(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امنیت شورا پریکړه او پاکستان

[11.Aug.2015 - 17:13]

لیک: سرلوڅ مرادزی

په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزونو بریدونه په اړه د اګست په ۹ مه، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو  د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو د لومړي ځل لپاره، اعلامیه خپره کړه چې د هغې په یوه برخه کې راغلي« د امنیت شورا غړي په ټولو امکاناتو، د ملګروملتو له منشور سره سم د ترهګرو له لوري نړیوالې سولې او امنیت ته له ګواښ سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار کوي او هر ډول تروریستي اقدام که په هر هدف، د هر چا لخوا، هر ځای او هر وخت وي، جنایت او د نه توجیه وړ بولي.»

دغه اعلامیه افغانستان کې وروستیو هغوبریدونو ته ځانګړې شوې چې د خپرو شویو معالوماتو له مخې، هغو کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷۰ تنه وژل شوي او نور په سلګونو تنه ټپیان شوي دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دغه اعلامیه کې په ښکاره د پاکستان نوم نه دی اخیستل شوی، خو په نامستقیمه توګه پاکستان په غوږ وهل شوی، ځکه د داسې ډول بریدونو مسولیت تل هغه ترهګرو او ورانکارو ډلو پر غاړه اخیستی چې په پاکستان کې میشت او هلته روزل او پالل کیږي.

بلخوا پاکستاني حکومت په افغاستان کې وروستي بریدونه په ظاهر کې غندلي او پر هغو يی خپلې د مکر اوښکې له نورو سره یوځای توی کړی چې ښايی د دې او ځینو نورو دلایلو له مخې يي په اعلامیه کې نوم په ښکاره اړین نه وي ګڼل شوی، خو د اعلاميي لحن او شانزول څرګندوي چې پاکستان ته د دیپلوماسۍ پر ژبه یو کلک ګواښ ښودل شوی دی.

البته د افغانانو په اند ملګرو ملتونو باید ډير پخوا، افغانستان کې د پاکستان لخوا نااعلان شوې جګړه په خورا کلکو ټکوغندلای وای او د جګړې په مخنیوي کې يي له افغانانو ملاتړ او لاسنیوی کړی وای.

اوس که یو خوا افغانان د ملګرو ملتونو اخیستل شوی ګام ( په اخوند ښورا هم ډېره ده!) پرځای او د تایید وړ ګڼي، بل پلو له ملګرو ملتونو غواړي چې په افغانستان کې د پاکستان نااعلان شوې جګړه، د پاکستان په نوم اخیستلو سره ښکاره او په ټینګه وغندي او پاکستانی دولت د تروریستي دولتونو په تور لیست کې شامل کړي!

د ملاعمر د مړینې له اعلان روسته چې پاکستاني چارواکو څه د پاسه دوه کاله، د هغه د مرګ راز له افغانانو پټ ساتلی وو او بیا تر هغې بده دا چې له ۹ میاشتو راهیسې يی د ملاعمر په نوم افغان دولت سره د سولې خبرې په درواغو سره پر مخ یووړلې اوس داسې ښکاري، افغان دولت پتیلې وي چې نور د سولې په نوم د پاکستان په غوړو خبرو نه تېروځي.

پاکستان تېرځل هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مهال په کوټه کې د یوه دوکاندار په مټ د سولې بهیر تالاترغۍ کړ او دا ځل يي د ملاعمر د مړیني د راز په وسیله د سولې پيل شوې خبرې له پایلې مخکې تس نس کړې.

د ولسمشر غني  تازه څرګندوني چې وايی، نور موږ له پاکستانه نه غواړو چې طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښينوي بلکې له پاکستان غواړو چې په کور دننه هغه یاغیان او باغیان وتړي چې له هغه هېواده افغانستان ته راځي او دلته جګړه مخې ته وړي. د جګړې ټپيان تداوي نکړي، د تروریستانو اډې او مرکزونه بند کړي او د روزنې او پالنې مرکزونه يي ونړوي.

همداراز د BBC په وینا ولسمشرغني ویلي«د جګړې پیغام تر اوسه له پاکستانه راځي»

بل پلو ولسمشر غني خپلو خبرو کې هغو طالبانو سره چې افغانستان خپل هېواد ګڼي او د خپل هېواد په وړاندې له جګړې لاس اخلي د خبراترو لړۍ بنده ونه بلله او دا خبرې به نیغ په نیغه د افغان دولت لخوا مخته وړل کیږي.

ځینو پاکستاني رسنیو چې دISI   لخوا تمویل او کنترولیږي، د ولسمشر غني تازه څرګندونې پاکستان سره د تودې جګړې د اعلان په بڼه رااخیستي چې د ولسمشر په خبرو کې د تودې جګړې په اړه داسې څه نه لېدل کیږي.

افغانان اوس هم له پاکستانه غواړي مخکې له دې چې د دواړو هېوادونو اړیکي له دې زیاتې خړې پړې شي او افغان دولت اړ شي چې د پاکستان په خاوره کې دننه، ترهګر تر خپلو بریدونو لاندې ونیسي چې دا يي نړیوال مشروع او قانوني حق دی، پخپله لاس پکار شي او افغانستان ته د ترهګرو د رااوښتلو پښه لنډه کړي.

افغان دولت حق لري که نور تدبیرونه يي پایله ونلري او پاکستان د افغانستان په وړاندې د شرارت مرکزونه ونه تړي او لاسوهنې او جګړه يي ادامه ولري، په هغه صورت پاکستان کې دننه د شرارت دغه مرکزونه تر اور لاندې ونیسي!

بیا به دا ښه وي له دې چې افغانان، د پاکستان لخوا په تدریجي توګه له منځه وړل کیږي، په توده جګړه کې، شخړه یو طرفه کړي!

د ۲۰۱۵ کال د اګست ۱۱ مه

- سرلوڅ مرادزی
بېرته شاته