(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که کالا باغ ډېم جوړ شي؟

[14.Aug.2015 - 21:31]

 لیک: عطاالله خان حیران
ستراتیژیک دښمن له ستراتیژیکو دسیسو او له ستراتیژیکو نقشو څخه معلومیږي، پاکستان چې د لراو برافغان ستراتیژیک دښمن دی تل یې هڅه کړې چې هم لرافغان ته او هم برافغان ته ستراتیژیک او بنسټیز مسایل پېدا کړي او داسې ستونزې ورته پېدا کړي چې لراو برافغان په کې ټول عمر نښتی وي.
د کلاباغ ډیم پروژه څو لسیزې وړاندې د پنجاب لخوا د پښتونخوا او د پښتنو  د تباهۍ پر موخه ډیزاین شوې ده،
په لومړي سر کې د پاکستان له دې بنسټیزې توطیې په اړه چا داسې فکر نه کولو ځينې خلک چې په دې مسله پوهېدل هغه پاکستان اخستي و، د هغو خوله یې په یو څو کالدارو تړلې وه، ضمیر یې ترې اخستی و کله چې ددې پروژې د تطبیق خبره کېده نو د پښتونخوا تکړه او ژمن انجینر مهتاب خان یوسفزي چې دا طرح مطالع کړه پوه شو، چې دا خو د کالا باغ ډیم نه دا خو د پښتونخوا د بنیادي تباهۍ طرحه ده، دا خو د پښتونخوا د خرڅولو طرحه ده  نو ژر تر ژره یې فخر افغان باچاخان ورباندې خبر کړ  باچاخان ټول قوم او سیمه ورباندې خبره کړه چې باید ټول هوښيار ووسي نو ددې ډیم مخالفت دومره ډېر شو چې ان سیندیانو، بلوڅو او د پښتنوخوا ډیری پښتنو ددې ډیم جوړول په کلکه رد کړ، او دا طرح همداسې طرحه پاتې شوه له همغې ورځې نه ورباندې وخت ناوخت  د حکومت او د پښتونخوا د ګوندونو ترمنځ ناندرې روانې وي، د تعجب خبره خو دا ده چې ډوبیږي به پښتونخوا غرکیږي به د پښتونخوا سیمې او پریکړه به پنجاب کوي دا نو بېخي لکه پښتونخوا کې چې نران نه وي اوس به د پښتنو د مرګ پریکړه هم پنجاب کوي دا په حقیقت کې د پښتونخوا د تباهۍ یوه ستره توطیه ده، کله چې خبره د پارلمان شي قوم پرستان په دې تورن کړي چې تاسې چې د پارلمان پرېکړه نه منئ نه په حقیقت کې پارلمان نه منئ عجبه دلیل پارلمان به زما د مرګ پرېکړه کوي زما د تباهۍ پرېکړه به کوي زه به یې منم؟  دا دلیل لیونی هم نه مني چې کالا باغ ډېم که څوک نه مني نو هغه به پارلمان نه مني او له قانونه سرغړونه ده، دا څه ډول قانون دی چې تل زما د مرګ پریکړې په کې کیږي او تل زما د پښتون د مرګ جوازونه ویشي؟ پنجاب د پښتونخوا له غمه نه دی مړ په دې ډېم کې د پنجاب ګټې ګټې دي او د پښتونخوا په کې تاوان تاوان دی.
که دا ډیم جوړ شي کوم زیانونه به پښتونخوا ته ورسیږي او برعکس پنجاب ته به څه ګټه ورسیږی په دې اړه  غواړم یو څو ټکو ته اشاره وکړم.
که چېرته کالا باغ ډېم جوړ شي اوبه به ټولې د پنجاب په قبضه کې شي، ګټه به ورنه پنجاب پورته کوي کورونه به د پنجابیانو رڼاوي کارخانې به د پنجابیانو ورباندې چلیږي. پنجاب چې وچه سیمه ده او کرکیله په کې زیاته ده پنجاب کې غنم، وریژې، پخته او داسې نور ډېر څه په کې کرل کیږي، چې ډېری اوبه غواړي او پنجاب خپله وچه سیمه دی اوبه نه لري، نو اوبو ته له اړتیانه زیاته  اړتیا لري بل پنجاب خپل درې سیندونه ستلج، راوي او بیاسی په ۱۹۶۰ کې په هندوستان پلورلي پاکستان هغه وخت په همدې اند و، چې اباسین شته او دا ستر سیند دی له دې به ګټه اخلي اوس چې وچ کالي زیاته شوې او پرهمدې اساس د پاکستان ساینس پوهانو درک کړې ده چې په نیژدې راتلونکې کې به  پاکستان د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي، نو ځکه پنجاب غواړي چې  ژر تر ژره کلا باغ ډیم جوړ کړي د نوي راپور پراساس هرکال په پاکستان کې یونیم مېټر او به ښکته کیږي.
ددې ترڅنګ نورې ډېرې سیاسي ګټې هم د پنجاب په کالا باغ ډیم پورې تړلي دي دا یې ما یو څو  ټکو ته اشاره وکړه.
که کالا باغ ډیم جوړ شي پښتونخوا ته  پرته له درانه زیانه نوره هېڅ ګټه نه لري لومړی که چېرته ډېم جوړ شي د پښتونخوا مردان، سوابۍ او پېښور همدارنګ دې ته ورته نورو سیمې به د ابو ډنډونه وي زېم به د پښتونخوا تر ډېرو سیمو تر دې کچې ورسیږي چې قبرونه به هم نه  شي کنلی حتا ددې خطر شته دی چې له یو منزل نه زیاتو کورونو جوړل په کې هېڅ امکان ونه لري ځمکه به نمجنه وي او یا دا سیمه به د استعمار داسې منګولوته ورشي چې کله هم وغواړي ټول پښتانه له تېغه تیرولی شي بیا به پښتانه له پنجاب نه د ژوند خیرات غواړي ازادي او حقوق خو لرې خبره ده.
په پټو سترګو به قضاوت نه کوو د تاریخ له تېرو تجربو نه به کار واخلو چېرته چې پنجابی استعمار تللی دی هلته څه پېښ شوي؟ بلوچستان داسې سېمه ده چې ښه پرېمانه ګیس لري نن تاسې ګورئ له بلو چستان څخه ګیس پنجاب ته تللی دی خو بلوچان ورنه محرومه دي وزیرستان سره یې څه ونه کړل خلک یې وشړل
ځمکې یې ورنه واخستې او د پنجاب پوځ په کې مېشته شو استعمار چې چېرته هم خپلې خونکارې منګولې خښې کړي دي بیا د هغه ځای خلکو خیر نه دی لیدلی نو پردې اساس باید ټول نشنلیسټ ګوندونه په ټوله کې ټول پښتانه بلوچ باید د پنجاب دا شوم هدف شنډ کړي او په وړاندې یې باید ټول یو موټی شي او هیچاته اجازه ورنه کړي، چې د دوی په برخلیک لوبې وکړي پنجاب باید خپل حدود وپيژني له اټک نه دېخوا په ټوله پښتونخوا کې پنجابی حق نه لري، چې زما د قوم او زما د خاورې پرېکړه دې وکړي.
که یې رالنډه کړم که کالا باغ ډېم جوړ شو، نو د پښتونخوا یو شمېرسیمې به په اوبو کې غرکې شي او زیات شمېر به د اباسین په غاړه ناست له تندې مري، د پنجاب دا شوم هدف، چې په هرقیمت وي باید شنډ شي او داسې څه باید ورسره وشي، چې نوره دا خبره همدلته پای ومومي.
همدا اوس چې کله، کله پنجاب په پښتونخوا اوړه بندوي او همدا اوس یې چې له رڼاګانو پنجابیان خوند اخلي همدا نن د پنجاب ټولې کارخانې د دې پښتون په وینه نه دي روانې نوره څومره قرباني او نوره څومره غلامي؟؟؟
موږ خو د فیزیکي زیانونو یادونه وکړه خو سیاسي زیانونه چې څومره دي هغه خو پرځای پریږدئ.
ددې ډېم جوړېدل په هرحالت کې د پښتونخوا د مرګ او د تباهۍ سبب کیدلی شي.

 

- عطاالله خان حیران
بېرته شاته