱۰ او ۱۹۷۰کلونو ترمنځ تقریبآ ۷۰ ملیونه افریقايي امریکایان له جنوبي څنډو څخه غرب، شمال شرق امریکا په لور مهاجر شول. په ۲۰۱۰ کال کې په نړۍ کې ۲۱۵ ملیونه انسانان له خپلو هېوادونو څخه خارج ول، چې پدې کې د نړۍ اکثریت هېوادونه راځي لکه افغانستان، پاکستان، هندوستان او داسې نور چې یواځې په ۲۰۱۱ کال کې ۳۰۰۰ افغانان په نورو ملکونو کې د سیاسي پناه غوښتونکي شوي.

نړیوالې جګړې

د ارچډوک فرډینانډ د خوشې کېدو پر سر د جنجال له امله لمړۍ نړیواله جګړه په اروپا کې پیل شوه مګر لمن یې ټولې نړۍ ته وغځېده چې جرمني، استریا-هنګري او عثماني امپراتورۍ یې له برتانیې، فرانسې او تزاري روسې له امپراتوریو سره په جګړه اخته او هم امریکا پکې راودانګل چې حتی د جرمني استازي د افغانستان امیر حبیب الله خان ته په جګړه کې د ورداخلېدو هڅې پیل کړې. په همدې ترتیب دویمه نړیواله جګړه چې ظاهرآ جاپاني، اېټالوي او جرمني امپراتورۍ له فرانسې، روسې، برتانې او امريکې امپراتورۍ سره ښکېلې وې چې دا ټول له جرمني څخه پیل شوې مګر نړۍ یې راګيره کړه  چې په پایله کې یې تقریبآ ۶۰ ملیونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د نړۍ د انسانانو د ژوند په مختلفو برخو یې سخت اثرات پرېښودل.

پوځي لاس وهنې

په ۴ د اپرېل ۱۹۴۹ کال ناټو تړون د بلجیم، نيدرلینډ، لکزمبورګ، فرانسه، برتانیا، امریکا، کاناډا، پرتګال، اټالیا، ناروې، ډنمارک او ایس لینډ له لوري لاس لیک شو، چې اوس ۲۸ هېوادونه یې غړي توب لري. ناټو په لمړي ځل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۸۱۶ قطع نامې په اساس په ۹ اکتوبر ۱۹۹۲ په بوسنیا کې مداخله وکړه چې له ۱۹۹۲ کال څخه تر ۱۹۹۵ کال یې دوام پیداکړ. د سربستان سلوبېډان ملاډوچ د البانیانو د لمنځه وړو هڅه پیل کړه چې په پایله کې یې ناټو  په ۲۴ مارچ ۱۹۹۹ کې د یوګسلاویا پر ضد عملیات پیل کړل. ناټو د مارچ په ۱۷ / ۲۰۱۱ کال د ملګرو ملتونو د ۱۹۷۳ قطع نامې په اساس لیبيا کې مداخله وکړه. په دسمبر ۲۰۰۱ کال ایساف افغانستان ته راننوته او ۴۲ هېوادونو افغانستان ته د ۱۵۴۶ قطع نامې په اساس را ودانګل او البته باید یاده شي چې د ملګرو ملتونو سرتېري په دارفور، اسرایل / فلسطین، کوسوو، سپروس، ګولان، لبنان، هایټي، لایبېریا، جمهوري کانګو، سوډان، شرقي تېمور، جمو او کشېر او افغانستان کې پخپل فعالیت بوخت دي.

عرب انقلابونه

عرب پسرلی د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په ۱۸ له ټونسه پیل، مصر، لیبیا، یمن، بحرین او تر سورې ورسېد. ډېرلاریونونه په الجېریا، عراق، اردن، کویت، موروکو او سوډان کې وشول او هم بې ځواکه لاریونونه په لبنان، مورې ټانیا، عمان او عربستان کې په لاره واچول شول ترڅو ولسواک نظامونه رامنځ ته کړي او ښې حکومت دارۍ ولري چې په پایله کې یې د یمن پادشاه زین العابدین بن علي په ۱۴ جنوري ۲۰۱۱ عربو ته وتښتېد ، قدافي د اکتوبر په ۲۰ / ۲۰۱۱ کال کې ووژل شو او حسن مبارک او علي عبد الله صالح استعفاوې ورکړې خو سورېه په داسې حالت اخته شوه چې د نړۍ د افراطیونو مرکز شو او داعش یې وزیږو.

سوداګري

له زرګونو کلونو پخوا انسانانو د خپلو اړتیاو د مرفوع کولو په موخه سوداګرېزې چارې پرمخ بیولې . له میلا څخه تقریبآ له ۱۰۰۰ تر ۳۰۰۰ کلونو پخوا د هغه وخت د تمدنونو لپاره د نیل دریاب، د فرات رود خانه او د هند دریاب د ضروریاتو د رفعه کولو لپاره ترې استفاده کېده. د وخت د اړتیاو د رفع کولو په موخه د ابرېشمو لار له ميلاد څخه تقریبآ یوه پېړۍ وړاندې جوړه شوه چې جنوبي، شرقي او غربي آسیا یې له مدیترانې او اورپا او هم تر څه برېده شمالي او شرقي افریقا یې له خپل ګټو لاندې راوستې او له افغانستان څخه دا لاره نه يواځې تېریده بلکې د بدخشان له لاجوردو څخه هم چین او نورو هېوادونو استفاده کوله او له دې لارې به اموال او کلتوري ارزښتونه سره تبادله کېدل.

نړیوال شرکتونه

مایکرو سافټ، نوکیا، ټویوټآ، کوکاکولا، سوني، ای بي ایم، جنرال ېلېکټرېک، سېټي ګروپ او... هغه کمپنۍ دي چې په کمه سرمایه د نړۍ له یوې نقطې څخه پیل مګر اوس په نړۍ کې له لوی نفوذ څخه برخورداره دي. د بېلګې په توګه کوکا کولا کمپنۍ د ۷ سوه زره کارکوونکو په درلودلو سره تقریبآ د نړۍ ټولو هېوادونو ته یې فعالیت رسېدلی، ای بي ایم خپل فعالیت له امریکا څخه پیل مګر اوس تقریبآ  د ۲ سوه زرو کارکوونکو په درلودلو سره د نړۍ له ۱۶۰ زیاتو هېوادونو ته یې دفعالیت ساحه غځېدلې او جنرال ېلېکټریک له امریکا څخه پیل مګر اوس د ۳۰۱۰۰۰ کارکوونکو په درلودلو سره د نړۍ له ۱۰۰ څخه په زیاتو هېوادونو کې فعالیت کوي. ددې ترڅنګ څه چې ډېر مهم دي هغه دادي چې که یو کمپنۍ یو توکی تولیدوي، خام مواد ورته له یو هیواده، کارګر ورته له بل هیواده، تولید په دریېم هیواد کې او د توکو ویش د نړۍ په ټولو بر اعظمونو کې تر سره کوي چې ټول نړیوال شرکتونه یې ښې بیلګې دي.

مالي بحرانونه

اسیايي مالي بحران په ۱۹۹۷ کال کې په تایلنډ کې پیل مګر جاپان، اندونېزیا، جنوبي کوریا، هانګ کانګ، مالېزیا، لاوس، فلپین، چین، تایوان، سېنګاپور، بروني او وېتنام ته یې اغېزې ورسېدې. ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ نړیوال مالي بحران په امرېکا کې پیل مګر ډېر ژر نه یواځي د امریکا مالي سیستم یې زیانمن کړ بلکې د نړۍ مختلفو برخو ته یې اغېزې ورسېدې چې عربي متحده امارات يې ډېر په منفي ډول اغېز من کړ او حتی افغانانو ته یې هوا ورسېده چې په پایله کې یې هغه افغانانو چې په دوبۍ کې پانګه اچونه کړې وه په ځانګړې توګه په جایدادونو کې ډېر تاواني کړل چې بیا اړ شول ترڅو ځینې پروژې په افغانستان کې پیل او پلې کړي.

هالیوډ

هالیوډ د امریکا په لاس انجلېس کې یوه تاریخي کلتوري سیمه ده چې له کلونو راهیسې دا سیمه د فلم جوړونې مرکزي ساحه وه له همدې امله نن ورځ د امریکا سینما ته هالیوډ ویل کېږي. د نړۍ د مختلفو هېوادونوې سینماګانو ترې الهام اخستی او د ژبې یا  ځای مختاړي پرزیاتولو خپل هېوادونو سینماګانې یې نومولي لکه بالیوډ ( هندي سینما )، ډالیوډ ( بنلګه دېش سینما ) چې په ډهاکه کې ده، کالیوډ ( نیپال سینما ) چې په کتمندو کې ده، کېني وډ ( نایجریا سینما ) په کېنو نایجریاکې، لالي وډ ( لاهور سینما )، پاليوډ ( پېښور سینما ) او... د هالیوډ ډبره په ۱۹۱۰ کال کې د امریکا په لاس انجلس ایالات کې کېښودل شوه،  چې له ټولو ډېر مصرف کوونکې، ډېر لیدونکي او تقریبآ د نړۍ په ټولو هېوادونوکې فلمونه یې لیدل کېږي. بالیود په بمبیي کې مرکزیت لري او تقریبآ په کال ۱۹۱۳ کې یې بنسټ کېښودل شو،  چې اوس د نړۍ په ټولو برعظمونو کې مینه وال لریي. په نایجریا، روسیه، مصر، سېنېګال، بنله دېش، نيپال، سریلانکا او په افغانستان کې نه یواځې ځانګړی شهرت لري بلکې د  بالیوډ فلمونو ډېرې برخې پدې هېواد کې جوړې شوي او یا یې د افغانستان په هکله سناریو چلېږي لکه خدا ګوا، کابل اېکسپرېس او اېسکېپ فرام طالبان. په اردن، فلسطین، مصر، اسرایل، ازبکستان، تاجکستان، چین، باچان، چډ، سومالیا، یتیوپیا، روسیه، نیویارک، لاس انجلس، ټورنټو، جرمني، فرانسه، کاناډا، ډنمارک، هالنډ، برازیل، سویس، استرلیا، نیوزلند، فیجي او د نړۍ په نورو برخو کې مینه وال لري. پداسې حال کې چې په ۱۹۶۵ کال کې د پاکستان له لوري په هندي فلمو کتو بندیز لګول شوی وو مګر تاج محل او مغل عظم فلمونو کتو ته یې په ۲۰۰۶ کال قانوني اجازه ورکړه مګر د کېبل او یا د محلي مارکېټونو کې د بالیود فلمونو بازار ښه ګرم روان دی. د بالیوډ د نارینه فلمي لوبغاړو له ډلې څخه یوسف خان، راج کپور، امیتابچهن او شاه رخ خان هغه ستوري دي چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې یې د محبوبیت له امله مجسمې جوړې شوي او په خځینه برخه کې مادوري دکشت، کاجل، مدو بالا، نرګس دت، کرشمه کپور او هېنا مالني هغه فلمي ستورې دي چې نه یواځې په هندوستان کې بلکې د نړۍ په ډېرو ګوټونو کې له خاص محبوبیت څخه برخورداره دي، ددوۍ د نفوذ اندازه تر دې بریده رسېدلی چې حتی اوس جیهانه خان چې په اصل کې افغانه مګر د کورنیو جګړو له امله سويډن ته ګډه چې په ورستیو کې یې بالیوډ کې لوبېدو ته مخه کړې.

سندر غاړي

کشور کمار له  ۱۹۴۵ کال نه تر ۱۹۸۰ کال د عمر په وسطي جریان کې،  کمار سانو چې د ۱۹۹۰ کال په لمړیو کې یې ځان ثابت کړ او محمد رفیع چې د اواز هر مینه وال یې پیژني او د خځینه وو په برخه کې لتا منجشکر، اشا بوسلي او... د بالیوډ په فلمونو کې یې د سندرو په ویلو د خپل اواز مینه والو ساحه دومره پراخه کړه چې که نن ورځ له دې جملې د ژوندیو سندرغاړو ته هڅې خبره هم پېښ شي د نړۍ د رسنیو د خبرونو سرټکي جوړوي. مایکل جوسیف جکسن چې د ۱۹۵۸ څخه تر ۲۰۰۹ کلونو کې یې ژوند کاوه د پاپ موسیقي د شهنشا لقب ګټلی د افغانستان ترڅنګ تقریبآ د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ځانګړی شهرت لري.. مثلا thriller  البوم یې په ۱۹۸۲ کې راووت چې تقریبآ ۶۵ ملیونه کاپي یې د نړۍ په ډېرو برخو کې وپېرل شوې. په همدې ترتیب، مډونا چې د پاپ موسیقي وتلۍ سندر غاړې ده، تقریبآ د نړۍ په ټولو هیوادونو کې مینه وال لري او نوموړۍ خپلو مینه والو ته د خپل پور په ادا کولو خپل شهکار تابلو صرف په دې خاطر لیلام کړ چې د افغانستان او پاکستان د بیوزله وګړو سره مرسته وکړي.

اوسني پرمختګونه

په وروستیو کې د ټکنالوجیکو پرمختګونو په پایله کې نړیوالتوب نوې او رېښتینې بڼه غوره کړې او نړۍ له هروخته ډېره سره ونښلول شوه. کمپیوټر، انټرنیټ، سکایپ، یاهو مسینجر، یوټوب، ټوېټر او په ځانګړې توګه فیسبوک د انسانانو د معلوماتو په ډېرولو او ترلاسه کولو او د انسانانو په نښلولو کې هغه رول تر سره کړ چې حتی په هېوادونوکې یې انقلابونه راوستل. ټرانسپورټي وسایلو لکه بېړۍ، رېل ګاډی، موټر، الوتکه او...، او تلوېزیون، راډیو او مبایل د هېوادونو او انسانانو ترمنځ سیاسي، کلتوري، ټولنیزو او اقتصادي ارزښتونو ترڅنګ نور مادي او معنوي ارزښتونو د مشترکو مسایلو په رامنځ ته تګ کې حتی انقلابي رول تر سره کړ

د نفوذ د ساحې او قووت له پلوه د تاریخي نړیوالتوب او د نن ورځې نړیوالتوب پیښې او مسایل سره په پرتله ییزه توګه توپیر کوي. لمړی، د نن ورځې حوادث او مسایل تر ډېره بریده نړیوال دي. دوهم، اقتصادي پيښې او مسایل په تیر کې ځانګړی رنګ نه در لود خو اوس اقتصادي اړخ یې ډېر پر رنګه دی. دریېم، نړیوال سیاسي او اقتصادي سازمانونه لکه څنګه چې اوس دي لکه د پیسو نړیوال صندق، د ملګرو ملتونو سازمان او... کومو چې د هیوادونو او ملتونو په نښلولو او اړیکو کې ځانګړی او اهم رول لوبولی، شتون نه درلود. څلورم، نوي پرمختګونه د میډیا، ټکنولوجي او سوداګرۍ او راشه درشې په برخو کې ملي هویت کمزوری او نړیوال هویت ورځ تر بلې پیاوړی کړی. پنځم، د نړۍ سرنوشت ډېر مشترک شوی ځکه چې د نړیوالتوب مثبت او منفي قووتونه یو ځای هم له خپل مثبت او یا منفي اغیزو لرې نه پریږدي  او د نورو ډېرو توپیرو بر سیره یو بل توپیر یې دادی چې مخکې به ډېرو هیوادونو غوره ګڼله چې ګوښه او خپل سري پاتې شي خو اوس هیوادونه او ملتونه د ځانګړو ګټو په موخه پخپله غوره ګڼي چې له نړیوالو سره تړلي پاتې شي.

پایله

د پورتنیو مسایلو، پیښو او پرمختګونو په پام کې نیولو سره، دې پایلې ته رسو نه یواځې دا چې د نړیوالتوب قووتونو او څپو د چا خوښې ته نه دي کتلي چې څوک یې غواړي یا یې نه غواړي بلکې که له نړيوالتوب څخه مطلب د یو نظر، یو شي ، یو خوځښت او... په نړۍ کې خپریدل او عام کیدل وي، نو نړیوالتوب د بشریت د تاریخ په اوږدو کې وو خو د صنعتي انقلاب څخه وروسته چې بشري کاري ځواک او خامو موادو ته اړتیا زیاته شوه، د هېواد نه د بیرون سیمو ارزښت او د توکو د لا انتقال مسله زیاته اهمه شوه چې ورپسې د لمړۍ نړیوالې جګړې څخه وروسته د نړۍ ګوټ ګوټ له یو او بل سره په نوي ډول د نښلولو بڼه ځانته غوره کړه.

ډېوېډ ماریوس وايي چې موږ قوانین جوړوو او قوانین موږ جوړوي. له سلو کلونو راهیسې مونږ داسې قوانین جوړکړي چې نړیوالتوب هڅوي او د خپل هېواد حاکمیت کمزوری کوي لکه د نړیوالې سوداګرۍ سازمان قوانین چې اوس یو هېواد تر ډېره بریده نشي کولی هغه څه د تجارت په برخه کې په مستقلانه توګه وکړي کوم چې بغیر له دې قوانینو تر سره کېدل. نړیوال قوانین او اصول تر دې بریده رسېدلي چې د نړۍ هېوادونه یې سره پییلي او اوس له دې اصولو څخه تېښته په لوی لاس ځان له کواښ سره مخامخول دي

ځینې سیاسیون او سیاست پوهان او ډلې د نړیوالتوب له قووتونو ویره لري او استدلال کوي چې باید هیوادونه او ملتونه له نړۍ ګوښه پاتې شي ترڅو د نورو هیوادونو او ملتونو د نفوذ لاندې را نه شي، خو واقعیت دادی چې یا به نړیوالتوب او قووتونه یې منې او چمتووالی به ورته لرې ترڅو مثبته ګټه ترې پورته کړې او یا به د نړیوالتوب څپې در باندې راځي او د میل خلاف به دې چارې ځانته عیاروي ځکه چې نړیوالتوب یوه ناچاره او حتمي پدیده ده.

د نړیوالتوب معنا او مفهوم

د نړیوالتوب کلمه د انګلسي ژبې له ګلوبالایزېشن څخه اختسل شوې، کلوبل معنی نړیوال او زیشن معنی کېدل یعني نړیوال کېدل دي یا په بله وینا د ګلوبلایزېزشن لفظي معنی په نړۍ پورې اړوند کېدل دي چې مختلف موضوعات په ځان کې رانغاړي او نړیوال کېږي لکه اقتصاد، سیاست، کلتور، ټولنه او معنوي ارزښتونه.

د اکسفورډ ډېکشنري پر بنسټ، د نړیوالتوب اصطلاح په کال ۱۹۳۰ د کارولو جوګه شوه. په کال ۱۹۵۱ کې یې د وېبسټر ډکشنري ته لاره ومونده او مارشال مېک لوهان په کال ۱۹۶۲ کې د نړیوال کلي اصطلاح وکاروله خو په ۱۹۸۳ میلادي کال پروفېسور لیوډور لیوېټ د باراز نړیوالتوب تر عنوان لاندې مضمون ولیک. مګر د کمونېسټ بلاک له ماتې څخه وروسته چې نړۍ تر ډېره بریده یوه قطبي شوه،  د نړیوالتوب استعمال ډېر عام حالت ځانته غوره کړ. له همدې امله، د نړیوالتوب اصطلاح مختلف تعریفونه ځان ته غوره کړي چې مختلفو موسساتو او د مختلفو شعبو پوهانو لکه سیاست پوه، دیني عالم، انسان دوست ، اقتصاد پوه او ټولنپوه هر یو د خپلې اړوندې پوهې او شعبې پر بنسټ نړیوالتوب تعریف کړی چې ځینې تعریفات په لاندې ډول دي:

د پوهانو، عالمانو او سیاست والو له انده:

علامه قرضاوي- نړیوالتوب عبارت له هغه حرکت څخه دی چې نړۍ غربي ارزښتونو ته اړوي او ددې تر سیورې لاندې غربي نړۍ استعماري موخې تر لاسه کوي. غلام رضا علي بابايي- نړیوالتوب د وخت او د فاصلو د ننه اېستو څخه عبارت دی چې انسانان هغې لارې ته رهنمايي کوي ترڅو په نړیواله ټولنه کې په ويښه توګه سره یو ځای شي. انډریو هیوډ- نړیوالتوب بین المللیت دی چېرې چې د سیاست اصلي موخه نړیواله همکاري او همغږي ده او دا نظر پیاوړی کوي چې ملتونه د جعلي او غیر ضروري جوړښتونو پر بنسټ رامنځ ته شوي. کوګبورن- نړیوالتوب د تولیداتو، ارتباطاتو او ټکنالوجۍ د خپرېدو لنډه طریقه ده. سټېګر- نړیوالتوب د ټولنیزو پروسو یو سیټ دی کوم چې د هېوادونو ټولنیز حالت او ملي هویت کمزوری کوي او نړیوال هویت منځ ته راوړي او داحالت غیر متوازنه پروسه ده چې بعضي هېوادونه، ډلې او اشخاص ترې ډېره ګټه پورته کوي او ځینې نور پدې پروسه کې کمه ګټه اخلي یا تاواني کېږي. انټوني- ډېوډ او حق. نړیوالتوب د هېوادونو ترمنځ د سرماېې، کارکوونکو او ټکنالوجۍ جریان دی چې له یوه هېواد څخه بل او له بل هېوادو څخه بل ته لېږدول کېږي. مېلټن فرېډمن- نړیوالتوب د هېوادونو د مالي سیستم، بازار او ټکنالوجي پداسې ډول یوځای کېدل دي چې نړۍ له اوسط سایز څخه وړوکي سایز ته راولي او هر انسان ددې جوګه کوي چې د نړۍ له یوې برخې څخه بلې برخې ته په اسانۍ، چټکۍ او په کم لګښت رسي. ډنزیګر- اساسآ نړیوالتوب د متنوع اقتصادي، کلتوري، پوځي او محیطي پديدو د ځواک ، معلوماتي نېټورک او عمل په ذریعه نړۍ سره یوځای کېږي. والټز- نړیوالتوب معنی متجانس والی دی. قیمتونه، محصولات، مزد، شتمنۍ، ټکټانه او مفاد په یو ځای متمرکز کېږي. اومای- نړیوالتوب هغه دولتونو څخه عبارت دی چې غواړي د نړیوال کلي برخه واوسي او یوه داسې نړۍ منځ ته راوړي چې سرحدات ونه لري. کګلي- نړیوالتوب عبارت له هغو اړیکو څخه دی چې هېوادونه په یوه نړیوال سیستم بدلوي کوم چې ټولو انسانان او هېوادونه ته یو مشترک تقدیر منځ ته راوړي. حامد کرزی- نړیوال جهان عبارت له هغې متحدې سیمې څخه دی چې مشترکه جغرافیه وي، کلتوري او اقتصادي ارزښتونه او خصوصیات ولري. اېسټرلي- نړیوالتوب عبارت د هېوادونو له سرحداتو د سرماېې، کارګرو، او اقلامو هاخوا دېخوا په ازادانه توګه خوځښت دی.

د موسساتو او سازمانونو له اړخه:

ملګري ملتونه- له اقتصادي پلوه نړیوالتوب عبارت له دې څخه دی چې د دولتونو ترمنځ خنډونه له منځه ولاړ شي ترڅو د اقلامو، سرماېې، خدماتو، کاري قووې او... اسانتیاوې رامنځ ته شي. نړیوال وجهي صندق- نړیوالتوب عبارت د نړۍ د هېوادونو په بې څارې کچه یو په بل باندې تکیه ده البته د سرحداتو څخه بهر د اقلامو او خدماتو د معاملو زیاتوالی، نړیوالې سرماېې انتقال او د ټکنالوجۍ عام کېدل پدې برخه کې ټاکونکی رول لرلی دی. د اکسفورډ اقتصادي ډېکشنري- نړیوالتوب عبارت له هغې پروسې څخه دی چې ټوله نړۍ یو مشترک او واحد مارکېټ باندې بدلېږي پدا معنی چې اقلام، خدمات، سرمایه او کارګر په نړیواله کچه سوداګري کېږي او معلومات او د څېړنو نتایج د نړۍ ټولو هېوادونو ته په اسانۍ رسي. نړیوالتوب نړیوال فورم- اوسنی نړیوالتوب په هغه جهت روان دی چې نړیوال اقتصادي سیستم منځ ته راوړي کوم چې د نړیوالو کمپنیو او بانکي انسټیټوټونو له لوري تر حاکمیت لاندې وي چې ولسواکو پروسو او ملي حکومتونو ته هیڅ حساب ورکونکي نوي. نړیوال بانک- د نړۍ د اقتصاد او ټولنو يو لاس کېدل عبارت له نړیوالتوب څخه دی. ملګرو ملتونو سازمان د غربت او پرمختګ څانګه- په ټوله کې نړیوالتوب هغه څه ته مخه کوي چې په پایله کې یې معاملات د هېوادونو ترمنځ زیاتی مومي او بیا د ژوند په اقتصادي، کلتوري، سیاسي او ټولنیزو اړخونو خپلې ژورې اغیزې شیندي.

نجم، رونالس او هالي له انده:

نړیوالتوب منحیث دې انټر نیشنلایزېشن- نړیوالتوب عبارت د هېوادونو ترمنځ له اړیکوم څخه او په ورته وخت کې نه یواځې په نړیوالو معاملاتو کې پرمختګ دی بلکې هېوادونه یو پر بل باندې متکي کیږي. نړیوالتوب منحیث دې لبرالایزېشن- د حکومت له خوا نه د خنډونو له منځه وړل دي ترڅو د هرڅه تګ راتګ د هیوادونو ترمنځ په ازادانه توګه وشي. نړیوالتوب منحیث دې یونیورسلایزېشن- عبارت له هغې پروسې څخه دی چې په پایله کې یې  عقاید ، نظریات او تجارب په ټوله نړۍ کې خپریږي. نړیوالتوب منحیث دې وېسټرنایزېشن یا موډرنایزېشن- عبارت له هغه ټولنیز عصري ساختار څخه دی چې له ځان سره کپیټلېزم، انډسټریالېزم او... لري او دا په نړۍ کې خپرېږي او وړوکي کلتورونه او هویتونه له منځه وړي. نړیوالتوب منحیث دې ډېټورېټوریالایزېشن- نړیوالتوب عبارت له هغې یوې پروسې څخه دی چې د هېوادونو جغرافیو ته نوی شکل ورکوي پدا معنی چې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

رېپسمن او پاول له انده:

اقتصادي تعریف- نړیوالتوب له اقتصادي پلوه یو په بل باندې تکیه ده پدا معنی چې د یو هېواد مثبت او منفي اقتصادي حالات په نورو اغیز لري. سیاسي تعریف- نړیوالتوب عبارت د یو ه دولت له هغو کړنو څخه دی چې ځان له نړیوال محیط سره برابروي په ځانګړې توګه د دولت د خیر ښیګنې او د عاید عادلانه وېش کمزوری کوي او لبرال ولسواک ارزښتونه په هیوادونو کې منځ ته راوړي. کلتوري تعریف- د یوه هیواد د وګړو وفاداري هیوادیني هویت څخه لرې یا کمرنګه وي او په نړیوال هویت پورې یې تړي.  ټولنیز تعریف- نړیوالتوب د اقتصادي کړنو او ټکنالوجیکو نوښتونو پر بنسټ د هېوادونو ترمنځ ټولنیز نږدېوالی راولي او داسې هم ده چې د غریبو او د مالدارو وګړو یا د غریبو یا مالدارو دولتونو ترمنځ واټن زیاتوي.

د نړیوالتوب ټول پورتني تعریفات په یو ډول نه یو ډول سم دي چې ددې اثر په نورو برخو کې به شرح شي، خو په ټوله کې ویلی شو چې نړیوالتوب عبارت له هغې پروسې څخه دی چې د دولتونو ترمنځ جغرافې کم رنګه وي،  سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزې اړیکې پیاوړې او نړۍ له مشترک سر نوشت سره مخامخوي، خو زبرځواک دولتونه، ملتونه، نړیوال شرکتونه او مالداره وګړي پدې بهیر کې تله د ځان په خوا ډېره درنده وي.

- بشرمل پسرلی
بېرته شاته