(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خدائي خدمتګار په حېث د يو تاريخي تحريک

[29.Jul.2015 - 17:31]

لیک: نګهت ياسمين دړمنه

 دَ احمد کاکا د وېنا مطابق خدائي خدمتګار تحريک چې د ملک د ازادۍ دپاره او د پېرنګي د غلامۍ د جغ غورځولو دپاره د باچاخان په مشرۍ کښې کومې هلې ځلې کړې وې، هغه يو تاريخي حېثيت لري. د پېرنګي نه وړاندې هم په دې علاقه د قبضه کولو کوششونه ډېرو حکمرانانو کړي وو، ځکه چې د هندوستان معدني دولت نه هر کس په ښۀ ډول خبر ؤ. پېرنګے هند ته په اول ځل د سمندر په لاره راغے او په خپل چال يې د هند په تخت قبضه وکړه. د هند مسلمانانو پېرنګے د زړۀ نه چرې هم نۀ ؤ منلے او تر هغه دمه په قلار ناست نۀ وو تر کومې چې يې پېرنګے شړلے نۀ ؤ. د پېرنګي خلاف چې کوم تحريکونه هغه وخت چلېدلي وو په هغې کښې يو تحريک د "خدايي خدمتګار" په نامه يادېږي چې د عبدالغفار خان چې په باچاخان مشهور دے په مشرۍ کښې چلېدلے ؤ. دې تحريک په عوامي سطح ډېره مشهورتيا موندې وه او يو تاريخي حېثيت يې موندے ؤ.

پېرنګي ته چې کله د نورو قوتونو نه خطره راڅرګنده شوه نو هغۀ د اسلام قوت د ځان سره په يو کېدو مجبوره شو او په دې لړ کښې هغوي د هند قام د اسلام په نوم د اشتراکيت خلاف د استعمالولو کوشش شروع کړو. خدائي خدمتګار تحريک د دې ماحول او چاپېرچل پېداوار دے. د دې تحريک د په وجه د پېرنګي د اسلام او قام دښمنه پاليسو مخالفت شروع کړے شو. باچاخان په ١٩٢٩ء کښې د دې تحريک تيګه کېښوده او د برصغير په سياست کښې يې په اول ځل د خدمت د فلسفې تصور وړاندې کړو او په اتمانزو کښې يې په اول ځل د دې فلسفې عملي آغاز د يو ازاد سکول په پرانستو وکړو، چې وروستو دغه نظام د "انجمن اصلاح افاغنه" د سيوري لاندې په باضابطه توګه د صوبې نورو بندوبستي علاقو ته خور کړے شو.

هدايت الله خان صېب په مياشتنۍ رساله "پښتون" کښې د "يو بې بدله رهبر" په مضمون کښې د دې تحريک په حقله ليکي چې: "د خدائي خدمتګار تحريک په مقاصدو کښې يو اعلٰي او ارفع مقصد د دې ځائے دښمنو او هر قسم تشدد نه ډکو رجحاناتو د روغې جوړې او امن په ذريعه ختمول وو".

"د باچاخان پېغام د پښتو په وطن دايمې امن" په عنوان باندې چاپ شوي مضمون کښې خان زمان کاکړ صاحب دا تحريک د عدم تشدد په وړومبۍ تجزيه کښې د اعتدال تبليغ او د پښتنو د ټول ژوند په عکس کښې د يو توازن سبق ګرځولے دے.

نصب العېن: د هر تحريک په شا څۀ وجوهات وي، هله يو تحريک وده مومي،خدائي خدمتګار تحريک هم په شا څۀ اسباب لري او هم دغه اسباب او وجوهات په اول ځل خان عبدالغفار خان بابا محسوس کړي وو، چې هغه کله محسوس کړۀ چې پښتون يوه قبيله نۀ بلکې د يو قام نوم دے، چې د څۀ حېثيت خاوند دے، يو ځلنده تاريخ سره تړلے دے او بيا د الله په فضل په يو داسې علاقه دېره دے چې د معدني دولت نه ډکه ده. نو بيا ولې دا قام په خپل دومره دولت کښې بې وسه دے او د دې بې وسۍ وجه د پښتون بې علمي او جهالت دے. د شلمې پېړۍ په دې ترقي موندلې دنيا کښې بې وسه، بې کسه، خوار و ذليل، بربنډ او وږے دے او هغۀ د پښتون قام د ترقۍ دپاره د علم ډيوه ضروري وګڼله.

باچاخان يو اصولي بنيادم ؤ، هغۀ خپل اصول په هېڅ قيمت او د هيچا دپاره نۀ پرېښودل او هم دغه اصول هغۀ په خپل پېغام کښې پښتنو ته وړاندې کړل. هغۀ پوهه ورکړه چې تاسو هم يو قام يئ او په دې خاوره دومره حق لرئ څومره چې پرې شتمن خلق لري. هغۀ دا خبره څرګنده کړه چې د خان خاني د غريبو د محنت له برکته ده او خپل حق اخستو دپاره د عمل د محنت قربانو او هلو ځلو ضرورت دے. هسې خو باچاخان په ١٩١١ء کښې په دې لړ کښې خپل جدوجهد شروع کړے ؤ خو په کال ١٩١٩ء کښې د وړومبي جنګ عظيم د ختمېدو نه د رولټ اېکټ خلاف هنګامو ټول هند په مخه واخستو نو دا تحريک هم په ټول هند کښې لکه د سېلۍ والوتو، هر خواته او په خاص توګه د پښتونخوا د خلقو جوش، جذبه او ولوله د کتو قابله وه. جلسې او جلسونه د قابو نه باهر وو. انګرېز چې د عوامو دې طاقت ته وکتل نو فکر واخستو او د سر مشران يې په بندي خانو کښې بندي کړل. خو د هر څۀ نه باوجود په خلقو کښې د غلامۍ احساس راپېدا شوے ؤ او هغوي په هر قيمت د غلامۍ زنځيرونه شلول غوښتل. د پښتنو زلمو اواز د خان عبدالغفار خان بابا په جدوجهد کښې په ډاګه ؤ. د منظم تحريک د لاندې به قام کښې دا احساس بېدارۍ دپاره دا زلمي کلي په کلي او کوڅه په کوڅه ګرځېدل او د تحريک مقاصد به يې وړاندې کول. ورځ په ورځ د تحريک په حمايت کښې ګڼ شمېر کسان شاملېدل. په دې اواز کښې نۀ صرف نارينه بلکې زنانه هم شاملې وې. پښتونخوا کښې دا وړومبے د ازادۍ تحريک ؤ، په دې لړ کښې وړومبۍ جلسه په اتمانزو کښې وشوه چې اولنۍ تاريخي او سياسي جلسه وه. دلته باچاخان يو په زړۀ پورې تقرير وکړو او په رولټ بل يې ساده باده پښتانۀ نۀ صرف پوهه کړل بلکې په سختو الفاظو کښې يې د دې مذمت هم وکړو. د شتمنو د انګرېز سره يې د سازباز په حقله يې سپينه وېنا هم وکړه، چې په نتيجه کښې يې شتمن خلق برخلاف شول ولې هغۀ د هغوي هېڅ پرواه ونۀ کړه او د خپلو غريبو خلقو د ملاتړ په اراده روان شو. د دغه پرجوشه تقرير نه وروستو انګرېز نور هم سوخت شو او په اتمانزو کښې يې د ګرفتارۍ عمل شروع کړو.

ښاغلے بشيراحمد بلور په خپل مضمون "باچاخان مدبر سياستدان" کښې د نيولو شوو مشرانو شمېره يو نيم سل ښائي چې پکښې د باچاخان پلار بهرام خان هم ؤ. ولې باچاخان شپه په شپه د ملګرو په مرسته د مومندو علاقې ته ورسېدو او د حاجي ترنګزو دېره شو.

 انګرېز باچاخان ته پېغام واستوؤ چې ځان حکومت ته حواله کړه، ګني پلار به دې پانسي کړې شي. په دغه وجه باچاخان په خپله ځان انګرېز ته حواله کړو. دانګرېز دا خيال ؤچې د هغۀ د ګرفتارۍ نه پس به دا تحريک سر وخوري، ولې چې هغوي په هېڅ قيمت پښتون بېدار نۀ ليدل غوښتل، خو داسې ونۀ شو. د باچاخان ملګرو د هغۀ د بنديز باوجود د "انجمن اصلاح افاغنه" په نوم خپل تحريک جاري وساتۀ او د پښتون د اودۀ قام دَ رابېدارۍ هلې ځلې يې برقراره وساتلې. د اتمانزو سکول استاذانو او مشرانو داسې هلکان تيار کړي وو چې په هفته کښې به يې پينځۀ ورځې سبق له او باقي ورځې کلي په کلي دورو دپاره محفوظ کړې وې. د بېدارۍ نظمونه او تقريرونه به يې کول، داسې دا تحريک مخ په وړاندې روان ؤ او خلق پکښې شاملېدل.

د ممبرشپ اخستو دپاره د دې خبرو سوګند وچتول وو:

1- زۀ په ايماندرۍ سره دې تحريک ته ځان سپارم.

2- خپل ځان، مال او سر به د دې تحريک دپاره شندم.

3- تحريک ته نقصان رسولو نه به ځان لرې ساتم او پرو جنبو کښې به برخه نۀ اخلم.

4- دَ ازادۍ په جنګ کښې به معافي نۀ غواړم.

5- مقصد به مې صرف د وطن ازادي وي.

6- دَ بني نوع انسان به بلا تفريق خدمت کوم.

7- دَ ښو کارونو به مل يم د څۀ طمعې غرضي به نۀ يم.

8- هر کار به د الله د رضا دپاره وي.

9- دَ تحريک د مشرانو حکم به منم.

دَ دې تحريک مقصد د تعليم رڼا خورولو سره سره د غلط رسمونو غندنه کول هم وو او په دې لړ کښې باچاخان د مثال (ماډل) په توګه وړاندې کړو. د خانۍ ژوند نه يې د فقيرۍ ژوند خوښ کړو، د عدم تشدد فلسفه يې په عملي توګه څرګنده کړه.

باچاخان په  اصلي معنو کښې يو ستر رهبر ؤ، د پښتون قام د يووالي، د اتحاد او اتفاق دپاره يې ټول عمر وقف کړے ؤ. ولې افسوس! چې پښتانۀ د هغۀ د عدم تشدد په فلسفه پوهه نۀ شول او کۀ څوک پرې پوهه شو خو د دې تحريک د وړاندې بوتلو کوشش يې ونۀ کړو. پښتانۀ هغه د يو ستر خدائي خدمتګار په حېث خو مني خو د هغۀ د دې تاريخي او سياسي تحريک په مقصد يې پوهه ځان ناپوهه کړو.

دَ نن وخت د حالاتو تقاضا ده چې مونږ يو ځل بيا راغونډ شو او د باچاخان د تعليماتو په رڼا کښې د عدم تشدد د فلسفې د اصولو، فکر او نظريې لاندې د ژوند سحر روښانه کړو او دغه پېغام راتلونکو نسلونو ته په اصل شکل کښې څرګند کړو او دوي د فرقه واريت، نفرت او ښکته پورته د زهر څښلو نه وساتو، ځکه چې دا د نن وخت تقاضا ده او هم دغه نعره وچتولو کښې زمونږ د راتلونکو نسلونو ګټه پټه ده.

- نګهت ياسمين دړمنه
بېرته شاته