(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون شاعر سيف الرحمان سليم پحق ورسيدو

[09.Mar.2007 - 17:11] پيښور: 09.03.2007په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپښتوژبې ستر نوميالی ترقىپسند او روښانفکره شاعر سيف الرحمان سليم پرون داته اوياؤکالوپه عمر کښې پحق ورسيدو. چې وروستو خپله پلرنۍ اديره کښې خاورو ته وسپارل شو. ارواښاد دتيرو څو ورځو راهیسې په ار ايم ائى کښې داخل ؤ. چې تيره ورځ داتۀ اويا کالو په عمر کښې په حق ورسيدو. د دۀ په جنازه کښې دپښتونخوا د نوموړو شاعرانو ،اديبانو ګډون وکړو. ارواښاد سيف الرحمان سليم په شاعرۍ کښې دخپل ځانګړى اسلوب په وجه ډيرشهرت موندلی دی.او ددۀ دمئينانو فهرست ډير اوږد دی. هغه شاعران چاچې په ژوند دشهرت خواږه ليدلى وو. په هغه شاعرانو کښې دارواښاد سليم نوم سرفهرست ؤ. نوموړى پښتوادب ته د شاعرى يوه ښکلى مجموعه “سندريز شفقونه”بخښلې ده. چې په پښتو مئين به پرې تل فخرکوى. ارواښاد داولسى ادبى جرګې اوساهوليکونکيومرکې د بانى او غړى په توګه په تنقيدى شعورخورولو کښې هم اهم کردا رترسره کړيدی. او ددې ترڅنګ ئې دخپلې نظريې دخورولو په لړکښې زياتې سختۍ هم ليدلې وې. د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند دارواښاد سليم مړینه پښتون ملت ته یو ستر تاوان بولی دده روح ته دوعا کوی د کورنۍ او خپلوانو سره ئې پدی غم کې ځان شریک ګڼی روح دی ښادوی - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته