(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سیاسي ګوندونه او فعالیتونه

[27.Jul.2015 - 18:44]

لیک: صفي الله عمرخیل

دامهال په افغانستان کې په لسګونو سیاسي ګوندونه دفعالیت جواز لري، چې ډیر ېې تازه دمي او په دې وروستیو کلونو کې ېې په فعالیت پیل کړی، که څه هم ددغو یو شمیر سیاسي ګوندونو دفعالیت له جواز څخه کلونه اوړي خو بیا ېې هم ډیری افغانان له نوم ، تګلارې او لاسته راوړنو څخه هیڅ مالومات نه لري ، په دغو ګوندونو کې زیاتره هغه ګوندونه دی چې تازه راټوکیدلي دي ،او په دې وروستۍ  لسیزه کې ېې دفعالیت جواز ترلاسه کړی ، خو د ډیرو دغو سیاسي ګوندونو فعالیتونه لکه څنګه چې لازمه ده په هغه ډول دسیاسي مبارزې په لاره دمزل نه ښې نه ښکاري او نه هم په دې توانیدلي چې دخلکو پام ځان ته راواړوي .

له 2001 کال څخه راپه دیخوا په افغانستان کې دګوندونو دجوړولو بهیر یوه چټکه منډه وکړه چې کابو 110 سیاسي ګوندونو په هیواد کې فعالیت پیل کړ، ددغو احزابو له ډلې څخه زیاتره ېې موسمي او لنډمهاله و چې ډیر عمر ېې نه درلود او په لنډ وخت کې ېې چارې فعالیتونه کمرنګه شول او تش په نامه احزاب پاتې شول .

دقانون له مخې سیاسي ګوندونه باید د ملي ګټو په تګلاره ولاړ ، له قومي  سمتی او ژبنی تصعب څخه پاک او ملي اهداف تعقیب کړی ، خو له بده مرغه په هیواد کې زیاتره ګوندونه دقانون خلاف رامنځ ته او په فعالیت ېې پیل وکړ، چې ډیرو دغو ګوندونو ددې پرځای چې ملي اهداف تعقیب کړی دولسونو دویشلو او ستونزو درامنځ ته کیدو لامل شول . ددې ترڅنګ د ګوندونو دثبت او راجستر په مراحلو کې مهم ټکی دمالي سرچینو دشفافیت دی ، چې دغه ګوند خپلې مالي چارې له کومو سرچینو تمویلوي ، په هیواد کې د اکثره سیاسي ګوندونو مالي منابع روښانه نه دی او دخلکو په وړاندې یوه مهمه پوښتنه هم داده چې تازه دمي فعال ګوندونه چې هیڅ ډول شهرت نه لري او دخپلو پلویانو په مټ خپلې مالي چارې نه شې پرمخ بیولي څنګه او له کوم ادرس څخه خپلې اړتیاوې رفع کوی .

په 2009 میلادی کال کې د ګوندونو دفعالیت جواز یو اساسي شرط دا وضع شو چې یو سیاسي ګوند باید لږترلږه 10000 لس زره غړي ولري ایا په افغانستان کې ټولو فعال 110 سیاسي ګوندونه رښتیا هم همدومره غړي لري ؟ که چیرې هر یو له دغو احزابو څخه په اوسط ډول لس زره غړی ولري یواځې د ګوندي یا حزبی افغانانو شمیر یولس میلیونو ته رسیږي ، که دهیواد دوګړو نفوس 30 میلونه فرض کړو چې لس میلونه ېې نارینه ، لس میلونه میرمنې او لس میلیونه ماشومان نو داسې ښکاري چې د هیواد ټول وګړي په سیاسي ګوندونو پورې تړلي دي او هیڅ بې پرې څوک نشته؟

حقیقت دادی چې ددغو سیاسي ګوندو له ډلې څخه زیاتره مالي منابع له نامعلومو ادرسونو څخه سرچینه اخلي  چې ددغه ډول چارو په مخنیوی کې لاتردې دمه افغان حکومت هم پاتې دراغلی او په دې نه دی توانیدلي چې دمالي منابعو له شفافیت څخه ډاډ ترلاسه کړي .

تیرکال دعدلي وزارت ټولو هغو فعالو سیاسي ګوندونوته خبر داری ورکړ چې له قانون سره سم باید لږترلږ په شلو ولایتونو کې فترونه ولري کنه د احزابو له لیست څخه به وغورځول شي .

دامهال دعدلي زارت په یو تازه اقدام کې د لسو سیاسي احزابو جواز لغوه کړ، چې په دغه اقدام سره ممکن په هیواد کې سیاسي احزاب چې دقانون له چوکاټ څخه ېې فعالیتونه وتلی تریوې کچې مهارشي ، چې په دې سره به وکولی شي دسیاسي ګوندونو په تړاو شته اندیښنې را کمې شي  .

دقانون له مخې هرڅوک کولی شي دقانون مطابق ګوند رامنځ ته او یاهم د سیاسي ګوندونو غړیتوب واخلی که چیرې دقانون مطابق سیاسي ګوندونه منظم فعالیت وکړي کولی شي هیوادنۍ ملي ګټې خوندي کړي په حکومت څارنه وکړي او په ملي مسائلو کې خپل دریځ په ډاګه کړي خو مهمه مسله داده چې حالاتو ته په کتو سره په ګوندونو باور ستونزمن شوی دی نو ځکه عام وګړی ترډیره دګوندونوله غړیتوب څخه په څنګ تیریږي .خو نورو په پرتله یو شمیر پخوانۍ جهادی ګوندونه نویو رامنځ ته شویو سیاسي ګوندونو په پرتله ډیرغړي  او فعالیت لري خو دغه سیاسي حزاب هم خپلې ستونزې لري .

زما په اند دامهال عدلې وزارت ته پکار دی چې دسیاسي ګوندونود فعالیتونو د څارنې په برخه کې جدی اقدام وکړي ،هغه ګوندونه چې قانونی شرایط ېې نه دی پوره کړي باید له قانوني چلند سره مخ شي او په دې ډول دسیاسي ګوندونو دخپل سریومخه ونیسي .

اوپه افغانستان کې دګوته په شمار دداسې رښتینو ګوندونو فعالیت ته زمینه برابره کړي چې دخپل سالم رقابت او هلو ځلو په مټ په هیواد کې دزور واکۍ سیستم ته دپای ټکی کیښودل شي او واک ته رسیدل یواځې دسیاسي هلو ځلو له لارې ممکن وی . په دی سره کیدی شي له شته ناخوالې هم راکمې شي

پاي

1394، زمری    / کابل افغانستان

*******************************************************

 یادونه: دم ګړۍ په افغانستان کې ۶۷ داسې سیاسي ګوندونه شتون لري چې د فعالیت جواز يي ترلاسه کړی خو فعالیت نلري.
د افغانستان د عدلیې د وزارت د مالوماتو له مخې هر سیاسي ګوند چې د فعالیت جواز ترلاسه کوي باید ۱۰ زره تنه غړي ولري او لږ تر لږه د یو کال په دننه کې په ۲۰ ولایتونو کې نماینده ګۍ پرانیزي.

دا لاندي ګوندونه د افغانستان د عدلیې وزارت د سیاسي ګوندونو د نوملړ نه پاک شوي دي.

۱– د افغانستان د سولې د فعالانو ګوند ، ۲ – ملي هیواد ګوند ، ۳ – د افغانستان د ملي اقوامو د سولې ګوند، ۴ – د تفاهم او ډیموکراسۍ ګوند، ۵ – د افغانستان د خلق انقلابي ګوند، ۶ – آزادګان افغانستان ګوند، ۷ – د وفاق ملي ګوند،۸ – ملي افغانستان ګوند،
۹ – د افغانستان د عدالت  او  ایتلاف ګوند ،  ۱۰ د افغانستان د خلکو د حقوقو نه د حمایت او د کار او توسعه ګوند .

 

- صفي الله عمرخیل
بېرته شاته