(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان کې د سولې او ثبات 4 هممهاله لارې؟

[13.Aug.2015 - 17:27]

امریکايي څېړونکي سټیفن هیډلې او انډرو وایلډر په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې لیکلي، تېره اوونۍ په کابل کې تر خونړیو بریدونه وروسته دا خبره بیا روښانه شوې چې افغانستان له لویو ننګونو سره مخامخ دی. په هغو بریدونو کې سلګونه کسان ووژل او ژوبل شول. 

دا څېړونکي وايي، د ناامنیو پر زیاتېدو سربېره، دوی د افغانستان او پاکستان ۱۰ ورځني سفر پر مهال پر دې قانع یا قایله شول چې اوس هم د سولې خوا ته د تګ امکان شته. 

دوی لیکي، لوړپوړو افغان او پاکستانیو چارواکو دوی ته وویل چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو وسله والو ډلو په پټنځي د بدلېدو په حال کې دی. د دوی په خبره، په دې ډلو کې وژونکې اسلامي دولت وسله واله ډله هم شامله ده. 

لیکوالان وايي، سیمه اوسمهال د ناکرارۍ او ګډوډۍ په حال کې ده، خو د امریکا یو څو ملګري هېوادونه د دې وسله والو ډلو پر ضد د جنګېدو لپاره سیاسي اراده او هوډ، ولسي ملاتړ او ځمکني سرتېري لري. 

دوی وايي، په داسې حال کې چې افغانستان له کلونو راهیسې د طالب یاغیانو پر ضد جنګېږي، اوس د هغه هېواد ملي امنیتي سرتېري د منځنۍ اسیا، پاکستان، قفقاز او منځني ختیځ وسله والو پر ضد هم په جګړه بوخت دي. د لیکوالانو په اند، افغان سرتېري په مړانه (مېړانه) د دې وسله والو پر ضد جنګېږي خو لوی ځاني زیان هم ور په برخه کېږي. 

سټیفن هیډلې او انډرو وایلډر وايي، پاکستاني چارواکي دوی ته وايي چې په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي او غواړي افغانستان بیا د وسله والو په ځاله بدل نشي. له دې سره سره پاکستان په سپینه غواړي چې د افغانستان د سولې بهیر واګي یې په لاسو کې وي. خو افغان چارواکي فکر کوي چې پاکستان سږکال په افغانستان کې جنګېدونکو وسله والو ته مالي او مادي ملاتړ دوه چنده ورزیات کړی دی. 

لیکوالان وايي، پر دې ټولو ننګونو سربېره، دوی فکر کوي چې په افغانستان کې د روغې لپاره لارې شته. 

سټیفن هیډلې او انډرو وایلډر وايي، په دې لړ کې لومړی اقدام دا دی چې امریکا او نړیواله ټولنه باید پر پاکستان فشار زیات کړي چې ټول طالبان او د هغوی ټولې ډلې خبرو ته حاضر کړي چې له افغان حکومت سره روغه وکړي. 

دویم، نړیواله ټولنه باید په لنډمهاله ډول د افغانستان اقتصاد ته داسې یو تحریک ورکړي چې هلته اوسېدونکو ته کاري موقعې پیدا شي او ورسره ورسره پر حکومتي اصلاحاتو هم کار وکړي. 

درېیم، امریکا او نړیواله ټولنه باید د افغان ملي امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي. امریکا باید هلته د سرتېرو روزنې او د هغوی د مرستې ماموریت پراخه کړي. 

او څلورم دا چې په افغانستان کې باید د ترهګرۍ ضد یو نظام جوړ کړل شي او په دې کې باید امریکا له هغوی سره کافي استخباراتي مرسته وکړي او د څار په نظام کې یې ملاتړ وکړي چې هلته د وسله والو ځالې جوړې نشي. 

لیکوالان په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې زیاتوي، دوی باور لري چې په افغانستان کې سوله راتللای شي خو امریکا او افغانستان دواړه باید د خپلې برخې کار وکړي.

- واشنګټن پوسټ
بېرته شاته