(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملا دوپیازه څوک و؟

[25.Jul.2015 - 08:53]


لطیف یاد
ملا دوپیازه دهند دمغولو ددریم واکمن جلا ل الدین محمد اکبر(۱۵۴۲-۱۶۰۵ زیږدیز ) په دربار کې یو ټوکمار( ټوقمار) تیر شوی دي . ځینو لیکوالانو دده نوم عبدالمومن لیکلی دی او ځینو هم ابوالحسن بن ابوالمحاسن بن ابوالمکارم لیکلی دی.دشلمې پیړۍ نامتو هندي پښتون اردوژبی لیکوال پروفیسور محمودخان شیراڼي ملا دوپیازه هندوستاني بللی دی او ددده نوم یې عبدالمومن ښودلی دی او لیکلي یې دي چې په ۱۵۸۲ زیږدیز کال له هندوستانه ایران ته لاړ او هلته یې ۳۶ کلونه تیر کړل او ترهغه بیرته هندوستان راستون شو او په ۱۶۲۰ زیږدیز کال یې په هنډ يا نومې ځای کې له دې نیمګړې نړۍ نه سترګې پټې کړې دي . ځینې لیکوالان بیا په دې په دې آند دي چې دی دسعودي عربستان دطایف په ښار کې زیږیدلی و او کله چې دده پلار دخپلې میرې سره جګړه وکړه نو له کوره خپه ووت او دی هم دخپل پلار په لټه کې شو او دقافلو او کاروانونو سره ایران ته لاړ ، داهغه مهال و چې دهندپښتون واکمن سوري شیرشاه داکبر پاچا پلار نصیرالدین محمد همایون ته ماتې ورکړې وه او هغه دشیر شاه سوري له لاسه دهند نه ایران ته تښتیدلی واو دایران دواکمن دشاه طهماسب صفوی دربار ته یې پناه ور وړې وه . په دغه وخت کې ملا دوپیازه دصفوی شه طهماسب ددربار دسپه سالاراکبر علي خان سره و او داکبر علي خان سره دهمایون دسپه سالار بخش الله خان نږدې او خوږې اړیکې ( تعلقات) وي او ددې لپاره چې بخش الله خان دټوکو او لطیفو سره مینه درلودله نو دعلي اکبر خان نه یې وغوښتل چې ملا دوپیازه ده ته ورکړي ، خو کله چې بخش الله خان دخپلو پو ځونو سره کابل ته راغی په یوې جګړې کې ووژل شو او ملا دوپیازه دمغولي پوځونو سره یو ځای هندوستان ته لاړاو په ډیلې کې په یوه جومات کې میشته شو او هلته یې اسلامي علوم هم لوستل او دهغې تر څنګ یې خوش طبیعتي کوله او ټوکې او لطیفې یې هم ویلې او خلکوبه ورته ملاصیب وایه .
ویل کیږي چې یوه ورځ یوه چا ملا دوپیازه میلمستیا ته وباله. هلته ډول ډول خواړه موجود وو او هلته یې په دې خوړو کې یو ډول خواړه خوښ شول . ملا دوپیازه له یوه چانه تپوس وکړ چې ددې خوړو نوم څه دی او څه ډول شیان پکې اچول کیږي؟ هغه سړي ورته ځواب ورکړ چې ددې خوړونوم دوپیازه دی او دیوځل پر ځای په خوړو کې دوه ځلې پیاز اچول کیږي . ده وروسته له ځانه سره پریکړه وکړه چې تر دې وروسته به دهیچا دمیلمستیا بلنه نه مني تر څو چې دوپیازه پکې نه وي او له همدې ورځې وروسته نوموړی دملا دوپیازه په نوم سره مشهور شو. ملا دو پیازه وروسته دهند دمغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبر ددربار دددوونامتو لیکواا لانو او شاعرانو ابو الفیض فیضي او علامه ابو الفضل علامي په مرسته داکبر پاچا دربار ته لاره پیداکړه او هلته یې دبیربل تر څنګ داکبربا چا ددربار دټوکمارانو په کتار کې یې ځای ونیوه . دملا دو پیازه او بیربل کیسې ډیرې مشهورې دي او ډیر کتابونه هم ددوی په لطیفو او خندوونکو کیسو ډک دي .دده دمړینې نه چې کله اکبر خبر شو نو تر څو ورځو پورې دملا دوپیازه په یاد غمجن و او خپل دربار ته نه تلو .

- لطیف یاد
بېرته شاته